زمامناظره دیوه عیسایی راهب سره (۹)

۵:پرفيسر دُرجاراو (Professor Durja Rao)
پروفیسر دُرجاراو چې په شاه عبدالعزیر پوهنتون کی د سمندر د مځکې پوهنې استادوو، اوشیخ عبدالمجیدزندانی دقرانی ایاتو دحقانیت په هکله ورڅخه وپوښتل:
تاسی په قرانکریم کی دساینسی معلوماتوپه هکله څه وایاست؟ اوحال داچی امام الانبیاء صلی الله علیه وسلم 1400 کاله مخکی په دې پوهیدی تاسی دقرانکریم پرتله دنوی ساینس سره څنګه کوی؟
دا د هرشی په هکله چی په قرانکریم کی معلومات ورکول شوی دی په پوره تفصیل سره، ودې ته هرڅوک حیران شی، اوداکېدای شی چی په هغه وخت کی انسانانوپه څه شیانوکی څه محدودعلم درلودی، اوقرانکریم هرڅه داسی په تفصیل سره بیان کړیدی چی دادانسانی عقل اوپوهې څخه لوړدی، اوزه دامنم چی قرانکریم دمافوق الفطرت دیوې سرچینی څخه راغلی دی۔
دامعلومات داسی دیوه ساده انسان په شان نده دی، بلکې داهرڅه چې په قرآن کی ذکرشوی دی داپه پوره تفصیل سره دی، اوزه داویلای شم چې محمدصلی الله علیه وسلم ترټولوانسانانولوړ اواغیزمن شخص وو، دنړۍ په تاریخ کی ترده لوړه هستې نه وینم اودی هغه څوک دی چې هم په مذهبي اوهم په دنیوي اموروکی بری مندشو.
۶: پروفيسر سياويدا (Professor Siaveda)
پروفیسرسیاویدادجاپان دسمندردځمکپوهنې(جیولوجی) تجربه کاره اونامتو پروفیسردی۔
شیخ زندانی په یوه ځانګړی ملاقات کی ورڅخه ډېرې پوښتنی دقرانکریم دحقانیت په هکله وکړی، چی دغرو، سمندرو، دغرودجوړښت اودمځکې پرمضبوطوالی باندی مشتملې وې، اویوه پوښتنه ئې داورڅخه وکړل:
دکایناتوهغه پټ رازچی اوس ساینس پوهانوپیداکړی دی، اوهغه 1400 کاله مخکی په قرانکریم اوسنت نبوی صلی الله علیه وسلم کی موجودوو تاسی ورته په څه نظرګوری؟
زه په دې باوریم چی داهرڅه دپټورازونه نه ډک اودپوره یقین وړدی، تاسی چی هرڅه وایاست هغه ټول یقینی اوحق دی، اوداکتاب (قرانکریم) له ټولوکتابوڅخه امتیازلری، اوزه درسره موافق یم۔
۷: پروفيسر تيجاتا تيجاسن(Professor Tegata Tegasone)
پروفیسرتیجاتت تیجاسن دتایلینډپه شیانګ مائی(Shiang Mai University) پوهنتون کی دتشریح الاعضاء(اناتومی) پروفیسردی۔
پروفیسرتیجاسن دقرانکریم اوجنین پوهنې دمختلفومقالو مطالعه وکړل، ده څلورورځې دمسلمانانواوغیرمسلمانانوسره په دې هکله خبرې وکړی، دسعودی عربستا ن په ریاض کی ئې په اتم سعودی میډیکل کانفرنس کی داسی وویل:
دتیرودرې لسیزوراهیسی زمالیوالتیادقران سره زیاته شویده، کومی مطالعې چی ماکړیدی دادرته ویلای شم چی 1400 کاله مخکی چی قرانکریم دکوم شی بیان کړیدی هغه ټول حق دی؛ اودقران هره خبره دساینس یوبنسټ دی چی ددې حقیقت څخه هیڅوک سترګې نشی پټولای، محمدصلی الله علیه وسلم که څه هم په لیک اولوست نه پوهیده خوبیاهم ئې دداسی پوره هستۍ داسی ښکلی پېغامونه ئې وخلکوته ورسول چی هغه ددې ټوله کایناتوپیداکوونکی دی، چی هغه ته خدای یاالله وایی۔
زمالپاره دااړینه ده چی کلمه د(لااله الاالله محمدرسول الله) ووایم۔
پروفیسرتیجاسن داکلمه وویله اومسلمان شو، اوده په پای کی زیاته کړل چی ودې کانفرنس ته ترکلمی ویلوڅخه ماسوابل قیمتی شی مانه دی راړی۔
۸:پروفيسر يوشيدی کوسن
Kusan) (ProfessorYushudi
پروفیسریوشیدی کوسن دجاپان درصدګاه (Tokyo Observatory)مشردی۔
شیخ عبدالمجید اې زندانی دپروفیسرڅخه داسمانودپیدایښت، دځمکې اواسمانوترمینځ تعلق، اودداسی نورومعلوماتو په هکله ډېرقرانی ایاتونه ورته وړاندی کړل؛ چی وروسته پروفیسریوشیدی کوسن ورته په دې حیران شوچی قرانکریم داسمانواوکایناتوپه هکله داسی معلومات ورکړیدی، چی هغه دده دمشاهداتوسره پوره سمون خوری؛ اودقرانکریم هرڅه ډېرواضح اوروښانه دی۔
موږچی کله دفلکیاتوپه هکله معلومات وځانته حاصلوو، هغه ډېرمحدوداونیمګړی دی، داځکه چی داپراخه کهکشان اوفضاء لیدل په دوربین کی هیڅ امکان نلری، اوموږئې پریوه ډېره وړه برخه باندی پلټنې کوواوبس، اودقرانکریم معلومات داسمانواونورلوړوکا ئیناتوپه اړه باندی ډېرپه تفصیل سره دی، چی په راتلونکی کی به دقرانکریم داایاتونه زموږلپاره پوره لاره پرانیځی۔
۹: پروفيسرايلفريډکرونر(Professor Alfred Kroner)
پروفیسرایلفریډکرونردجرمنی(المان) دمینز(Mainz) دپوهنتون دجیولوجی دعلم یونامتواووتلی پروفیسردی۔
پروفیسرکرونرپه نړیواله سطحه سره یومنلی استاذدی، دی دساینس په نړۍ کی په دې باندی ډېرشهرت لری چی یوئې عملی کارډېرکړیدی اوبل داچی پرنوروباندی تنقیدونه ډېرکوی، کله چی دزندانی سره مخامخ شونوهغه ورته ډېرایاتونه اواحادیث ورته وړاندی کړل اووروسته ئې داسی وویل:
زه دمحمدصلی الله علیه وسلم په دې معلوماتودرلودلوسره ډېرحیران یم چی یوڅوپېړۍ مخکی ساینس پوهانودعصری تجهیزاتوپه درلودلوسره وتوانیدل چی څه ناڅه په پوه شی اودی صلی الله علیه وسلم 1400 کاله مخکی په خبروو۔ دپوره توجه خبره خولاداده چی دی په هغه وخت په هستوی علم (نیوکلیرفزیکس) باندی هم خبروو، چی په هغه وخت کی پرځمکه باندی هیڅوک ورباندی نه پوهیدی اودقرانکریم سرچینه ضرورداسمانوڅخه ده۔
که چیری دقرانکریم ایاتونه اودساینس حقایق دمځکی دپیدایښت په اړه سره پرتله کړو، نودابه وویل شی چی دواړه یوشانته دی، اوددوی اصطلاحات سره موافق دی۔ اوکه په ساده ژبه سره ووایم نوقرانکریم دساینس یوپوره مکمل کتاب دی ، چی په راتلونکی کی به دهغه هرایات نوی ساینس ثابت کړی۔ زه ترټولوودې ته حیران یم چې څه وخت مخکی ساینس پوهان په دې وتوانیدل چې دکايناتودپیدایښت په هکله ئې دپرمختللی تخنیک په کارولو سره معلومات وموندل اوحال داچې محمدصلی الله علیه وسلم ډیرمخکی ددې په هکله تفصیلات ورکړی وه.
۱۰: پروفيسرجيرالډسی جيوئرنګر
(Professor Gerald C Goeringer)
پروفیسرجیرالډسی دامریکادواشنګټن ډی سی دجارج پوهنتون دژونکودژوندپوهنې(Cell Biology)، دجنین پوهنې دطب (Medical Embryology) پروفیسر اومرستیال(Coordinator) دی۔
کله چی شیخ زندانی ورسره ولیدل نوورڅخه ئې وپوښتل چی دجنین پوهنی په علم کی تاسی څه نښانې لری؟ ایادحضرت محمدصلی الله علیه وسلم په وخت کی هم دجنین پوهنې څه متن شتون درلوی؟ شیخ داهم ورته وویل چی دجنین چی کومی مرحلې دی هغه په دې ډول ۔۔۔۔ سره په قرانکریم کی شتون لری۔
دډېروبحثوڅخه وروسته هغه دسعودی په اتم طبی کانفرنس کی داسی وویل:
په قرانکریم کی چی کومه تشریح دنراوښځې دجوړه کېدوڅخه وروسته دجنین پیدایښت دی، اودهغه ټولې دورې اومرحلې په پوره تفصیل سره بیان شویدی، له دې څخه اضافه تشریح ناشونې ده، اودقرانکریم ټول اصطلاحات داسی په تفصیل سره دی چی څه موده مخکی هیڅوک ورباندی نه پوهیدل۔ په قرانکریم چی څومره تفصیل شویدی ددې تفصیل پوره معلومات به په راتلونکوڅوپېړیو کی وشی، داساینس پوهان لاهم دقرانکریم په ډېرپټورازونونه پوهېږی۔

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب