د نشه يې توکو زيانونه

نشه له بدو عادتونو څخه ده چې زياتره نارينه برخه پرې اخته ده، نشه داسې زيات ضررونه لري، چې شمېر يې ناشونی دی، له نشې څخه هدف ټول نشه يې توکي دي، يواځې په سګرټو پورې محدوده نه ده، بلکې د نشې هر ډول ته شامل دی، که هغه سګرټ، نسوار، تمباکو، چرس، هيرويین، اپين، شراب او نور وي.
د نشه يې توکو ضررونه ډېر زيات دي چې ځينې يې تاسو ته په لاندې توګه بيانوو:
نشه انسان د زړه په ناروغۍ اخته کوي، شريانونه کلکوي، د وينې فشار لوړوي، هغه خلک چې نشه کوي ، زیاتره باندې د زړه حمله راځي. تنفسي سيستم خرابوي، چې انسان ته دوامدار ټوخۍ او د سينې التهاب پيدا کوي.
د سرطان مرض هم له نشه يې توکو د استعمال څخه منځ ته راځي، چې په ځانګړي توګه د سږو سرطان سبب ګرځي،
د نشې له امله معده هم له ځينو ستونزو سره مخ کيږي، زياتره نشه يان د معدې زخم په رنځ اخته دي.
داعصابو په کنټرول او ځينې حواسو باندې هم منفي اغېزه کوي، د مثال په توګه د ذائقې، باصرې، او شامې حواسو باندې. د حساسيت ناروغي هم له نشه يې توکو استعمال باعث دی.
نشه د وختي بوډاتوب سبب ګرځي.
دا ټولې ناروغۍ له همدې موادو څخه چې لوګي تر ې خيژي، پيدا کيږي، علماوو د دې موادو شمېره نژدې پنځه سوو ته رسولې، چې زياتره يې پټرولي، ګيسي او زهري، مواد دي.
تمباکو چې تقريبا له ۴۰۰۰څلور زرو مادو څخه ترکيب شوی، په هغه کې درې مادې ډېرې خطري دي، چې له کاربن ډای اکسايد، نيکوټين او قير عبارت څخه دي.
قیر انسان ته د سينې دوامداره ناروغۍ پيدا کوي، د سږې سرطان له همدې مادې منځ ته راځي، او قير وينې ته لومړی درجه کاربن اکسايد انتقالوي چې په وينه کې د هيموګلوبينو سره يو ځای کيږي او په سره وينه کې د اکسيجن اندازه کموي.
نيکوټين په سګرټو هم شته چې د وينې فشار لوړوي، او د زړه د حرکاتو د زياتېدو لامل ګرځي، نيکوټين داسې مواد دي چې د حشراتو په ختمولو کې ورڅخه ګټه پورته کيږي.
همدارنګه نشه يې توکي په عضلاتو کې د وينې حرکت کمزورۍ کوي چې د سينې دردونو سبب ګرځي.
په سګرټو کې ۱۳ديارلس مادې وجود لري، يو له هغه څخه د بنزبيرين ماده ده چې د سرطان ناروغي پيدا کوي.
همدارنګه نشه د سږو سرطان برسېره د شونډو، خولې، مرۍ، هوايې کڅوړو، معدې او مثانې سرطان سبب هم جوړېدلای شي، طبي احصائیات وايې چې هغه خلک چې په نشه يې توکو اخته دي له هغې څخه پنځه اتيا سلنه ۸۵٪ خلکه د سږو په ناروغۍ اخته دي.
کله چې د انسان اعضاوو ته نشه ورسيږي، نو هغه عضوه بیا د هيڅ شي حس نشي کولای، له دې امله بیا زیاتره حواس کار پرېږدي، همدارنګه د هاضمې سيستم هم کمزوری کوي، د احصائياتو له مخې هغه خلک چې د نشه يې توکو له امله د معدې په سرطان اخته دي، دهغه خلکو په درې چنده دي کوم چې په عادي حالت کې د معدې په سرطان اخته کيږي. له دې پرته هغه پلار يا مور چې نشه کوي، په اولاد باندې هم اغېزه کوي
د حافظې، او جنسي طاقت کمزورتیا هم له دې څخه منځ ته راځي، د پوستکي راټولېدلو او ګونجې کېدو، د غاښونو له منځه تللو او له خولې څخه د بد بوی وتلو سبب ګرځي.
له دې برسېره هغه کس چې نشه کوي، د هغه ٪۱۵سلنه خپله کش کوي، او ٪۸۵ سلنه لوګی نورو خلکو ته نقليږي.
افغاني ساينسپوه محمد عبدالغفار د (د لوګي ۹۹زیانونه دي) په نوم کتاب ليکلای چې په هغه کې يې د لوګي ۹۹زيانونه را ټول کړي.
آیا ته پوهېږی چې کله يو تن نشه پرېږدي څه پېښيږي؟
کله چې يو تن نشه پرېږدي، نو په اولو شلو دقیقو کې د هغه په صحت باندې مثبتې اغېزې ښکاره شي، په دې دومره وخت کې لاندې فعاليتونه سرته رسيږي:
د ويني فشار خپل عادي حالت ته راځي.
د زړه حرکتونه يې خپل اصلي او طبیعي حالت را ګرځي.
د لاسونو او قدمونو حرارت هم خپل اصلي حالت ته راګرځي.
خو له اتو ساعتونو وروسته لاندې فعالیتونه سرته رسيږي:
د لومړي اکسايډ اندازه په وينه کې خپل اصلي حالت ته ګرځي.
د اکسيجن اندازه خپل طبيعي حالت ته لوړيږي.
څرنګه چې په نشه کې دومره صحي زيانونه نغښتي دي، او له دې پرته ټولنې او اقتصاد ته هم تاوان دی، له دې ټولو څخه زمونږ سپيڅلي او مبارک دين کې پنځلس سوه کاله مخکې حرام ګرځولي، ځکه اسلام انسان خپل ځان ته له زيان رسولو منع کوي، پاتې خو لا بل مسلمان شو، له دې پرته اسلام د مال ضايع کولو او بې ځايه مصرفولو څخه هم منع کوي، د علماوو په اتفاق نشه په اسلام کې حرامه ده، نشه د انسان دين ته تاوان رسوي، هغه له ګناهونو څخه شمېرل کيږي، اسلامي دولت به دې خلکو ته مناسبه سزا ورکوي، تر څو ورڅخه منع شي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب