کولیسترول څه شی دی؟

تعریف:

کولیسترول د وینی د غوړو څخه عبارت دی چه د ینی په واسط تولیدیږی، او د بدن د نورمالو وظایفو د پرمخ بیولو لپاره ضروری دی
کولیسترول په وینه کی د پروټینو سره په ترکیبی ډول موجود وی چه د دواړو ترکیب د لیپوپروتینو په نوم یادیږی.

د کولیسترول وظیفی:

– د بدن د حجراتو د باندنی طبقی جوړښت.
– حجراتو ته د قابل جذب موادو مشخص کول چه کومو ته اجازه ورکړی او کومو ته یی ورنه کړی چه حجری ته داخل شی.
– د جنسی هورمونونو په تولید کی هم دخیل دی.
– همدارنګه د ادرنال غدی د هومونو(کورټیزول،کورټیکوسټیرون، الدوستیرون او نورو) په تولید کی هم مهم رول لری.
– د صفرا په تولید کی هم مرسته کوی.
– د لمر د وړانګو په واسطه د ویټامن ډی په اخیستلو کی هم مرسته کوی.
– د هغه ویټامنونو په جذب او میتابولیزم کی هم مرسته کوی کوم چه په غوړو کی د حل کیدو قابلیت لری لکه:
( (Vitamin A, D, E & K.
– او همدارنګه د عصبی ریښو پوښل.

د کولیسترول یا لیپوپروټینو ډولونه:

۱ –  ټیټ غلظت درلودونکی لیپوپروټین یا Low density lipoprotein (LDL)
دا ډول لیپوپروتین یا کولیسترول د بدو لیپوپروتینو په نامه هم یادیږی، دا ډول لیپوپروتین، کولیسترول د ینی څخه حجراتو ته انتقالوی چه په نتیجه کی په حجراتو او د هغه په شاوخوا کی د هغوی ډیروالی د وینی د رګونو د تنګوالی او د هغه د دیوالونو د سختوالی  سبب ګرځی چه په نتیجه کی لوړ فشار ، د رګونو شکیدل او داسی نورو مشکلاتو سبب کیدای شی.
۲ – لوړ غلظت درلودونکی لیپوپروتین یا High density Lipoprotein (HDL)
دا ډول لیپوپروتین د ښه لیپوپروتینو په نوم هم یادیږی، دا ډول لیپوپروتین ، کولیسترول د بدن د حجراتو څخه ینی ته انتقالوی  او په ینه کی ټوټی کیږی او د بدن څخه خارجیږی. چه په نتیجه کی د رنګو د تنګوالی څخه مخنیوی کیږی.

۳ – ترایګلایسرایډ  Triglycerides
ترایګلایسرایډ یو کیمیاوی ترکیب دی په کوم کی چه په ډیر مقدار غوړ موجود دی، دا ترکیب د وینی په پلازما کی موجود وی، نوموړی غوړ زموږ د غوړوغذایی موادو څخه کوم چه موږ یی په ورځنیو خوړ کی اخلو منشه اخلی او همدارنګه په بدن کی د نورو غذایی مواد لکه قندی مواد او داسی نورو څخه هم جوړیږی کوم چه زموږ د بدن د مصرف څخه زیات شی، نوموړی مواد د بدن په شحمی حجرو کی ذخیره کیږی او د ضرورت په وخت کی په مصرف رسیږی.

د کولیسترولو اندازه:

– مطلوبه اندازه 200mg/dL .
– د اخرین سرحد اندازه 200- 239mg/dL
– لوړ حد 240mg/dL   او تر د پورته.
د لوړ کولیسترول خطرونه:
– د وینی د رنګونو د دیوال سختوالی او تنګوالی.
– د زړه د رنګونو ناروغی او تنګوالی چه په نتیجه کی د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن نه ریسیږی.
– کله چه د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن ونه رسیږی د زړه حملی او حتی د زړه د ودریدو او مرګ سبب کیږی.
– دا چه د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن ونه رسیږی د سینی درد او نارحتی یا خناق صدری را مینځ ته کیږی.
– د وینی د رګونو ناروغی.
– د زړه وړی او غټی حملی چه کیدای شی د زړه د ودریدو او مرګ سبب شی.

your ads

د وینی د لوړ کولیسترول نښی:

– خناق صدری یا د سینی درد چه د غاړی چپ لاس معدی او شا خواته انتشار مومی.
–  د تمرین یا ګرځیدو په وخت کی د لینګیو دردونه، چه د وینی د رګونو د تنګوالی له وجی مینځ ته راځی.
– په وینه کی د لختی یا غوټی مینځ ته راتلل چه کیدای شی د وینی د رګونو د بندیدو سبب وګرځی، او همدارنګه د وینی د رګونو پری کیدل یا سوری کیدل.
– د بدن د پوستکی خصوصآ د سترګو په شاوخوا پنډی زیړ رنګه لکو را مینځ ته کیدل.

د وینی د لوړ کولیسترول اسباب:

– غذایی رژیم : هغه غذایی مواد چه په لوړه اندازه کولیسترول لری لکه: هګی، پښتورګی، بحری غذایی مواد، لبنیات، حیوانی غوړی لکه کوچ، د مال غوړی، وازګی سپینی غوښی .
– د فزیکی کار او تمرین کموالی یا نه کول، ځای په ځای کښیناستل او پریوتل د کولیسترولو خصوصآ د بدو کولیسترولو د لوړیدو سبب ګرځی.
– د وزن زیاتوالی.
– د مخدره موادو خصوصآ سګریټو زیات استعمال د بدو کولیسترولو د زیاتیدو سبب کیږی.
– د الکولی مشروباتو استعمال.
خطرناک فکتورنه کوم چه د تداوی او وقایی وړ هم ندی:
– کورنی تاریخچه ، هغه کسان چه د زړه د ناروغانو او لوړ کولیسترول درلودونکی مخکنی واقعی ولری مثلآ که د چا پلار ورور مور او داسی نور. د لوړ کولیسترول تاریخچه  درلودله نو تاسی هم په خطر کی یاست کیدای شی ورباندی اخته شی.
– د کولیسترول لوړه اندازه په نارینه وو کښی نسبت ښځو ته زیاته ده یعنی نارینه نسبت ښځو ته زیات په د ناروغی اخته کیږی.
– هغه ښځی چه تر وخت مخکی شنډیږی یعنی میاشنی عادت یی بندیږی نسبت هغه ښځو ته چه ناوخته شنډیږی د کولیسترول د لوړیدو په ناروغی ډیری اخته کیږی.

تشخیص:

– د کولیسترول اندازه د لابراتواری معایناتو په وسیله کیدای شی، د کولیسترول د اندازی لپاره مریض باید د معایناتو څخه ۱۲ ساعته مخکی هیڅ شی باید ونه خوری ، او ورسته بیا د وینی نمونه د مسول کس له خوا اخیستل کیږی ، په وینه کی باید د LDL, HDL  او Triglycerides  دری واړو اندازه معلومه شی.

تداوی:

1. د ژوند څرنګوالی : خصوصآ هغه کسان چه کورنی تاریچه ولری او یا هغه ښځی چه د وخت نه مخکی شنډی شویوی لاندی ټکی په نظر کی ولری:
– زیات فزیکی فعالیت باید وکړی ، (کارد وکړی و د ګرځی حد اقل ۳۰۰۰ متره او یا تر د زیات باید روزانه په پښو وګرځی)
– په خپل ورځنی خوراکی رژیم کی د له میوی، سبزی، حبوبات ( لوبیا، نخود، دال ماش او داسی نور) د وربشی ډوډی او ښه غوړی خصوصآ هغه غوړی چه مایع وی او کولیسترول و نه لری استفاده وکړی.
– هغه خواړه چه  په  حیوانی غوړو کی تیار شوی وی، خپله حیوانی غوړی لکه زیړ غوړی، وازده، کوچ، سپینه غوښه، همدارنګه ځینی نور خواړه لکه  ینه، هګی، پښتورګی، لبنیاتو څخه باید کمه استفاده وکړی او یا یی هیڅ و نه خوری.
– د شپی له خوا حد اقل باید ۸ ساعته خوب وکړی.
– که یی وزن لوړ وی کوښښ د وکړی تر څو خپل وزن نورمال حد ته کښته کړی.
–  د الکولی مشروباتو استعمال باید بند کړی.
– د مخدره موادو خصوصآ سګریټو له څکولو څخه جدآ ډډه کړی
2. د دوا په واسطه تداوی:
– د دوا په واسطه تداوی باید د ډاکترصاحبانو له خوا وشی هیڅ مریض باید په خپل سر دوا استعمال نه کړی.
زه  دځینی دوا ګانو چه د لوړ کولیسترول درلودونکو مریضانو لپاره توصیه کیږی، ځوانو ډاکترصاحبانو د معلوماتو په خاطر یاداوری کوم خو په توصیه کی یی باید د ډیر احتیاط څخه کار واخیستل شی.
a. Statins (HMG-CoA reductase inhibitors): دا دواګانی هغه انزایم چه په ینه کی د کولیسترول د تولید یا تنبه سبب کیږی نهی کوی، چه په نتیجه کی د کولیسترول تولید کمیږی او په وینه کی یی اندازه کمیږی، چه عبارت دی له: Atorvastatin, Fluvastatin, Lovastatin, Pravastatin, Rosuvastatin او Simvatatin د تابلیت په شکل ۱۰ او ۲۰ ملی ګرامه په بازار کی پیدا کیږی مقدار یی د ۱۰ څخه تر ۲۰ ملی ګرامه د ورځی یوه پلا توصیه کیږی.

 جانبی  عوارض یی عبارت دی له:

قبضیت، سردرد، د نس درد او اسهال څخه.
b. همدارنګه Aspirin تابلیت د ورځی ۷۵ څخه تر ۱۵۰ ملی ګرامه پوری توصیه کیږی، په یاد ولری چه اسپرین تر ۱۶ کاله کښته عمر کم ماشومانو کی نه توصیه کیږی.
c. ترایګلایسراید کښته کوونکی درمل لکه : Gemfibrozl, Fenofibrate,  او Clofibrate په هغه صورت کی چه ترایګلایسرایډ جګ وی توصیه کیږی.
d. Niacin یا د B ویتامین درلودونکی غذا ګانی او همدارنګه درمل هم  ښه کولیسترول او هم بد کولیسترول کښته کوی نو په هغه صورت کی چه ښه کولیسترول یا HDL ډیر کښته نه وی توصیه کیږی.
e. هغه مریضان چه د وینی لوړ کولیسترول ولری او ورسره د وینی لوړ فشار هم ولری هغوی ته ACE inhibitors,ARBs , Duiretics, Beta-blockers,   او Calcium Channel blockers ورکولای شو، په یاد ولری هغه مریضان چه د زړه ضربان یی کم وی بیتا بلاکر درمل ورته نه توصیه کیږی.
Angiotensin receptor blocker (ARBs) لکه: Candesatan, Losartan, Eprosartan   او داسی نور.
ACE inhibitors لکه: Captopril, enalopril, lisinopril او داسی نور.
Beta-blockers لکه: Atenolol, Propranolol, Metoprolol, Timolol, Bisoprolol او داسی نور.
Calcium Channel blockers لکه: Verapamil, Diltiazem, Nifedipne, Isradifine, Nicardifine او داسی نور.
Duiretics لکه: Furosemide, thiazide, Aldactone, Microzide اوداسی نور.

دوکتور رحمت الله رحمت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب