د زړه د حملې تر ټولو ستر لامل څه دی؟

د زړه حمله د نړۍ وژونکو ناروغیو له ډلې ده، چې هر کال د نړۍ په کچه د میلیونونو انسانانو ژوند اخلي. د دغې ناروغۍ ستر لامل د ورزش نه کول او غیر صحي خواړه ښوول شوي دي.

خو په دې وروستیو کې په کاناډا کې ترسره شوې نوې څیړنې ثابته کړه که چېرې د غوسې پر مهال انسان ورزش ته مخه کړي نو دغه عمل د زړه د حملې گواښ څو چنده زیاتوي.

د دغې کاناډايي څېړنې د موندنو پر بنسټ که چېرې انسان ډېر په غوسه وي نو د ورزش کولو څخه باید د غوسې تر سړېدو صبر وکړي.

د کاناډا په مېک ماسټر پوهنتون کې ترسره شوې څیړنې پر بنسټ که څه هم له ملگرو او دوستانو سره جگړه یا په دفتر کې له نهيلي کوونکې ورځې وروسته فزیکي ورزش یو ښه فکر بریښي خو په دغه حالت کې فزیکي فعالیت د زړه د حملې لامل گرځېدای شي.

د دغې څېړنې پر بنسټ که څه هم په دغه انسان کې له وړاندې د زړه د ناروغیو نښې نه وي لیدل شوي، خو بیا هم د زړه د حملې او د غوسې پر مهال فزیکي فعالیتونو تر منځ ژوره اړیکه شته.

په څېړنې کې د ۵۲ هېوادونو د زړه د حملې ۱۲۰۰۰ ښکار شوو کسانو معلومات تر څېړنې لاندې نيول شوي او په پایله کې څرگنده شوه چې په احساساتي ډول خپه یا د غوسې پر مهال فزیکي فعالیتونه ترسره کول د دغې ناروغۍ تر ټولو ستر لامل دی.

څېړونکو د څیړنې په پایله کې ویلي، چې د غوسې یا ذهني نهيلۍ پر مهال د زړه د حملې خطر درې چنده زیاتیږي خو که چیرې دغه وخت ورزش وشي نو دغه خطر درې چنده نور هم زیاتیږي.

څیړونکي وايي، چې تر دې دمه په څرگند ډول د دې لامل په موندلو نه دي بریالي شوي خو دغه گواښ سره د هر عمر انسان مخ دی او که چېرې احتیاط ونه کړي نو د زړه له حملې سره به مخ شي.

څېړونکو په دې اند دي، چې سخت ذهني یا بدني حالت پر مهال د وینې فشار او د زړه درزا سرعت ډیر زیات وي چې له امله يي د وینې په رگونو کې د وینې گرځیدل چټک کیږي او زړه د وینې له کموالی سره مخ کیږي ځکه چې په دغه حالت کې د وینې شریانونه له یو لړ ستونزو سره مخ کیږي.

طبي څیړونکو خلکو ته مشوره ورکړې چې د غوسې یا ذهني فشار پر مهال هېڅکله باید د ورزش هڅه ونه کړي که څه هم هیڅ ډول د زړه یا کومه بله ناروغي ونه لري.

له دې وړاندې هم د زړه د حملې اړوند گڼې څېړنې ترسره شوي او له دې ناروغۍ څخه د خلاصون او یا پرې نه اخته کېدو لپاره د فزیکي فعالیت او خپلو خوړو ته د بیا کتنې وړاندېز کېده خو دغې څېړنې د زړه د حملې تر ټولو ستر لامل چې له خوړو سره هیڅ ډول اړیکه نه لري په ډاگه کړ.

یوازې په امریکا کې په اوسط ډول هر کال ۶۱۰۰۰۰ کسان خپل ژوند د زړه د حملې له امله له لاسه ورکوي یا په نورو ټکو په څلورو کسانو کې یو تن خپل ژوند د زړه د حملې له امله له لاسه ورکوي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د ۲۰۰۸ د راپور پر بنسټ هر کال نړۍ کې ۱۷.۳ میلیونه کسان د زړه د حملې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب