ولې ځینې خلک په خوب کې خبرې کوي؟

دا چې په خوب کې خبرې کول د پوهېدو وړ نه وي خو ډیر عام ګڼل کېږي.
ډیر خلک په خوب کې خبرې کول تجربه کوي. په خوب کې خبرې کول که څه هم د انسان پر روغتیا کومه اغېزه او درملو ته اړتیا نه لري خو د نورو د ځور او د خوب د خرابېدو لامل جوړیدلای شي.

په خوب کې د خبرو کولو لاملونه څه دي؟
که څه هم علت یې په پوره ډول نه دی معلوم خو ځیني عوامل یي په لاندې ډول دي.

جینیټک:
په خوب کې خبرې کول په جینیټکي لحاظ د پلار څخه ماشوم ته انتقالېدلی شي.

 څېړنو موندلې ده چې غبرګولي ماشومان اکثره په خوب کې خبرې کوي او حتی تر دې چې دوی په خوب کې تلل هم تجربه کوي.
نو هغه څوک چې په خوب کې خبرې کوي ډېر امکان شته چې ماشوم یې هم په خوب کې خبرې وکړي.

د خوب کمښت:
 په خوب کې د خبرې کولو یو علت هم د خوب کمښت دی.
 بې خوبي د بدن د نا آرامۍ لامل ګرځي کله چې بدن نا آرامه شي نو پر دماغو اغېز کوي چې بالآخره په خوب کې د خبرو کولو سبب کېږي.

درمل:
د سکون او ارام درمل کولای شي چې پر خوب اغېز وکړي چې په خوب کې د خبرو لامل ګرځي.

په خوب کې دخبرو کولو د پرېښودلو لار :
تر اوسه کومه تګلاره نه ده ښودل شوې خو د ځینو عادتونو په بدلون سره کولای شو دا ستونزه حل کړو.
= د ویده کیدلو نه مخکې باید ډېر خوراک ونه کړو.
= آرام بستر او د خوب ځای.
= ماښام مهال د کافینو نه استعمال .
= او منظم خوب مو ستونزه هوارولاي شي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب