مهمل څه ته وايي؟

په ډکشنریو او ژبنیو بحثونو کې ځینو لفظونو ته مهمل وایو او منظور مو معمولا دا وي چې دغسې لفظونه که څه هم معنا نلري خو په خبرو او جملو کې راځي او د یوه ترکیب برخه وي، لکه په ( ناسته پاسته ) کې دا دویمه برخه. دلته پوښتنه پیدا کېږي چې که ( پاسته) بې معنا وي نو ( ناسته پاسته) څنګه د ( ناسته ولاړه) یا( راشه درشه) مترادف وبولو ؟

ځواب دا دی چې مهمل توکی په یوازې ځان بې معنا وي خو چې له هرې کلمې سره یې د جوړه کېدو امکان وي، د هغې معنا ورخپله کړي او د دوی دواړو ترکیب یوه داسې نوې معنا وزېږوي چې د هغې کلمې تر خپلې معنا د وسعت یا شدت یا تاکید په لحاظ معمولا یو څه زیاته وي. د ( معمولا) قید مې ځکه راوړ چې استثناآت پکې شته.

له یو چا سره ناسته، ممکن یو ځل ناستې ته اشاره وکړي خو ناسته پاسته ډیر ځله ناستې ته اشاره کوي او د ناستې ولاړې مفهوم رسوي. کوږ دیوال ممکن یو ځای کوږ وي خو کوږووږ دیوال څو ځایه کوږ دی. ( ووږ) چې د ( پاسته) په شان یوازې نه راځي او په مستقل ډول معنا نلري، مهمل یې بولو.

په لنډیو کې اورو:

دا مخامخ ناسته دې ښه ده

دا شاوخوا ناسته دې اور رالګوینه

دلته وینو چې ( ناسته) بې ( پاسته) هم راځي او مستقله معنا لري، حال دا چې مهمل د یو چا د سیوري غوندې دی چې  تر هغه کس وروسته وړاندې روان وي او ترې بېلېدای نه شي.

خوشحال خټک فرمایي:

زیارت میارت بانه کا د رنځورمنځور پوښتنه

چې لاړه په هر لور شي، له هر چا سره خوارېږي

دلته، مهمل توکو د زیارت او رنځور معنا وسیع کړې ده. د شاعر مطلب دا دی چې زیارت یا زیارت ته ورته بل څه او رنځور یا د رنځور غوندې بله موضوع پلمه ګرځوي او…

د خوشحال خټک زوی سکندر خټک چې خپل ورور بهرام خان د سردارۍ لپاره مناسب نه ګڼي نو د نیوکې په نیت د هغه د خوړو په باره کې وایي:

پیاز، مولۍ، شلغم، زردک، سابه مابه خور

تر هر څه ورته بهتر دی دا طعام

دلته هم له ( سابه مابه) څخه سابه او د سابو غوندې نور خواړه منظور دي.

مهمل لرونکي ترکیبونه چې د اسم نقش ولري، معمولا د اصلي کلمې په معنا کې وسعت راولي او د مهمل برخه یې د ( داسې نور) معنا ښندي.

خو هغه مهمل لرونکي ترکیبونه چې د ستاینوم وظیفه په غاړه ولري، معمولا د شدت او تاکید مفهوم پکې نغښتی وي.

په ( ځولۍ ګلونه) کې لولو:« بچي به یې نهر نهور ستا او زما په کوڅو کې ګرځېده.» ۱۰۶ مخ

( نهر نهور) د ( نهر ) په معنا کې شدت پیدا کړی دی.

د مهمل اسمي ترکیبونه ممکن د یوه شي د بې اهمیته ګڼلو لپاره وکاروو. سکندر خټک چې ( سابه مابه) یادوي، د سابو د بې اهمیته کولو احساس راکوي، یعنې په دې نه ارزي چې د ټولو ډولونو نوم یې واخیستل شي.

  په سبکي لحاظ، مهمل لرونکي ترکیبونه د لیکنې موسیقي زیاتوي، د لیکنې طرز غیررسمي ګرځوي او اسمي ترکیبونه یې د اختصار سبب کېږي. د اختصار سبب ځکه ګرځي چې په ( داسې نور) کې ډیر څه شاملېدای شي؛ موسیقي ځکه زیاتوي چې مهمل توکی په لږه یا زیاته اندازه د ترکیب د اصلي کلمې بیاځلي بڼه ده او غیر رسمي انداز پکې ځکه زیات احساسوو چې مهمل توکي د ولس له ژبې سره تعلق لري او په رسمي لیکنو کې خو په دې دلیل هم ډډه ځنې کېږي چې په معنا کې یې ابهام شته.

که مهمل سم وپيژنو، د قاموس لیکنې په چاره کې به بهتري راشي، د ګرامر یوه برخه به له ابهامه راووځي، د نویو کلمو جوړوونکي او د نااشنا معناګانو شنونکي به په خپل کار کې لا زیات لاسبري شي او د هنري آثارو لیکوال به د هغو کلمو  په استعمال کې زړه نا زړه نه وي چې په ترکیب کې یې مهمل توري هم شامل دي.

زما په ګومان ډیرو لیکوالو به شاید په دې وجه د مهملو توکو له استعماله ډډه کړې وي چې د لیکنې معنا او معیار ته یې صدمه ونه رسېږي.

په پښتو کې د مهمل پیژندنې په اړه ډیر مهم ګام استاد مجاور احمد زیار اخیستی دی. استاد په خپل کتاب ( پښتو ویبپوهنه او وییرغاونه) کې چې په ۱۳۹۶ کال کې دانش مطبعې چاپ کړی ، د هغو ترکیبونو په اړه چې کلمه پکې ټوله یا څه ناڅه تکرارېږي، مفصل بحث کړی دی او مهمل لرونکي ترکیبونه یې چې کلمه پکې د یوه توري یا څو تورو په تغییر سره تکرارېږي، په همدې بحث کې شامل کړي دي.

په ذکر شوي کتاب کې د مهمل په اړه د استاد څېړنه، د کابو هرې څېړنې په څېر، طبعا داسې څه لري چې اتفاق ورسره ونه شي خو د استاد مهم کار دا دی چې په وییرغاونه کي یي د مهمل نقش او په ترکیبونو کې یې د مهمل ځای رامعلوم کړ او په دې ډول په پښتو ژبه کې د مهمل په اړه تحقیقاتو یو چوکاټ وموند.

هغه کلمه چې په رغښت کې یې حد اقل دوې بسیطې کلمې شاملې وي او  په شریکه یوه نوې او درېیمه معنا وزېږوي، ترکیب بولو. لکه، سرلاری، اورګاډی،نن سبا، وطندوست… د استاد الفت جمله ده:« نن او سبا هغه دوه مېلمانه دي چې یو ځي او بل راځي.» دلته نن او سبا مستقل الفاظ او په خپله اصلي معنا راغلي دي خو کله چې وایم: د نن سبا په ودونو کې ډیر مصرف کېږي، نو له ( نن سبا) څخه منظور ( په دې وروستیو کې) دی. مطلب دا چې ترکیب په لږه یا زیاته اندازه یوه داسې معنا زېږوي چې رغنده کلمې یې په جدا، جدا ډول هغه معنا نلري.

( دلته مو منظور هغه ترکیب دی چې په قاموس کې د مستقلې کلمې په توګه معرفي کېږي، نه شاعرانه ترکیبونه، چې د هغو بحث بېل دی.)

 ترکیب معمولا له دوو بېلو کلمو رغېږي خو په یو شمېر نورو ترکیبونو کې یوه کلمه هوبهو یا په لږ یا ډیر تغییر سره تکرارېږي،لکه: خال خال(خال خال ډزې وې.) ، باغ باغ(زړه مې باغ باغ شو.)، تاو راتاو، چوپه چوپیا، ناسته پاسته…

مهمل د ترکیبونو له هغې کورنۍ سره تعلق لري چې کلمه پکې بشپړه نه بلکې د کلمې لږه یا زیاته برخه تکرارېږي.

د ترکیبونو یو بل ویش د خج له مخې کولای شو. ځینې ترکیبونه د بسیطو کلمو په څېر د خج یو ځای لري. مثلا د ( وطندوست) د ویلو په وخت خج په دریمه څپه او د اورګاډي د ویلو په وخت خج په دویمه څپه راځي. خو په ځینو نورو ترکیبونو کې خج د ترکیب په یوه نه بلکې په دواړو کلمو باندې وي. د استاد زیار په قول:« د یوه یوازیني زور خج پر ځای یې دواړه رغنده توکي یو راز جلا جلا خجونه لري

پښتو، وییپوهنه او وییرغاونه، ۵۵۶ مخ

نن سبا، راشه درشه، ناسته پاسته… د هغو ترکیبونو مثالونه دي چې په دواړو رغنده توکو یې جلا جلا خجونه راځي.

نو مهمل د ترکیبونو له هغې کورنۍ سره تعلق لري چې د یوې کلمې توري پکې لږ یا زیات تکرارېږي او دواړه توکي یې جدا جدا خج لري.

 خو د جوړښت په لحاظ د مهمل او نورو ترکیبونو تر منځ یو بل فرق هم شته او هغه دا چې د مهمل لرونکو ترکیبونو رغنده توکي د نورو ترکیبونو برخلاف، بې له دې چې معنا یې بدله شي، په اسانۍ سره  جدا کېدای شي. د یوه ولسي حکایت لوستلو ته مو رابولم:

کوچی ونې ته ختلی و. د کوزېدو په وخت کې وېره ورولوېده ، رېږد واخیست اوله خدای سره یې ژمنه وکړه چې که روغ راکوز شي، سلامت غویی به خیراتوي. خو چې لږ راکوز شو، غویی په پسه او لږ وروسته پسه په چرګه بدل شو او چې د ځان او ځمکې تر منځ واټن یې کم ولید، په جراات سره یې ټوپ کړل او په هوا کې یې په لوړ اواز وویل: نه چرګه شته، نه پرګه! د خدای کړه و، پښه یې واوښته. له درده راتاوېده او ویل یې: خدای ګله ، ټوکې مې کولې!

دلته وینو چې ( چرګه ) او ( پرګه ) سره جدا شوي دي.

په ادبي غونډه کې ممکن یو شاعر د تواضع په خاطر ووایي چې : شاعر نه یم، ماعر یم. د ماسټر کریم د ( ځولۍ ګلونه) په ( بې ګناه) قصه کې لولو: خدای شته او تل به وي، نه خبر نه اتر.

د خوشحال خټک د یوه غزل بیت دی:

هیچیرې د شولو د سړی برکت نه وي

شل شي، شول شي، شوم شي چې همیش شولې کرینه

( شل شول) یا( شل و شول) مهمل لرونکی ترکیب دی او دلته وینو چې د ترکیب دواړه توکي د ( شي) په ذریعه سره بیل شوي دي.

که د چا ټوکه په بل بده ولګېږي او جنجال جوړ شي نو دریم کس ممکن ووایي: ده ټوکه کوله خو بوکه شوه! او په دې ډول د ټوکې بوکې تر منځ نورې کلمې راغلې.

د یادولو ده چې په دوه ځایه خج لرونکو ترکیبونو کې له مهمل هغو پرته ځینې نور مثالونه هم شته چې د ترکیب توري یې سره جدا کېدای شي خو دا مثالونه دومره ډیر نه دي، لکه په مهمل لرونکو هغو کې. مثال: « نه د چا مخ ګوري، نه د چا څټ» ( د غوره نثرونه یوه جمله) دلته د ( مخ و څټ) ترکیب توکي سره بیل شوي خو د ترکیب اصلي معنا په خپل حال پاتې ده.

مهمل لرونکي ترکیبونه په څلورو ډولونو ویشلای شو: په ځینو کې اول توکی او په ځینو نورو کې دویم توکی بې معنا او مهمل وي.دا هم ممکنه ده چې دواړه توکي یې بې معنا یا دواړه یې بامعنا وي.

 په (ناسته پاسته) یا ( زیارت میارت)کې دویم توکی مهمل دی او په ( جک جوړ) یا( اخلي پخلي) کې مهمل توکی په سر کې راغلی دی. په ( سوټ بوټ) کې دواړه توکي مهمل ښکاري او د ( نرناحقه ) یا ( سود سودا) ترکیبونه په ظاهره له بامعنا کلمو رغېدلي دي، مګر ( نر) او ( سود) د همدغو ترکیبونو په منځ کې معنا نلري او مهمل دي.

( نر) دلته ځکه مهمل دی چې خپله اصلي معنا نه لېږدوي بلکې د ( ناحقه) معنا یې تشدید کړې ده. محمدي صاحبزاده وایي:

پتنګ ولې نر ناحقه ځان پرې وسه

            ( د محمدي صاحبزاده دیوان، ۲۸ مخ)

د حیمد په ( نیرنګ عشق ) کې لولو:

نر ناحقه مرور ځنې په څنګ لاړ

په جوړه ترکیبونو کې کلمې له   یو بل سره د ترادف یا تناسب رابطه لري. په ( سم سهي ) کې دواړه کلمې مترادفې دي او په ( شر و شور) کې د ترکیب غاړې د تناسب رابطه سره لري او هغوی چې شر جوړوي، ممکن شور هم وکړي.

هغه مهمل لرونکي ترکیبونه چې دواړه غاړې یې په جدا حالت کې بامعنا کلمې دي، ډیر ځله  د متناسبو کلمو له جوړو په اسانه نه شو جدا کولای. ممکن استدلال وشي چې په( حساب کتاب) ترکیب کې ( کتاب) مهمل نه دی ځکه حساب کول، د خط او قلم کار دی او خط و قلم ته کتاب و کتابچه پکار دي. په ځواب کې ویل کېدای شي چې دلته( کتاب) د ( حساب ) معنا خپله کړې ده او مهمل دی.

په ځینو ځایونو کې که د دغسې ترکیبونو په اړه وروستۍ فیصله مشکله وي، په ځینو نورو کې ( لکه نرناحقه) مشکله نه ښکاري.  د ماسټر کریم د ځولۍ ګلونه په لاندې جمله کې د ( غم غرض) ترکیب لومړی توکی مهمل دی:«… او که د شریف کاکا په نورو کارونو کې لېوني منان چېرې هم غم غرض نه لرلو خو…» غم غرض خصوصا د پیښور خوا ته عام ترکیب دی، چې اصلي معنا یې له غرض او د بل په کار کې له کار نه لرلو سره تعلق لري او ( غم) پکې بې معنا دی، یعنې د همدې ترکیب په منځ کې بې معنا دی. موږ ویلای شو چې په ( غم غرض) کې ( غم) هغه ( غم) نه دی چې معنا لري او مستقله کلمه ده، بلکې یوازې بڼې یې سره ورته دي.

د دې لیکنې په ابتدا کې وویل شول چې مهمل توکی یوازې نه راځي او د ترکیب د اصلي کلمې معنا خپلوي. دغه خبره د  مهمل لرونکو ترکیبونو د هغه ډول په باره کې نه شو کولای چې دواړه توکي یې بې معنا ښکاري. البته، که د ماشومانو د ژبې ځینې ترکیبونه په نظر کې ونه نیسو، نور داسې ترکیبونه خورا کم دي چې دواړه توکي یې بې معنا وي خو د دواړو له ترکیب څخه یوه معنا راوځي. د دغسې ترکیبونو د توکو اصلي معنا ممکن هېره شوې وي، ممکن له هندي ژبو یا بلې ژبې راغلې کلمې وي او موږ ته بې معنا ښکاره شي، ممکن یو څه تغییر پکې راغلی وي او اوس ورباندې د بې معنا ټاپه لګوو، لکه ( لل ګل) چې د ( لال) او ( ګول) بدله شوې بڼه ده. نو که د هغو ترکیبونو په اړه چې دواړه توکي یې بې معنا ښکاري، زیاته مطالعه وشي، ممکن د بې معنا توکو شمیر نور هم کم او د نشت برابر شي.

په پښتوـ پښتو تشریحي قاموس باندې د دریاب ډکشنري یو امتیاز دا دی چې د دریاب مولفانو د مهمل د یادولو اړتیا ته پام شوي دي. مثلا ( دریاب) د ( خبر اتر) د توضیح په وخت لیکي چې ( اتر) یې مهمل لفظ دی. دې ډکشنري ( اتر) هم مدخل کړی او ورته لیکلي یې دي چې: (۱) اندام، توکي، د جسم هره یوه برخه،(۲) د خبر تابع مهمل… » د دریاب مولفانو چې د مهمل بحث ته پام کړی دی، د ( اتر) په اړه یې دا هم لیکلي دي چې د ( خبر) مهمل دی. که یې دا کار نه وای کړی، لوستونکی به نه پوهېده چې ( اتر) که ( اندام) ته وایي نو په ( خبره اتره) کې اندام ولې راغلی دی.

دریاب ډکشنري ( سود) او ( سودا) مدخل کړي دي مګر د ( سود سودا) ترکیب یې نه دی رااخیستی، حال دا چې په دې ترکیب کې ( سود) مهمل لفظ دی. د سود سودا معنا سودا او پیرېدنه ده او ( سود) یې په معنا کې نقش نلري، نو دلته مهمل لفظ دی. په ډکشنري کې به یا ( سودسودا) یوه کلمه ګڼو او بې شنلو به یې ( پېرنه) معنا کوو او یا که یې د دوو توکو مجموعه معرفي کوو نو دا به وایو چې ( سود) دلته مهمل او یا د دریاب په سبک د ( سودا) تابع مهمل دی.

استاد زیار په ( پښتو وییپوهنه او وییرغاونه) کې د مهمل ترکیبونو دا وروستی ډول ( چې دواړه توکي یې بامعنا کلمې ښکاري.) نه دي معرفي کړي او په همدې وجه یې د سود سودا، غم غرض یا کال و سرغوندې ترکیبونو لپاره د ترکیبونو په فهرستونو کې ځای یا لازم ځای نه دی پیدا کړی.

موږ د ( کال و سر) په ترکیب کې په ظاهره له بامعنا توکو سره مخ یو، مګر ( سر) دلته معنا نلري او مهمل یې باید وبولو. څرنګه چې د صفت او قید په نقش کې د ترکیب مهمل توکی د تاکید سبب کېږي، په ( کال و سر) کې هم، چې د زمان د قید وظیفه تر سره کوي، ( سر) د ( ټول) مفهوم رسوي او د ترکیب معنا ( ټول کال) راوځي.

نور الحبیب نثار وایي:

زه د سروې صنوبر ګلونه ګورم

که مې ګورې کال و سر ګلونه ګورم

په( سر و کار) او ( سرو سامان) کې لومړۍ برخه باید مهمل وبولو. کاظم خان شیدا وایي:

پاته شو هسې مرآت له سکندره

چې یې شو له حیرانیه سروکار

د ماستر کریم د ځولۍ ګلونه د دې جملې په ( کور و سر) ترکیب کې هم وروستی توکی مهمل دی:« دا لیونتوب یې د کندي کور و سر سړي ته معلوم و.» یعنې د کندي د هر کور سړي ته.

هغه ترکیبونه چې دواړه توکي یې بې معنا ښکاري ممکن  د طبیعت او ژویو د اوازونو د تقلید له مخې جوړ شوي او د انګینوم( اسم صوت)  ترکیبونه وي. دغسې تړنګونه په مهل لرونکو هغو کې نه راځي. البته، د انګینوم د ګڼو ترکیبونو او مهمل ترکیبونو د جوړېدو انداز سره ورته وي. ترپ و تروپ، شړپ و شړوپ د اسم صوت ترکیبونه دي، مګر په ( پړق و پړوق) کې باید دویم توکی مهمل وبولو.( د راحت افسانې )کې لولو:« د جامو پړق و پړوق و.» ۸۶ مخ.

استاد زیار په ( پښتو وییپوهنه او وییرغاونه ) کې د داسې ترکیبونو په لسګونو مثالونه راوړي دي چې د دوی په نظر دواړه توکي یې مهمل دي خو ځينې یې بسیطې کلمې ښکاري، لکه: کړکېچ، لالهاند ، تس نس. دغسې کلمې که په اصل کې ترکیبي هم وي خو اوس یې ژبه مرکبې نه ګڼي، هماغسې لکه ( ماښام) چې بسیطه کلمه ګڼو او دې ته نه ګورو چې په اصل کې ( نماز شام) دی.

استاد زیار په ( لل ګل) کې( ګل) مهمل بللی دی( پښتو وییرغاونه… ۵۹۴ مخ) حال دا چې د ( لال و ګول) یو څه بدله بڼه ده او دواړه توکي یې بامعنا دي.دریاب  ډکشنري (لل ګل) صفت بللی او د هغه مرکبوالي ته یې اشاره نه ده کړې. څرنګه چې دلته د اصلي کلمو بڼه بدله شوې ده نو بهتره ده چې د دریاب غوندې یې بسیطه کلمه وګڼو او د مهمل له بحثه یې وباسو. البته، که یې ترکیبي کلمه هم ومنو، د مهمل په بحث کې نه شاملېږي. ( لل ګل) دریاب او تشریحي قاموس حیران، وارخطا او پریشان معنا کړی چې تر ډیره حده د ( ګول) له معنا سره سمون خوري او  د راحت زاخیلي د ( پټ پټونی) کیسې په دې جمله کې یې د ( لال یعنې ګونګي ) معنا غالبه ده:« زړه مې په ټوپونو و، ژبه لل ګله او هغه ولاړ موسکی موسکی کېدو.» د راحت افسانې، ۹۰ مخ

د مهمل په بحث کې د یو څه ډاډمنو فیصلو لپاره دا ضرور ده چې د پښتو مهملونو کورنۍ وپیژنو.

 یو وخت موږ ګومان وکړ چې ( وټه) د ګټې مهمل نه بلکې بیله کلمه ده. د دې ګومان تر اغیز لاندې په کابل کې یوه مجله راووته چې ( وټه) نومېده. وروسته بیا د وټې ترکیبونه جوړ شول، وټه ایز خبرونه راووتل، وټپوهنه جوړه شوه، ټولنوټیز یو بل ترکیب شواو تشریحي قاموس وټې ته دوې معناوې ولیکلې: ګټنه، د اسعارو تفاوت.

البته، ( وټه) د عیب و نقص په معنا یو بیل لغت دی چې تشریحي قاموس هم مدخل کړی دی.  د علي محمد مخلص مصرعه ده: د روښان د یار کلام ثابت بې وټ دی ( د مخلص د دیوان ۴۸۶ مخ)

که د خلکو په ژبه کې یا پخواني ادب کې ( وټه ) په هغه معنا چې له اقتصاد سره تعلق لري، موجوده نه وي نو ( وټه ) باید مهمل وبولو، په تیره بیا دا چې د پښتو مهملونو د یوې کورنۍ غړې هم ښکاري: ګټه وټه، ګډه وډه، کږه وږه…

زموږ ځینې لیکوال ( دک) د ( دلیل) په معنا یو لغت ګڼي او جمع یې ( دکونه) ګڼي . تشریحي قاموس او دریاب ډکشنري ( دک) د علت، بانې او حیرانتیا په معنا یو لغت ګڼلی دی خو  زما په ګومان د وټې په څیر مهمل ښکاري، ځکه یو خو مې د ولس په ژبه کې او پخواني ادب کې نه دی لیدلی، اورېدلی او بل د مهملونو له یوې کورنۍ سره یې تړاو وینو. ځینې مهملونه د خپلې بامعنا جوړې د اول توري او کاف له یوځای کېدو جوړېږي. لکه: حق حیران( چې قاف معمولا کاف تلفط کوو او د مهل په بحث کې املا نه بلکې اواز اصل دی.)، جک جوړ او رک روغ.

لکه څنګه چې په مهمل توکو باندې د بامعنا کلمو ګومان کېدای شي، دغه راز دا هم ممکنه ده چې غیر مهمل کلمې مهمل راښکاره شي.  استاد زیار په ( ټوکې وشتې) کې دویم توکی مهمل بللی دی( وییرغاونه ۵۹۳ مخ)، حال دا چې مترادفې کلمې دي. محمدي صاحبزاده وایي:

د خبرې جوړول څه وشتې نه وي

         د محمدي صاحبزاده دیوان ۶۱ مخ

دغه راز استاد په ( کندې کپرې) کې دویم توکی مهمل بللی دی.( پښتو وییپوهنه… ۵۹۸ مخ) حال دا چې ( کپر) باید معنا داره کلمه وبولو او د ( کپرک) په بڼه خو په افغانستان کې عام استعمال لري.

لکه  څنګه چې مخکې وویل شول، د دریاب مولفانو د مهمل بحث ته پام کړی دی خو دا توجه نیمګړې ده. دوی د مهمل لرونکو ترکیبونو په باب واحده رویه نه ده خپله کړې. دریاب ( تالا ترغه) ( لوټ شوی) معنا کوي او ( ترغه ) پکې مهمل بولي، مګر بل ځای بیا ( ترغه) د لغت په حیث را اخلي او ( لوټ) یې معنا کوي نو که( ترغه) لوټ وي، بیا خو ( تالا ترغه) د مترادفو کلمو ترکیب دی.

دغسې ستونزې به تر هغو موجودې وي چې د مهمل په اړه واضح نظر ونلرو او پښتو مهملونه مو د ولس له ژبې او لیکل شویو آثارو په کافي اندازه راټول کړي او په کورنیو باندې وېشلي نه وي.

 موږ مخکې مهمل لرونکي ترکیبونه په څلورو ډولونو ووېشل. دلته به پخپله مهمل الفاظ د جوړښت په اساس وویشو. څرنګه چې موږ په پښتو کې د مهمل الفاظو زیرمه نه ده راټوله کړې نو هره ډلبندي چې کوو، هغه به اټکلي وي.

د پښتو مهمل توکو یوه اسانه ډلبندي داسې ده:

الف، هغه مهمل توکي چې د ترکیب د اصلي کلمې د اول توري په بدلانه سره جوړېږي، لکه زیارت میارت.

په دغه ډول کې تر ټولو زیات هغه مهمل توکي دي چې په ( میم ) سره پیلېږي او په دې طریقه په پښتو کې د تقریبا هر اسم او صفت لپاره مهمل جوړولای شو.

« څو ورځې پس د واده سامان جوړ شه او دواړو ډډو نه جانجیانو او مانجیانو پسې استازي او کاغذونه لاړل.»

            د راحت افسانې، ۱۱۳ مخ

« دا کړاو مړاو خو دنیا کې شته

            د راحت افسانې، ۶۰ مخ

له ( میم) څخه وروسته هغه مهملونه نسبتا زیات دي چې اول توری یې د اصلي کلمې د اول توري په ځای  ( پ)، ( واو) او ( الف) وي، لکه: چوچ پوچ( اولاد)، ناسته پاسته، مړ پړ، چل ول، ګټه وټه، خواره واره، اېغ نېغ، انې بانې،

« د کور مېرمن د ډېرې مودې نه ډکه پکه ناسته وه.» یعنې ډیره په قهر وه.

                د راحت افسانې، ۸۷

« په دې انشا کې که د فکر او معنا څه ښایست شته هغه په سادګۍ کې پټ دی او څه اېغ نېغ حسن پکې څوک نه شي لیدی.»

                 د غوره نثرونه سریزه، استاد الفت

تر دې راورسته ممکن هغه مهمل توکي زیات وي چې د اصلي کلمې د اول توري ځای پکې ( ب)،( چ) او ( شین)نیسي، لکه: تېر و بېر، ځل بل، ارجل برجل،غوړ چړ، نغده چغده، لاپي شاپي، ګپ شپ.

« اته سوه روپۍ نغدې چغدې غواړم

                   د راحت افسانې، ۸۷ مخ

د اصلی کلمې د اول توري په ځای د ځينو نورو توریو مثالونه هم شته:

  « خبره به درته له سره وکړم چې په موڼد کوڼد یې ورسې

                د راحت افسانې، ۶۰ مخ

(یادونه: دریاب ډکشنري ( مونډ کونډ) مرکب اسم بللی او هماغه معنا یې ورته لیکلې ده چې ( مونډ) یې لري، یعنې جرړه او اصل. څرنګه چې ډکشنریو ( مونډ) ته بله داسې معنا نه ده لیکلې چې له دغه ترکیب سره اړخ ولګوي، نو مهمل یې بللای شو.)

ب، په ګڼو نورو مهمل توکو کې د اصلي کلمې د لومړي مصوت ځای د ( واو) اواز نیسي، لکه: نهر نهور، جب جوب، ټک و ټوک. « واده اسان دی خو ټک ټوک یې ګران دی. »   د راحت افسانې، ۸۶ مخ

د انګینوم( اسم صوت )یو شمیر ترکیبونه هم په دې طریقه جوړ شوي دي، لکه: چړپ و چړوپ( په اوبو کې د یوه شي د لوېدو اواز) یا ډز و ډوز( د ډزو اواز)  چې د مهمل په بحث کې یې نه شاملوو.

په ځینو نورو مثالونو کې بیا په مهمل توکي کې ( واو) نه بلکې ( ی) راځي، لکه: ډول و ډیل، ټپ ټیپ،

« پوره اته کاله پس یو ټپ ټیپ سړی په همسا د مردان کچرۍ ته راغی

              د راحت افسانې، ۵۸ مخ

ج، هغه مهلمونه چې له اصلي کلمې سره هم قافیه وي، یوه بله کورنۍ ګڼلای شو، لکه کټ مټ، الم غلم، لام کلام،

«  ما دې خدای مړه کړي که به ما ابۍ سره لام کلام کړی وي.»   د راحت افسانې، ۴۵ مخ

یعنې خوله مې ورسره بېخي خوځولې نه ده.

ته څرګند یې دا غایبه

ستا په څېر ده کټه مټه

        د میرزا انصاري دیوان، ۱۱۵ مخ

(یادونه: لکه څنګه چې استاد زیار لیکلي دي په ( کټ مټ) او ( الم غلم) کې دواړه توکي مهمل ښکاري، نو بهتره ده چې دلته د اصلي کلمې د سر د توري د تکرار خبره ونه کړو او د قافیې د یووالي له نظره ورته وګورو.)

دال، د مهمل ترکیبونو په یو بل ګروپ کې د مهمل توکي او اصلي کلمې د سر توري سره یو شان وي او دا یې د موسیقي د رابطې بنیادي برخه وي، لکه غم غرض، کپ کوپ، منع مناعي

« هیڅ منع مناعي نشته.»  یعنې ممنوعیت نشته.

              د راحت افسانې، ۵۸ مخ

( شاړ) شنډ او بې حاصل ته وایی. د ( شولې شاړې) په ترکیب کې اوله برخه مهمل ده. د محمدي صاحبزاده وینا ده:

د غماز خبرې اورم شولې شاړې

             ( دیوان، ۴۰۵ مخ)

ه،   په پنځم ګروپ کې د مهمل لرونکو ترکیبونو خورې ورې کورنۍ شاملولای شو، لکه هغه کورنۍ چې د ( سر) لفظ پکې شامل دی او یا هغه مهملونه چې د بامعنا توکي د اول توري او کاف په مرسته جوړېږي. د دغو دواړو وړو کورنیو ذکر مو مخکې وکړ.

څرنګه چې مهمل کلمې د عام ولس له ژبې سره تعلق لري نو پکار ده چې د هرې سیمې او لهجې  بېل مهملونه راټول شي. ادکې مور چې د اوړي په غرمو کې په نکلونو ویده کولم، دا حکایت یې هم را اورولی و:

اوښ روان و، پام یې نه و، په یوه چونګښه باندې یې پل کېښود. چونګښې ورته وویل:

وه کږه وږه

پېغله نجل دې لاندې کړه

اوښ ورته وویل:

وه چیشتې پیشتې

ما ته څه لیدې

ما د لوړو غرو څوکې لیدې

چونګښې وویل:

ما دې خدای نکړي چیشته پیشته

زه یم ډېره ښایسته

زما ملالې سترګې په کابل کې نه دي شته

(چیشته پیشته) چې زما په مورنۍ لهجه یعنې غزنیواله پښتو کې د (د پوست موست) په معنا  خو د (پوست موست) برعکس په منفي انداز کې راځي، په دریاب او تشریحي قاموس کې نه وه. د راحت زاخیلي په مشهوره افسانه (کونډه نجلۍ) کې لولو:« په اوښکو یې د لوپټې پیڅکه خوشته پوشته شوه.» موږ په افغانستان کې معمولا ( خیشت) وایو.

که څوک وغواړي چې په پښتو ژبه کې د مهمل توکي په اړه تحقیق وکړي، په کلاسیکو آثارو، د ولس په ژبه او معاصر داستاني ادب کې به ډیر څه ومومي. په کلاسیکو آثارو کې مهمل توکي ډیر نه دي خو دغه مطالعه له درې جهتونو ګټوره ده. یو دا چې د مهمل توکو د استعمال د مخینې په اړه به یو روښانه تصور راکړي، بله دا چې د مهمل ترکیبونو د معنا د کره کولو او یا په معنا کې د راغلي تحول د څرک لګولو لپاره پکارېدای شي. دریم دا چې ممکن له دې خبر شو چې ځینې په ظاهره مهمل ترکیبونه په حقیقت کې مهمل نه دي او موږ یې یوازې معنا هېره کړې ده.

د استاد کامل او قلندر مومند لخوا د رحمان بابا تصحیح  شوی دیوان مې په لومړي ځل په ۱۹۸۵ کې ولوست. د چاپي تېروتنو کموالي یې خوشحاله کړم.

البته یو نیم ځای مې په نښه کړ چې ګویا سم لیکل شوی نه دی. په لاندني بیت کې د ( تاخت و پاخت) ترکیب ناسم راښکاره شو:

چې د مرګ و تاخت و پاخت وته نظر کړم

صورت وینم د مېږي په څېر پایمال

ما فکر وکړ چې په اصل کې به تاخت و تاز وي. خو په راوروسته کلونو کې مې د پښتو په یوه نیم بل کتاب کې هم د تاخت و پاخت ترکیب ولید. د حمید په نیرنګ عشق کې لولو:

خوار و زار خسته په آه و په فغان

فریادي له تاخت و پاخته د افغان

زه چې د ( تاخت و پاخت) له مهمل لرونکي ترکیب سره نااشنا وم، د بابا په دیوان کې مې د چاپي تېروتنې حکم ورباندې کړی و.

اسدالله غضنفر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب