په پښتانه ټولنه کې د ښځې ځای

هڅې خو د ښځې د مقام په هکله ډيرې لوی لوی داعوې کېږي خو په حقيقت کې ان په ننني دور کې چې په نړۍ کې د جنس په بنياد هر ډول تفريق د بشر د منلي شويو شويو حقونو خلاف ګڼل کېږي                                                                                …
زمونږ په ټولنه کې د ښځې ځای د انغرې په حدودو کې تړلی دی .ان چې ښځه د هغو حقونو غوښتنه هم نه شي کولای چې قانون او مذهب دواړو ورته ورکړي دي                                                                                                                                                               .
ښځه که څه هم په وراثت او واده کوژدنې کې دبرخې او خوښۍ حق لري خو بې سوادۍ او ټولنې د هغو په ژبو مهر لګولی دی او که چېرې په ټولنه کې يو څوک د دې حقونو نه برخمن کېدل وغواړي نو هم په هغه وخت د کورنۍ نه بهر کېږي                                                                                                                                                                                                                                 .
او په ټولنه کې داسې ښځه ژوند نه شي کولای چې د کورنۍ لاس يي په سر نه وي                                                                       .
ښځې په بدو کې ورکول،په کوچنيتوب کې د هغو ودونه کول ،نارينه ماشوم ته د ښځينه ماشوم په پرتله زياته توجه کول،نارينه ماشوم ښه ښونځي ته استول او د نارينه ماشوم په زيږون ډزې او نورې خوشالۍ کول زمونږ په ټولنه کې عام رواجونه دي .
په کليوالو سيمو کې بيا دا ډول رواجونه نورهم کلک ټولنيزې بڼي لري لکه د نارينه ماشوم په زيږون لوی لوی بنډارونه خوشالۍاو مبارکۍ کيږي خو تر دې ترڅنګ که يوه ښځينه ماشومه پيدا شي نو په ټول کورکې ماتم جوړ شي .
د ماشومي مور ژاړې چې کورنۍ ترې نفرت کوي،سپيره او بدبخته يي بولي ،ميړه تر ډير وخت پورې د ښځې سره خبرې نه کوي او که مور يا ماشومه ناروغه شي او د ډاکتور يا درملو غوښتنه وکوي.
په وړې ناروغيو کې د ښځينه ماشوم مور د ډاکتور او درملو د غوښتنې جرات هڅچرې نه شي کولا
نو د کور نور خلک ورته پيغور ورکوي او ورته وايي چې “څه توره دې کړې ده چې لا ډاکتور هم غواړې “.
حال دادی چي دا هر څه په کورنۍ کې د نورو ښځينه کوچنيانو د سترګو وړاندې کېږي او تر دې دمه په ټولنه کې هڅچا هم دا سيړنه نه ده کړې چې په داسې ليدو کتو سره د ماشوم ذهن کې د خپل چاپيريال په هکله څه ډول عکس جوړېږي.
ايا دا يو بيماره ذهن ،يو ناروغه فکر او ګډوډ شخصيت نه رامنځ ته کوي؟
او بيا دا ناروغه انسان د ټولنې د زيږون دنده پر مخ بيايي ،نو څه فکر کېدای شي چې دا غم وهلې غم ځپلې به څه ډول انسانان زېږوي ؟
هم دغه رنګ د کوچني د مينځلو،ويدولو،قلارولو دنده د خور وي ،خير که خور شپږ کلنه او کوچنی يو کلن وي ،خو خور بايد خپلې ټولې د کوچنيتوب وړې وړې خوشالۍ د ورور په خوشلولو قربان کړي.
د کور ټولې ښځې او ښځينه کوچنيان د نارينو ورسته ډوډۍ خوري ،په دې موخه چې نارينو ته ډوډۍ کمه کوزه نه شي ،او که چېرې ناساپه ميلمه راشي نو بيا ښځې ميلمه ته خپله ډوډۍ ډير په خوښۍ ورکوي.
هم دغه رنګ ښځې په بدو کې ودول کېږي چې په کلتور کي ورته سوره ويل کېږي .
کومه ښځه چې په سوره کې ورکړل شي د هغې حال د مېړه په کور کې د يوې مينزی(وينزې) يا د غلامې ښځې نه هم بدتر وي .
دې ښځې ته په ژوند کې د کومې خوشالۍ حق نه وي ، د ټول کور چې په کې د مېړه مور او پلار،نيا،نيکونه،خويندې او تروياني اوسيږي، د هغو لپاره ډوډۍ پخول،په لاسو د هغوجامې منځل،د کور پاکې او د څاروو پالنه او ساتنه هم د دې غريبې په برخه وي ، او پر دې سربيره هره ورځ د هر چا له خوا وهل کېږي او پيغور کيږي .
دا ټول هر څه د ټولنې په وړاندې کېږي او که يو څوک د دې رواجونو نه ډډه کوي يا د دې په ضد يو اواز پورته کوي نو په ټولنه کې په هغه ژوند ګرانېږي ،او ان د ټولني څخه بهر کول کېږي .
نن که وګورو په توله نړۍ کې د پښتون قام ټولنه د فکر او پرمختګ په منډه کې تر نورو ټولوپاتې ټولنه ده.
او لامل يي دا دی چې لا خو په ټولنه کې ښځه چې د ټولنې تر نيميايي زياته شميره لري ،د بشر په توګه نه ده منل شوې
په ټولنيزو چارو کې ورته دنده نه ورکول کېږي ،د پوهنې او تربيي څخه لري ساتل شي ، نو څه اميد کيدای شي چې دا ټولنه به پرمختګ وکوي

سيدرحمان بهير

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب