د شپې لخوا کمپیوټر کاروونکو ته د خطر زنګ!

د څیړونکو یوې ډلې ویلي هغه څوک چې د شپې لخوا د ګروپونو رڼا ته مطالعه کوي، او همداراز د شپې لخوا کمپوټرونه کاروي صحت ته یې ډیر زیان رسوي.

څیړونکي وایې مصنوعي رڼا کیدلی شي د انسان په جسم کې د جنتیکي (Genetic) بدلونونو د رامنځته کیدو ستر او غښتلی عامل وګرځي چې له امله یې ښایې انسان په سرطان اخته شي او همداراز د چاغوالي سره مخ شي، دې نتیجې ته څیړونکي او پوهان له یو شمیر پيچلو څیړنو او اوږدو تجربو وروسته رسیدلې دي.

د نړیوالو څیړونکو او متخصصینو یوه ډلګۍ دې نتیجې ته رسیدلې ده چې مصنوعي او غیر طبیعي رڼا په بدن کې د میلاټونین (Melatonin) هرمونونو د ترشح سبب ګرځي، دا هغه هرمونونه دي چې انسان پرې د خوب احساس کولی شي.

دا څیړونکي او پوهان وایې د هغه خلکو په نسبت چې په کلیو او بانډو کې اوسیږي په هغو خلکو کې چې په ښارونو کې اوسیږي او د مصنوعي رڼا څخه ډيره استفاده کوي د چاغوالي پيښې ډيرې لیدل شوې دي.

دا څیړونکي توصیه کوي چې د خوب په وخت کې او د شپې لخوا باید تلویزونونه او کمپیوټرې او حتی موبایلونه ونه کارول شي.//ژباړه: محمد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب