ماشوم ته د مور د شیدو ګټې

ماشوم ته د مور د شیدو ګټې

د اګست له لومړۍ نېټې څخه تر اوومې پورې هر کال د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې نړیواله اونۍ وي. ما هم مسؤلیت احساس کړ چې یوه څه معلومات او پیغامونه ګرانو هیوادوالو ته ورسوم.د مور شیدې یوه الهي تحفه، مکمله غذا، د ماشوم لومړی واکسین او سرو زرو اوبه دي چې ماشوم، مور او ټولنې ته ډیړې زیاتې روغتیایي، تغذیوي، عاطفي، اقتصادي او ټولنیزې ګټې لري.

روغتیایي ګټې:

– د مور پر شیدو تغذیه شوی ماشوم معمولا لږ ناروغه کېږي. د مور په شیدو تغذیه د غوږ میکروبي کېدل، نس ناستی، او د معدې او ګېډې ستونزې کموي.

– د مور په شیدو تغذیه شوو ماشومانو کې په لوړ عمر کې د ځینو ناوغیو اندازه کمه وي: استما (شدیده نقس تنګي)، د شکرې ناروغي او چاغوالی پدې ډله کې راځي.

– د مور شیدې رغوونکې دي؛ ځکه د داسې موادو لرونکي دي چې له میکروبونو سره جګړه کوي.

– میندې هغه مهال هم خپل ماشوم ته خپلې شیدې ورکولی شي، چې ناروغه وي. البته دا لا ګټور کار دی. د ناروغتیا پر مهال د مور بدن د میکروبونو پر ضد انټي باډي جوړوي، چې ماشوم ته هم انتقالېږي او هغه د ناروغیو په وړاندې ساتي. کله چې په مور کې د ناروغۍ نښې راښکاره شي، ماشوم ته هم ممکن میکروب یا ویروس ورغلی وي، نو که مور شیدو ته دوام ورکړي. هم ماشوم ته شیدې ورکوي او هم یې د ناروغۍ د زیاتېدو څخه ژغوري.

your ads

عاطفي ګټې:

– د مور شیدې د مور او ماشوم تر منځ عاطفي پیوند ټینګوي، ځکه ماشوم خپله مور له نژدې کتلی شي: ماشوم یوازې له اته څخه تر پنځلس انچه نېژدې شیان کتلی شي، نو کله چې مور ماشوم ته د تي ورکولو په وخت نژدې او مخامخ وي، همدا د بهترین عاطفي پیوند جوړېدو وخت دی.

– ماشوم د مور بوی پېژني: د ماشوم د بویولو حس ډېر پیاوړی دی او د خپلې مور د شیدو بوی پېژني. همدا دلیل دی چې وږی ماشوم خپلې مور ته ورګوري.

– ماشوم د خپلې مور اواز او څیره تر ټولو شیانو مخکې پیژني او تر ټولو ښکلی، عالي او ښه موجود ورته مور وي. مور هم ماشوم ته د شیدو په ورکولو رواني او ذهني تسکین پیدا کوي او پدې ډول د دواړو تر منځ عاطفي پیوند ټینګیږي.

تغذیوي ګټې:

– د مور شیدې د متوازنو او مناسبو پروټيني، شحمي، قندي، ویټامني او منرالي موادو لرونکي دي.

– د مور شیدې ماشوم له مختلفو خوندونو سره روږدی کوي : فرموله (پوډري یا بازاري شیدې) یو ډول خوند لري، خو د مور شیدې د خوراکي موادو ټول خوندونه په یوه کمه اندازه لري. دغسې ماشوم ته بیا جامد خواړه په اسانۍ پیل کېدای شي.

– مخکې لدې چې د مور بدن شیدې تولید کړي، یوه ټینګه، ژیړبخنه، سریښناکه ماده یعنې ورږه تولیدوي چې (د سروزرو اوبه) ورته ویل کېږي. دا مایع د ماشوم د اړتیا وړ کلسیوم، پوټاشیوم، پروټین، منرالونه او میکروب ضد مواد لري. تر څو چې د مور شیدې جریان پیدا کوي، ماشوم د ورږو څو کاشوغو ته ضرورت لري چې روغ رمټ پاتې شي.

– د مور شیدې ماشوم ته د ورکولو په وخت کې بدلون مومي: ماشوم ته د شیدو ورکولو په پیل کې شیدې ابي رنګه او نرۍ وي، خو په پای کې ټینګې او غوړې شي، چې ماشوم ته پوره کالوري (انرژي) برابروي.

اقتصادي ګټې:

– د مور شیدې یوه کورنۍ په کال کې د ۱۵۰۰ ډالرو له لګښته بچوي.

– د مور د شیدو په واسطه له ناروغیو څخه د ژغولو په صورت کې هم کورنۍ ته اقتصادي ګټه لري او د ډاکتر د فیس او درملو په اخیستو یې لګښت نه کیږي.
– د مور په شیدو تغذیه شوی ماشوم په لوی والي کې د ښه کار او ژوند څښتن کیدای شي چې ښه اقتصاد هم لرلی شي.

مور ته ګټې:

– ماشوم ته شیدې ورکول د مور بدن د امیندوارۍ او زیږون له زیانونو څخه ژر، رغوي: ماشوم ته شیدې ورکول په مور کې هغه هورمون افرازوي چې رحم بیرته خپل اصلي حالت ته ورګرځوي.

– ماشوم ته شیدې ورکول د مور وزن کموي: هغه مور چې ماشوم ته شیدې ورکوي، په ورځ کې ۶۰۰ کالوري مصرفوي او وزن یې په تدریج سره تر امیندوارۍ مخکې مودې ته ورګرځوي.

– ماشوم ته شیدې ورکول مور د سینې او تخمدانونو له سرطانونو ساتي.

– د مور د سینې د التهاب (پړسوب) مخه هم نیسي. که د مور سینه خارښت او درد کوي، خپلې یوه اندازه شیدې دې پرې وموښي، سینه یې رغېږي.

تقریباً هره مور خپل ماشوم ته شیدې ورکولی شي:

– د مور بدن د امیندوارۍ په دوره کې شیدې ورکولو ته اماده کېږي : کله چې ماشوم وزېږي، د مور په بدن کې د شیدو د تولید لومړنی سیګنال تولیدېږي چې حتی مور د یو ماشوم تر اړتیا زیاتې شیدې تولیدولی شي. یعنې که دوه او یا ډېر ماشومان هم زېږېدلي وي، د مور بدن ورته شیدې تولیدولی شي.

– مخکې له دې چې یوه مېرمن مور شي باید د امیندوارۍ، زیږون او د خپلو شیدو په واسطه د ماشوم د تغذیې د ارزښت په باب پوره پوهه شي.

– د مور د شیدو عوضي شیدې یا فرموله/ سیریلاک او د شاتو په شمول هیڅ بله ماده تر ۶ میاشتو کم ماشوم ته پکار نده. د عامې روغتیا وزارت د مور د شیدو د عوضي خوړو پر خلاف یوه مقرره منظور کړې ده او د دغه ډول خوراکونو خرڅول او ترویج یې منع کړی دی. که مور کومه جدي ناروغي ولري، یوازې د قانوني اسنادو لرونکی ډاکتر توصیه کولی شي، چې ماشوم څه وخوري یا وڅښي.

– د زیاترو میندو دا بهانه سمه نه ده چې شیدې نلري، کابو هره مور پوره شیدې لري. ماشوم ته د شیدو ورکولو په سم وضعیت پوهېدل او نورو مسایلو په باب باید مور د مور او ماشوم د روغتیايي کارکوونکو څخه مشورې واخلي.

په نتیجه کې ویلی شو چې د مور شیدې بهترینې دي؛ د ماشوم د سالمې بدني او متوازنې دماغي ودې سبب کیږي. یو روغ او پیاوړی شخصیت ترې جوړوي چې ځان، کورنۍ او ټولنې ته خیر رسولی شي.

له نوي زيږون څخه تر ۶ مياشتني ماشوم د تغذيې او روغتیا مهم پيغامونه

1) مور دې ماشوم ته تر زیږون وروسته په لومړي ساعت کې ضرور خپلې شیدې ورکول پیل کړي.

2) ماشوم باید له لومړنیو ژېړ بخنو، ټینګو شیدو (ورږو) څخه په هیڅ صورت محروم نشي، دغه د سرو زرو اوبه د ماشوم لومړی واکسین دی. ماشوم ډېر پیاوړی کوي او له ډېرو ناروغیو یې ساتي.

3) تر شپږو میاشتو پورې یوازې او یوازې ماشوم ته دمور شیدې ورکړئ. پدې موده کې د مور شیدې ماشوم ته هم کافي دي او هم ګټورې.

4) یوازې د شدیدې اړتیا پر مهال د ډاکتر د توصیې له مخې ماشوم ته درمل ورکول روا دی. لدې پرته هیڅ ډول اوبه، شربتونه، خواړه، مصنوعي یا حیواني شیدې او بله هیڅ ماده مه ورکوئ. (د زیږون له لومړي ساعته تر شپږ میاشتو پورې؛ یوازې د مور شیدې).

5) .

6) تر شپږو میاشتو وروسته ماشوم ته بشپړونکي غذا ګانې پیل کړئ، خو تر دوه کلونو پورې د مور شیدې په هیڅ صورت پر ماشوم بندې نه کړئ. (له شپږو تر ۲۴ میاشتو د مور شیدې + بشپړونکي خواړه).

7) مور دې متوازن خواړه، د اوسپنې/ فولیک اسید ګولۍ او ایوډین لرونکې مالګه استعمال کړي، چې پخپله هغې او ماشوم دواړو ته یې ګټه رسوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب