خرما د ځینو ناروغیو لپاره درمل

خُرما قبض له مينځه وړي

خُرمادډېروخته راهیسی دقبض دله مینځه وړلولپاره تجربه شوې درمل ده، ددې استعمال دډېره وخته راهیسی حکیمانواوطبیبانوکاوه خواوس ډاکتران هم ورڅخه استفاده کوی اوددې ننګه کوی، په اصل کی خُرماهضمیه برابروی داپه هغه وخت کی که چیری خُرمادډوډۍ سره وخوړل شی۔

 د خرما ګټې

خرماډیرې ګټې لری چې شمېرئې دانسان له وسه یووتلی کاردی، داپه دې مطلب چې خرمادژوندیوه ارزښتناکه میوه ده، دادمیوې څخه علاوه پوره غذاهم ده اودواهم ده، خرماپه دې ډیرې ښې پایلې لری چې ویټامینونه اومینرالونه لری، خرماپه ځانګړی ډول سره شحمیات، کلسیوم، سلفر، اوسپنه، پوتاشیم، فاسفورس، منګنیز، مس، مګنیزیم اوداسی نورموادلری، خودائې عمده مواددی، داټول مواددانسان لپاره ګټې لری، روغتیاپالان وایی چې دورځې یوه خرماخوړل دښه روغتیاضمانت ورکوی، په عمومی ډول سره خرمادقبض ، دکلمودغیرمنظم حرکت ، وزن، دزړه تکلیف، جنسی کمزوری، نس ناستی اودګیډی دسرطان لپاره یوه بې بېلګې دارودرمل ده.خرمادپوتاشیم په درلودلوسره میتابولیزم حالت ښه کوی، چې خرماددماغ لپاره هم ډیره ښه ده، خرماد(B-Complex) ویټامینوپه درلودلوسره دوینې سره کُرویات اوسپین کُرویات جوړوی، اوسپنه اومګنیزیم يي دحمل په دوران کی ډیره ښه نتیجه ورکوی، په عمومی ډول سره په خرماکی هیڅ داسی موادنشته چې وانسان ته ضررورسوی برعکس وانسان ته ډیره ګټوره اوښې پایلې لری.
د خرما بله غټه او ستره ګټه وانسان ته داده چې دانسان وغړوته ډیره ښه وده ورکوی، دروغتیاپالانودنسخې مطابق خرماپه مختلفوطریقوسره خوړل کیږی، خرمادشیدوسره، په ډوډۍ کی دکوچواوپنیرسره یوځای کوی، چې داخوراک دماشومانواوهم دبالغانودواړولپاره ګټوردی، یوه بله نوې څیړنه چی اوس ساینس پوهانوکړی ده هغه داچې خرمادګیډې دسرطان په پوره ډول سره مخه نیسی، ساینس پوهانوداهم ثابته کړیده چې په مجموعې ډول سره مسلمانان په خرماسره روژه ماتوی، چې داددوی لپاره ډیره ګټوره ده هغه په دې چې دخرماپه خوړلوسره لوږه په مکمله توګه سره ماتیږی، زړه صبرکیږی، چې دادچاغښت، دزړه دتکلیفونواودنس دکړاوونومخنیوی دی.

په عصری نړۍ کی وخرماته دخوږې تاج وایی، داځکه چې دایواځی خوږه نه بلکې غذاهم ده، اوخرمادستړیاپه وخت کی کیمیاده، خرماعلاوه دنارینه ولپاره دښځولپاره هم غوره درمل ده، دامریکا یوه څیړنیزه اداره (American Cancer Society) وایی چې هرانسان باید په هره ورځ کی ۲۰-۳۰ خرماوې وخوری، دوی داهم وایی چې که هرڅوک په ورځ کی اقلایوه خرماوخوری نوقوت باصره(دلیدوتوان) به ئې دتل لپاره قوی وی، اوداسړی به دړندوالې څخه په امن کی وی (یعنی ړوندبه نشی).داځکه چې په خرماکی ویتامین اې (A) شتون لری،

 خرماقبض ليری کوی:

په اوسنی ساینس کی وخرماته دقبض ضدخوراک (Laxative Food) وایی، له همدی کبله هغه کسان چې قبض لری ډاکتران ورته توصیه کوی چی خرماوخوری، ددې لپاره ډاکتران ورته وایی چې خرمابایدیوه مکمله شپه په اوبوکی کښیږدی، چې خرمابه په اوبوکې ډوبه وی، اوکله چې شپه پرتیره شوه نوسهاردی داخرماوخوړل شی چې دقبض لپاره تربلې هرې دوااغیزمنه ده.خرماکلمې نرموی، اوغوړوی ئې ترڅوفضله موادښه حرکت پکښې وکړی، نولومړی خرمادکلمودردله منځه وړی اوبیانورهرڅه اسانه کوی.

 دبدن دښې ودې لپاره:

خرمایوه ډیره ښه اوغوره خوراک دی، خرماشحم، شکره اوپروتین لری، اودویټامینوپه درلودلوسره خرمادښه روغتیالپاره غوره ده، یوکیلوګرام خرماتقریبا۳۰۰۰ کالوریزلری، نوځکه هغه کسان چې ډیرهډاوپوست وی خرماورته کیمیاده.خرماواعصابوته ځکه کیمیاده چې پوتاشیم لری، اوددماغ اواعصابوپوهان وایی چې ۴۰۰ ملی ګرامه پوتاشیم داعصابو۴۰٪ سلنه خطرله منځه وړی. خرماداوسپنې په درلودلوسره دکم خونۍ (Anemia) لپاره ډیره ښه ده، اویواسرايیل ډاکټربیاوایی چې خرما دوینې شحم اوشکره ثابته اومعتدله ساتی.

your ads

خرما د صحتمند زړه لپاره:

کله چې خرماپه اوبوکی واچول شی، اوپوره یوه شپه په اوبوکی خشته شی، اوبیاسهاروخوړل شی نودادکمزوری زړه لپاه غوره درمل دی، اقلادابایدپه اونۍ کی دوه ځلی تکرارشی.
دجنسی کمزورۍ لپاره: دجنسی توان لپاره خرمایوه طبعی درملنه ده، که چیری یوموټ دخرماڅخه ډک دبزې په شیدوکی واچول شی اوشپه پرتیره شی، په سهارکی همدغه خرماپه شیدوکی میده شی، یېل اوعسل هم ورسره علاوه شی نودادجنسی کمزورۍ لپاره غوره طبعی درملنه ده.

 خرما د نس ناستې لپاره:

کله چې خرماپخه شی نوپوتاشیم پکښې زیات وی، چې دادښه هضم لپاره غوره دی، نوځکه پخه خرمادنس ناستی لپاره غوره درمل دی.وبل لورته خرمادایل ډی ایل په درلودلوسره (Low-density Lipoprotein) کولسټرول کموی، چې دکولسترول کموالی په بدن کی یوډیرښه زیری دی.

خرما د نشې علاج ده:

په لویدیځ کی خرمادالکحلودنشې لپاره ډیره زیاته استعمالیږی، هغه چاچې ډیرشراب خوړلی وی اونشه ئې نه ختمیږی نوپه خرماسره داهرڅه له منځه ځی، خو په عمومی ډول سره خرماهغه مهال دهرې نشې لپاره غوره درملنه ده چې کله په اوبویاشیدوکی خشته شی اوبیاوخوړل شی، اوکه اړتیاوی نوپخه خرمادی سمدستی وخوړل شی.په خرماکی یوه بل طبعی ماده شته چې فلورین ورته وایی، دفلورین په درلودلوسره دغاښونوستونځې له منځه ځی، یعنی غاښونه ودې ته نه پریږدی چی خراب شی، غارونه پکښې جوړشی اوکه لږپه ساده ژبه ووایم نوچنجیان ئې نه خوری.

عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب