د یو ښه صحت لپاره باید څومره خوب وکړو؟

دا موضوع د انسان په سن پوري اړه لري، مثلاً د نوي زیږیدلو ماشومانو لپاره له ۱۴ څخه تر ۱۷ ساعتونو پوري د خوب سپارښتنه کيږي.

د ماشومانو له لويدلو سره د خوب د اړتيا اندازه په تدريجي ډول را کښته کيږي او کله چې کوچنيان د لومړني ښوونځي زده کونکو شي بايد له ۹ څخه تر ۱۱ ساعته پوري خوب وکړي.

هغه ځوانان چې نوي زلميتوب ته رسيدلي وي، عمر یې له ديارلسو کالو څخه تر اوولسو کالو پورې وي، له ۹ څخه تر ۱۰ ساعته خوب ته اړتيا لري.

د لویانو لپاره له ۷ څخه تر ۹ ساعته د خوب سپارښتنه کیږي. البته دا یوازې سپارښتنه ده هر انسان د خوب مختلفې اندازې ته اړتیا لري. خو په هر حال لویان باید هېڅکله هم په شپه کې تر۶ ساعتونو لږ خوب و نه کړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب