هګۍ غذا اوهم دوا ده ؟

 

نن غواړو د هګۍ ځینې مهمو ګټو سره مو اشنا کړو.

د سهار چای لپاره باید لومړنۍ انتخاب هګۍ وي؟ ځکه چې دغه خواړه هغه غذايي مواد لري کوم چې انسان له مهمو ناروغیو ژغورلی شي.

۱- عصبي روغتیا لپاره ډیر اړین دی:

  • هګۍ د کولین نومې مواد غوره سرچینه ده کوم چې د اعصابو انتقالي سیسټم په پیاوړي کولو کې مهمه ونډه لري.
  • هګۍ د اعصابو روغتیا ساتلو کې ډیره زیاته مرسته کوي.
  • د هګۍ ژیړ خاصه اندازه فولیټ لري کوم چې عصبي حجرات فعاله ساتي او له دې سره د اعصابو فعالیت له پخوا چټک او زیاتوي.
  • هګیو کې شته ویټامین بي ۱۲ د اعصابو لپاره دفاعي سیسټم جوړوي.

۲- هډوکې پیاوړی کوی:

  • هګۍ د ویټامین ډي لپاره هم غوره منبع ده کوم چې په بدن کې د کلسیم جذبولو لپاره ډېر اړین دی.
  • له دې سربیره په هګیو کې شته کلسي او فاسفورس له بدن څخه اوستیوپروسېس نومې مواد له منځه وړي او هډوکې لا پیاوړی او کلکوي.

۳- د بدن وزن په یو حالت ساتي:

  • هګۍ زیاته اندازه پروتین لري چې په همدې اساس هغو کسانو لپاره چې غواړي پیاوړي عضلې ولري یوه غوره انتخاب دی.
  • د هګۍ استعمال د زیات خواړه خوړلو مخه نیسي چې په دې ډول د اضافي وزن زیاتیدو په مخنیوی کې مرسته کوي.

۴- د نوکانو او ویښتانو لپاره ډیر ګټور دي:

  • څیړنې ښيي چې هګۍ سلفر لرونکې امینو اسید لري کوم چې نوکانو پیاوړی کولو سربیره ویښته هم پیاوړی او ښکلی کوي.
  • هګیو کې شته نور منرالونه لکه سلینیم اوسپنه او زینک د ویښتانو او نوکانو روغتیا لپاره ډیر زیات اړین دي؟.

۵-  سترګو نظر زیاتوي:

هګیو کې لیوتین او زیاګزانتین نومې مواد وجود لري کوم چې د کروټینایډ ډولونه دي.

دغه مواد د سترګو نظرزیاتولو کې خاص اهمیت لري.

پورتني مواد انسان د سترګو له مختلفو ناروغیو لکه د سترګې ګل سترګو عدسيي له منځه تلل او ځینې نورو څخه مخنیوی کوي.

۶- د سینې سرطان خطر کموي:

مختلفو څیړنو پر بنسټ هفته کې ۶ هګۍ خوړل په انسان کې ۴۴٪ د سینې سرطان خطر کموي

ليکوال: ډاکټر مجتبی «عزيزيار»

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب