د لومړنۍ شفاخانې سرطبيبه؟

د حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) په هدایت مسجد نبوي سره روغتون جوړ شو چې لمړنۍ سر طبيبه ئې ښځه وه.
قرآنکریم علم نه دی وېشلی اونه ئې د نارینه وو او ښځينه وو د تعلیم تر منځ توپېر کړی.
دينې احکامو علم او عصري ضروري علوم (دنیاوي او اخروي علم) په ټولو یو ډول د جنسیت او فزیکي جوړښت او غوښتنو په بنأ فرض دی.
دا داسي یو آمر دی چې په ضعیف حدیث کې هم نه شو مېندلی چې مېرمنې له زدکړې منع شوي وي، نه یواځي نه شو مېندلی بلکې په پراخه پیمانه د زدکړې په اړوند آمر او تشویقې لار ښوونې او هدایات لروو.
دشریعت غوښتنو په بنأ تعليمي ماحول جوړول لازم او ضروري دی چې حجاب په تمامه معنی مراعات شي،د انجونو درسي ماحول له هلکانو بیل او د نصاب اصلاح او په عموم کې مناسب چوکاټ چې عبادت، اجراو دخدمت جزبه ولري جوړ کړی شي، او دا دومره وخت نه غواړي، دا ټولې چاري په داسي حال کې هم تر سره کېدی شي چې د ښوونې او روزنې دړې دټولو پرمخ پرانستلي هم وي.
لکه هوښیار او زړه سواند انجنیر چې د سرکونو دوباره ترمیم او جوړولو چاره داسي پلانوي چې سرک هم مرمت شي او د خلکو او سپرلیو دتګ راتګ مخه هم تم نه شي.
که د ودانیو نشتوالي دلیل وي راشئ دا کار وکړئ ،دا دومره ستر ستر کورونه موچې د زور واکونیولي،کولی شئ له دوي مکتبونه، مدرسي، پوهنځۍ او نور د ښوونې او روزني اداري جوړې کړئ، ټول ملت مو تر شاه ولاړدی.
اصل خبره…

فکري جمود په اسلام کې ځای نه لري، هر څوک چې خلاف کوي یا په دین نه پوهيږي او یاپه مجموع کې داسلامي ارزښتونو د تضعیف چارې برابروي.
د دین شارح او شارع سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دی،راځي یو څو بیلګې په دې اړوند د سیدنا رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) د حیات مبارکه په دور او صدر اسلام کې مطالعه کړو.
سیده رُفَيْدَةُ الأسلمية چې په رُفيدة بنت سعد او كُعَيْبَةُ بِنْتُ سَعْدٍ(رضی الله عنها)په نومومونو هم یاديږي جلیل القدره انصاریه صحابیه دی چې داسلامۍ امت د لمړي ډاکټرې او جراحې افتخار لري، او د خپل مسلک متخصصه وه
دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دصحابه وو درملنه ئې کوله، دغزواتو مجروحینو درملنه او جراحي عملیات ئې هم تر سره کول.

د حق او باطل په لمړي غزا(بدر) کې چې ناتوانه صحابه ئې کرام ټپیان شوي وو،تر پایه د هغوی وړیا درملنه سیده رُفَيْدَةُ الأسلمية  وکړه.
دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په هدایت نبوي مسجد خواکې ورته روغتون، چې د هغې وخت حالاتو اوتجهيزاتو  سره برابر وو جوړ کړی شوی وو.
دبدر غزا نومیالی غازي او داوس سترې قبېلې سر دار،حضرت سعد بن معاذ (رضی الله عنه) چې د خندق په غزا کې ټپي شو، درملنې لپاره دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په هدایت په همدې کلنیک کې بستر شو.
قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم) : اجعلوه فی خیمه رفيده التي فی المسجد حتی اعوده من قریب.
ژباړه: حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دحضرت سعد بن معاذ(رضی الله عنه) د درمنې په هدایت ورکولو وفرمایل: سعد د رفيدې هغې کېږدۍ ته یوسئ چې مسجد کې لګول شوې ده، له نیږدې به يې ګورم.
دخیبرغزا ته چې سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) چمتو والی نیوه سیده رفيده(رضی الله عنها) له خپل رغتیا پال ټیم سره( هغه مېرمني چې دې د طبابت په برخه کې روزلې وي) د سیدنا حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) حضورته حاضره شوه، عرض ئې وکړ: یا رسول الله(صلی الله علیه وسلم) اردنا ان نخرج معک، فنداوي الجرحی و نعین المسلمین ما استطعنا.
ژباړه: ای د الله (عزوجل) استازیه! موږ نېت کړی چې له تاسوسره په دې غزا کې برخه واخلو، د ټپيانو درملنې سر بېره به  د خپل وس سره سم د مجاهدينو مرسته کوو.
حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: ( علی برکة الله: د الله په برکت لاړي شئ).
دا غزا دبشریت په تاریخ کې دمېرمنو په اړوند دومره سترارزښتونه پرېښودل چې نن ټوله نړئ د تمغو په نازولو ترې ګټه اخلي خو افسوس دمسلمان په حال!
خیبر غزا بریالئ سوبې سره پایته ورسید، دسیده رفید اسلمي(رضی الله عنها) روغتیا پال ټیم په پوره اخلاص او سرخندنې خپل فعلیتونه تر سره کړل.
سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) نه یواځي رفیده اسلمي ته له غنایمونه دیو مجهز غازي سهم ورکړ بلکې ځینو نوروته ئې د شرف امتیازي تمغي (غاړکۍ) ورکړي.

سیده امیمه (رضی الله عنها) فرمايي : فلما فتح الله خیبر رضخ لنا من الفئ واخذ هذه القلاده التی ترین فی عنقي، فاعطانیها بیده فی عنقی، فوالله لا تفارقنی ابدا، وکانت فی عنقها حتی ماتت(ثم اوصت ان تدفن معها).
ژباړه: سیده امیمه (رضی الله عنها) فرمايي: کله چې دالله(عزوجل) په نصرت  خیبر فتح  شو، (حضرت رسول اکرم،صلی الله علیه وسلم)موږ ته  يې د فئ له مالونو څخه راکړل او دا کومه غاړکۍ چې زما په غاړه وینئ ، په خپل لاس يې زما په غاړه کې واچوله، په الله(عزوجل) قسم یادوم هيڅکله يې له غاړې نه وباسم، کله چې مړه شوه، وصیت يې وکړ چې ورسره دې خښه شي.
سیده رُفَيْدَةُ الأسلمية(رضی الله عنها) دسولې اوغزواتو په جریان کې د دباتوره ډاکټرې رول درلود ، نه یواځي ده به تداوي کوله بلکې دطبابت په برخه کې نورو ته هم روزنه ورکوله.
په هغه دور کې دې بي بي ګرځنده روغتون درلود چې په اوښانوانتقالیده او دامبولانس دنده ئې هم اوښانو تر سره کوو.
سیده رُفَيْدَةُ الأسلمية(رضی الله عنها) په مبارک نوم په اسلامي نړۍ کې یو شمېر هېوادونو د خپلو مدرنو او مجهزو مکتبونو نومنه هم په ویاړ نومولي.
په اردن کې د یو ستر پوهنتون (روفیدة الاسلامي پوهنتون) نوم لري. په عربي نړۍ کې د هلال احمر ستره جاېزه د همدې بي بي په نوم ورکول کیږي.

نه یواځي په اسلامي نړۍ کې نوم لري بلکې په همدې اروپايې هېواداېرلینډ کې هر کال د اېرلیندسلطنتي جراحي پوهنتون ممتاز محصل ته د بحرین پوهنتون په مرسته  د روفېده جاېزه ورکول کيږي.
سیده رُفَيْدَةُ الأسلمية(رضی الله عنها) تمام عمر ئې د صحابه ئې کرامو او عامو خلکو د روغتیائې چارو په خدمت او د مېرمنو په روزنه کې تېر کړل،نه یواځي ورته د خدمت او مننې چاري برابریدل بلکې په ویاړ سره ئې ټولو احترام کوو.

your ads

سیده رُفَيْدَةُ الأسلمية(رضی الله عنها) د هجرت په(۳۵ کال ) کې وفاته شوه، خو تر پایه ئې چا نه د کار مخ ونیوله اونه ئې د ښوونې او روزنې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب