هغه مقدسه دنده چې نن سوداګريزه شوې ده

پدې باندې ټوله پوهيږو چې د انسان ژغورل څومره ستر خدمت دی! او څومره الله پاک ته خوښ دی! آن تردې چې الله پاک د يوه انسان ژغورنه د ټولو انسانانو د ژغورلو معادل ګرځولېده او فرمايي: وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا.يعني څوک چې يو نفس ژوندی کړي داسي مثال لري لکه ده چې ټوله خلګ ژوندي کړي وي.

مفسرينو ليکلي دي: دلته د نفس ژوندي کول عام دی که په عفوه سره د وژلوڅخه وساتل سي، که په اوبو کي د غرقېدلو څخه وساتل سي، که په اور باندي د سوځېدلو څخه وساتل سي او که د نورو اسبابو څخه د هلاکت وساتل سي د ټولو لپاره همدغه حکم دی چې د يوه انسان ژغورل معادل دي د ټولو انسانانو د ژغورلو سره او هدف ددې مقايسې څخه د انساني ژوند د اهميت ښکاره کول دي چې هرڅوک يې بايد په اړه خپل کوښښ وکړي.

چې د انسانانو په ژغورونکو کي ډاکټران هم داخل دي ځکه دوی هم د درملني له لاري د ناروغانو ژوند ژغوري او د الله پاک په مرسته د انسانانو وژونکي ناروغۍ معالجه کوي خوله بده مرغه چې اوس د ډاکټرۍ او طبابت څخه هم د تجارت يوه لاره جوړه سوېده، ددې پر ځای چې دغه مقدسه دنده دي د انسانانو د ژغورني لپاره وکارول سي د پيسو د پيدا کولو او ډېرولو لپاره کاريږي.

ډيری کسان چې د دوولسم څخه د فراغت وروسته د طب پوهنځی انتخابوي د لومړي سره څخه يې باعث دا وي چې ددې لاري څخه ډېري پيسې لاسته راځي، نو ځکه يې موږ وينو چې کله د طب پوهنځي څخه فارغ سي او د ډاکټر په صفت خپل دنده پيل کړي ډېره توجه يې د پيسو پيدا کولو ته وي نو ځکه ډېری ډاکټران د لاندي خطاګانو مرتکب کيږي:

۱ – ده په يوه برخه کي زده کړي کړيوي خو د خلګو د خطاايستلو لپاره پر خپله نسخه او تابلو باندي ځان د ډېرو ناروغيو معالج او يا متخصص معرفي کوي.

۲ – د خلګو څخه تر ضرورت اضافه فيس اخلي.

۳ – بېله دې چې معايناتو ته اړتيا وي ناروغان معايناتو ته استوي چې ځيني ډاکټران د لابراتوار سره شريکان هم دي.

۴ – بېله دې چې د ناروغ د ناروغۍ تشخيص وسي ناروغ ته د مياشتو مياشتو درمل ورکوي.

۵ – د درملو د شرکتونو سره د فيصدۍ په حساب تړون کوي او کوښښ کوي چې ډېره دوا وباسي تر څو فيصدي ډېره ترلاسه کړي او ډېري پيسې وګټي.

۶ – ناروغ ته سمه مشوره نه ورکوي بلکي ناروغ د ځان ګيراک او مشتري جوړوي چې تل ورته مراجعه وکړي فيس ځيني واخلي او خپله دوا ورباندي وپلوري.

۷ – بې کيفيته دواګاني ناروغانو ته ورکوي ددې پر ځای چې ناروغ ته ګټه وکړي ناروغ ته تاوان کوي او د درملو معتاد يې جوړوي.

۸ – نسخه داسي ليکي چې تنها هغه دده درملتون والا يې ويلای سي نور درملتونونه يې نسي ويلای دا ځکه چې ناروغ مجبور سي تر څو دده د درملتون څخه دوا رانيسي.

۹ – هغه ناروغان چې عملیاتو ته اړتيا نه لري دوی یې عملیات کوي.

۱۰ – پدې خاطر چې دده ټول ذهنيت د پيسو راټولو ته متوجه وي نو د مراجعينو حالت په نظر کي نه نيسي او تر چسپيدو پوري کوښښ کوي پيسې ځيني واخلي.

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب