څومره خوب ته اړتیا لرو؟

څو ساعته باید خوب وکړم؟

د مناسب خوب کولو په تړاو که څه هم ډیرې زیاتې څیړنې ترسره شوې، خو د خوب ملي بنسټ National Sleep Foundation وروستۍ څیړنه د مناسب خوب اندازه د شخص د عمر له مخې معلوموي.

یاده اداره د خوب کمه، زیاته او مناسبه اندازه د عمر په بیلا بیلو کلونو کې په ګوته کوي، چې په دې ډول ده:

۱ـ تازه زیږدلي ماشومان چې له (۰ ـ ۳) میاشتو پورې عمر ولري باید د ورځې د ۱۴ ـ ۱۷ ساعتو پورې خوب وکړي.

۲ـ کوچنیان چې د (۴ـ۱۱) میاشتو پورې عمر ولري، باید د ورځې ۱۲ ـ ۱۵ ساعته خوب وکړي.

۳ـ ماشومان چې د (۱ـ۲) کلونو پورې عمر ولري، باید د ورځې له ۱۱ـ ۱۴ ساعتو پورې خوب وکړي.

۴ـ ماشومان چې د (۳ـ ۵) کالو پورې عمر ولري، باید د ورځې ۱۰ ـ ۱۳ ساعتونو پورې خوب وکړي.

۵ـ هغه ماشومان چې ښوونځې ته ځي، باید د ورځې ۶ تر ۱۳ ساعتونو خوب وکړي.

۶ـ نوي ځوانان چې له ۱۴ ـ ۱۷ کلونو عمر لري، باید د ورځې له ۸ تر ۱۰ ساعتونو خوب وکړي.

۷ـ ځوانان چې له ۱۸ تر ۲۵ او هغوې چې له ۲۶ تر ۶۴ کلونو عمر ولري، باید د ورځې له ۷ تر ۹ ساعتونو پورې خوب وکړي.

۷ـ هغه خلک چې له ۶۵ کلونو پورته عمر ولري، باید د ورځې له ۷ تر ۸ ساعتونو خوب وکړي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب