ږیره خرېیل او مهلکې ناروغۍ؟

په مخ باندې د ږیرې پرېښودل که له یوې خوا د مسلمان له پاره یو سنت عمل ده له بل پلوه تاسو له یوې وژونکې باکتریا څخه هم ژغورلای شي.
د امریکا په بوسټن ایالت د بریګهم اینډ ویمنز روغتون کې د یوې څېړنې له مخې ویل شوي چې د ږیرې په نوم د ا نسان په مخ باندې موجوده وېښتان د روغتیا له پاره ګټور دي.
دا څېړنه په یاد روغتون کې د ږیره لرونکو نارینه کاریګرو په مخونو باندې ترسره شوې او دا ثابتوي چې د دواګانو په وړاندې د مقابله کوونکې باکتریا څخه زیات تحفظ ورکوونکی شی ږیره ده.
د ۴۰۸ نارینه وو د څهرو له څېړلو وروسته ډاکټرانو ویلي چې د ږیره خرېلو کسانو په غاړې(مرۍ) باندې د MRSA په نوم باکتریا د موجودګۍ خطر درې برابره زیات دي.
ډاکټران زیاتوي له مخ څخه د ږیرې د وېښتانو لرې کول په پوستکي باندې نري خاپونه جوړوي چې دا په خپله بکتریا خپل لورته ور کشوي.
د MRSA باکتریا له امله زیاتره انسان د هډوکو، بندونو، د تشو متیازو(بولو) د وینې جریان، د زړه او پړپوس په ګډون د یو شمېر وژونکو ناروغیو ښکار کیږي، چې وقایوي علاج او درملنه یې یوازې د ږیرې په پرېښودلو سره کیدای شي.
ددغه تحقیقاتي راپور انګلیسي بڼه په جنرل آ ف هاسپټل انفیکشن کې مجلې کتلای او لوستلای شئ.//کلیم الله صادق

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب