درنو ځوانانو! له ناروا مینې ځانونه وژغورئ!

 

خوږو ځوانانو! دا یو ښکاره حقیقت ده، چې موږ په یوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوو، د همدې اسلام و ټولو سپارښتنو ته ځانونه ژمن ګڼو. چا چې دا راڼه، ځلانده او سپېڅلې فرمانونه را هستولې؛ هغه جل جلاله ته پخه او سوچه عقیده لرو. د ژوند ټول اړخونه مو باید د همدې زرین اسلام په چارچوب (چوکاټ) کې د ننه وي. د ځوانې زرین دور مو هم له دې سمسور او ګلورین چمن نه باید سرچینه واخلي.

نن، سبا یو لړ ځوانان په ناروا مینه او دوستۍ کې ښکېل دي، چې له امله یې له سختو کړاوونو سره مخ دي، د ژوند ګرانه سرمایه او زرینه دوره یې په اوبو لاهو ده، د سپېڅلې اسلامي دین و پاک حریم ته یې زیان اړولی، د راتلونکي تلپاتې کور د هوساینې او ارام موخه یې نیولې.

د الله پاک په سپېڅلې کتاب او نبوي احادیثو کې له ناروا مينې او عشق نه، په لري اوسېدو، په سختو ټکو ټینګار شوی. نر او ښځې ته سپارښتنه شوې، چې له پټې یارانې نه، ځانونه وژغورئ، یواځې د شرعي نکاح په ترڅ کې کولای شئ، چې یو له بل سره مینه وکړئ. په داسې شرعي مینه کې نه یواځې دا، چې ارام او سکون پروت دی؛ بلکې د اجر او ثواب جوګه هم ګڼل شوې.

خوږو ځوانانو په ټوله نړۍ کې حسین او ښکلی ځوان “یوسف” علی نبینا و علیه السلام و. د یوه روایت له مخې، ورته د ټولې نړۍ له ښکلا نه، یوه لویه برخه ور بښل شوې وه. له هغه علیه السلام مبارک نه، چې کله د ناروا مینې او محبت غوښتنه وشوه؛ نو هغه مبارک ستر څښتن ته په ډېره عاجزي داسې وویل – الله پاک ځیني حکایت کوي – :

{ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ…}

ژباړه: اې زما ربه! زندان ماته غوره ده تر هغه ناروا مینه، چې هغوی (زلیخا او د هغې ملګرې) یې له ما نه غوښتنه لري او ورته هڅوي مې.

هغه علیه السلام مبارک د همدې ناروا مینې د نه کولو له امله د تور زندان زولنې او ترخې ناخوالې د اوږده مهال له پاره په ځان ومنلې؛ خو یادې بدې کړنې ته تیار نشو، په داسې حال کې، چې هغه مبارک ښکلی او غښتلی ځوان و!

د قران کریم، حدیثونو او د هغه (یوسف) علیه السلام مبارک پیروي مو د ډېرو ناخوالو، بد امنیو او بد رنګیو موخه نیسي.

درنو ځوانانو! له همت نه، کار واخلئ، حلال کسب ته موخه کړئ، تر څو د مهر (ولور) لګښت وګټئ، په خپله خوښه د ژوند نږدې ملګری د شرعي په رڼا کې ولټوئ!

ډېر د تآسف ځای دی، چې زموږ د اسلامي ټولنې یو لړ ځوانان د پردیو د تګلارې ښکارشوي، د “ویلنټاینز ډي” (د عیسایانو د ناروا مینې ورځ) ورځ یې لمانځلې، هغې ته د درناوي په موخه یې یو بل ته د مبارکۍ سوغاتونه او پیامونه لېږلي. د سرچینو په وینا په زیاتو اسلامي ښارونو کې یاده ناسمه او ناروا کړنه تر سره شوې.

تر ټولو بده لا دا، چې ځیني ځوانان د “امردانو” بې ږیرې هلکانو سره ناروا او ناوړه مینه ساتي، چې دا تر ټولو ګناهونو سنګینه ګناه ده، الله پاک پرې نارازه کېږي.

لیکوال: م. حمد الله دانشمند

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب