د کمپيوټر د ګټې اخيستو وړ ځايونه

د کمپيوټر د ګټې اخيستو وړ ځايونه:

له شک پرته نن ورځ کمپيوټر په پوهنيزو،څيړنيزو ،سوداګريزو ډګرونو او په داسې نورو برخو کې د ګټې اخيستو وړ دی.د هغه ډير ورځنی استعمال ددې لامل ګرځيدلی چې اوسنی عصر د کمپيوټر په عصر ونوموي.
تاسو کولای شئ چې په دفترونو، بانکونو ،روغتونونو، پوهنتونونو،کتابتونونو،مارکېټونو، هوايي شرکتونو،او نورو ځايونو کې کمپيوټر ووينئ.نن ورځ د قلم او کاغذ ځای کمپيوټر نيولی او په پر مختللو هيوادونو کې ګڼ شمير خلک په دې اند دي چې څلورم بنسټيز مهارت کمپيوټر دی.ددوی په اند څلور بنسټيز مهارتونه چې بايد ديوه لوستي کس زده وي هغه لوستل ،ليکل،شميرل،او دکمپيوټر زده کړه ده.کمپيوټر ديوه ذکي ماشين (Smart Machine)په نامه هم يادوي ځکه کمپيوټر کولای شي چې حسابي او منطقي محاسبې په ډيرې چټکۍ سرته ورسوي.کمپيوټر کولای شي چې زرګونې مح اسبې په دومره لږ وخت کې سرته ورسوي چې ممکن تاسو ونشئ کولای چې خپل قلم له خپله جيبه وباسئ.کمپيوټر دا ټول پيچلي او مغلق کارونه د يو لړ حسابي او منطقي چارو له مخې په ډيره ساده توګه سرته رسوي.
په رښتيا سره چې د کمپيوټر پيدايښت په ټولنه کې دډيرو بدلونونو درامنځته کېدو لامل وګرځيد له کمپيوټر څخه په ګټې اخيستو د چارو دسرته رسولو طريقو په بشپړه توګه  بدلې شوې.او له هغه چټکۍ سره يې چې لري د مسايلو ددقيق او چټک  حل شونتياوې رام نځته کړې.
کمپيوټر په علومو کې د نوو زمينو د رامنځته کېدو لامل ګرځيدلی دی او په طب،تدريس او زده کړې،نظامي او نورو بيلابيلو برخو کې د ستاينې وړ اهميت لري.له کمپيوټر څخه کار اخيستل د پروګرام جوړونې ،اپراتوري،د اطلاعاتو مديريت(Data (Management،دسيستم شننه او نورو په څير د نوو دندو د رامنځته کېدو لامل ګرځيدلی دی.په دې ځای کې له کمپيوټر څخه دګټې اخيستو وړ ځايونو له ډلې د لاندې ځايونو يادونه کولای شو:

1:محاسبه (Account):

کمپيوټر ډيرې مغلقې او پيچلې محاسبې په ډيرې چټکۍ سرته رسوي.په معمولي حسابدارۍ د معادلاتو حل ،فورم ولونو ،دData شننه،احصايه،احتمالات او نورو حسابي مسايلو کې کمپيوټر د ګټې اخيستو وړ ګرځي.
کمپيوټر کولای شي چې دا مسايل په لوړ دقت او ډيرې چټکۍ سره حل کړي.

2:د متنونو پراسس(Text Processing):

له کمپيوټر څخه په پراخ ډول د متنونو(مکتوب،اخبار،مجله،کتابونه او نور)په چاپ،ډيزاين او برابرولو کې ګټه اخيستل کېږ ي.کمپيوټر د متنونو د پراسس لپاره دډيرو اسانتياو لرونکی دی. کېدای شي چې د کمپيوټرپه ساتنځي کې متنونه وساتل شي او هر کله مو چې غوښتي وي کولای شو چې هغه چاپ کړو.د کمپيوټر په ساتنځي کې کېدای شي چې ساتل شوي متنونه په ډيرې اسانۍ سره د بڼې بدلون وکړي.

3:ګرافيک(Graphic):

له کمپيوټري ګرافيک څخه د Dataپه ګرافيکي ښودنې،د نقشو ډيزاين،ددماغ څرنګوالی او په سلګونو نورو برخو کې ګټه اخيستل کېږي.کمپيوټري ګرافيک ډير ځير وي او کېدای شي چې په هغه کې له ډيرو رنګونو څخه کار واخيستل شي.کولای شو چې د(سره،شنه،ابي)دريو رنګونو له ترکېب څخه په تيورۍ کې تر 16.777.216پورې رنګونه منځ ته راوړو.

4:انرژي(Energy):

د انرژيکي سرچېنو ،کانو،او نور دځمکې لاندې زيرمو د موندلو لپاره له قياسي کمپيوټرونو څخه کار اخيستل کيږي.دا کمپيوټرونه کولای شي چې په ځمکه کې ددې زيرمو شتون وښيې.

5:ترانسپورټ(Transport ):

له کمپيوټر څخه د چټک ترانزيتي سيستم ،هوايي ترافيک،په الوتکو کې د چوکیو بيلول او په نورو ترانسپورټي برخو کې ګټه اخيستل کېږي.د کمپيوټر له کار اخيستو پرته دترانسپورټ سيستم له ستونزو سره مخ کېږي تر دې چې د هغو دچارو سرته رسول ناشوني بريښي.

6:روغتيا(Health):

نن ورځ ډاکتران د ناروغيو د پيژندنې  لپاره له کمپيوټر څخه کار اخلي په ځينو حالاتو کې لکه د زړه د حملې او دناروغيو په پيژندنه کې کمپيوټر له ډاکټر څخه ځير وي.همدارنګه له لرو لارو (Remote)د جراحي چارو سرته رسول او د ناروغانو ددرملنې لپاره له کمپيوټر څخه ګټه اخيستل کېږي.که څه هم د پيژندلو چاره کمپيوټر په ډيرې چټکۍ سرته رسوي خو وروستی هوډ دډاکترانو په واسطه نيول کېږي.

7:روبوت (Robot):

د روبوت کلمه له (Czech)چکي ويې (کلمې) څخه اخيستل شوې او د اجباري کارګر(Compulsory Labor) په معنی سره دی.روبوت هغه ماشين دی چې کولای شي چې خپل ننوتی وپيژني او د هغه پر بنسټ خپل غبرګون وښيې.او همدارنګه کولای شي چې په لږه هوښيارۍ او دانسان له لاسوهنې پرته پخپل شاوخوا کې بدلونونه رامنځته کړي.په هغه برخو کې چې هلته کار کول د ځاني او يا مالي خطرونو لرونکې وي او يا د انسانانو دخوښې وړ نه وي کېدای شي له روبوت څخه ګټه واخيستل شي.د هغو تړلو غوټو د خلاصولو لپاره کوم چې په هغه کې  د بمب احتمال وي کولای شي چې هغه پرانيزي.روبوت کولای شي چې دريوري وکړي،د کور ساتونکی وي،په پخلنځي کې د غوښې، پياز ،کچالو او نورو  ټوټې کول او همدارنګه کولای شي چې په سلګونو نورې چارې هم سرته ورسوي.

د قانون پلي کول(Law Enforcement):

له کمپيوټر څخه د ګوتو د نښې (Finger Print) د پيژندلو لپاره کار اخيستل کېږي.همدارنګه د بيونيک(Bionic) د علم په کتنې سره چې نوې ارايه شوې بشر کولای شي چې له کمپيوټر سره داسې ونښلي چې د انسان د دماغ اشارې د ښودنې د پاڼې پر مخ څرګند شي.نو په داسې حالاتو کې هر هغه څه چې د انسان په فکر کې ګرځي او يا دهغه په اړه فکر کوي که دا فکر کول ښه وي او که بد وي د ښودنې د پاڼې پر مخ څرګنديږي.نو په دې ورځ د اصلي مجرمينو د موندلو او محکمې ته د هغوی راوستل به ستونزمن نه وي.

9:م صنوعي سپوږمکۍ((Satellites:

مصنوعي سپوږمکۍ د کمپيوټر په مټ کنتروليږي.مصنوعي سپوږمکۍ له ځمکې څخه خپل تګ په يوې ټاکلې چټکتيا سره پيل او له هغې وروسته د ځمکې او يا کوم بل ستوري په شاوخوا خپل حرکت ته ادامه ورکړي.
په م صنوعي سپوږمکۍ کې د خلل او يا له خپل خط السير څخه د هغه د وتلو په حالت کې له کمپيوټر څخه کار اخيستل کېږي.
په داسې حأل کې چې مصنو عي سپو ږ مکۍ له موږ څخه په زرګونو کېلو متره لرې ده.همدارنګه مصنوعي سپوږمکۍ خپلې ټولې دندې لکه فضايي څيړنې،اړيکې او نور د کمپيوټر په مټ سرته رسوي.مصنوعي سپوږمکۍ ددې ټولو چارو په سرته رسولو کې پيلوټ نه لري.موږ او تاسو که  څه هم مصنوعي سپوږمکۍ نلرو خو بيا هم هره ورځ د هغه له خدمتونو څخه ګټه اخلو.

10:نظامي سيمې(Military):

د اليکترونيکي کمپيوټرونو د څرګنديدو له پيل څخه په عسکري برخو کې ګټه اخيستل شوې.لومړنی اليکترونيکي کمپيوټر د نظامي موخو لپاره جوړ شوی ؤ.د سي(C) او کوبول(Cobol) د پروګرام ليکنې ژبې او همدارنګه د کمپيوټري شبکو تړون(Network) او انترنيټ چې د TCP/IP په نامه ياديږي د نظامي سرچينو پواسطه منځ ته راغلې.په ځانګړي ډول په دې دوو وروستيو کې د ستورو د جګړې او SDIيا ستراتيژيکې دفاع د مفکورو له ارايه کولو وروسته په نظامي برخو کې له کمپيوټر څخه ګټه اخيستل ځانګړی اهميت وموند.چې له شک پرته کمپيوټر يې د جګړې دډګر په واکمن بدل کړی ؤ.(له دې وروسته توپچي د جګړې د ډګر واکمن نه دی).کمپيوټر کولای شي چې له لانچر څخه د راکتونو له انداخت وروسته هم هغه کنترول او په سمه او دقيقه توګه د پام وړ موخې په لور وتوغوي.

11:مجازي واقيعت (Virtual Reality ):

له مجازي واقعيت څخه د ښوونې او روزنې،پوهنيزې څيړنې او شبيه جوړونې((Simulation کې ګټه اخيستل کېږ ي.
د امنيتي او اقتصادي شرايطو له پلوه د مجازي واقعيت په مرسته د بيلا بيلو چارو سرته رسول اسانه او په ځينو حالاتو کې په علمي او فزيکي برخو کې هم له مجازي واقعيت پرته د حالاتو سرته رسول ستونزمن او ان تردې چې ناشوني بريښي.
په کمپيوټري لوبو(Computers Game) کې د شبيه جوړونې له عمليې څخه د موټر چلول يا دالوتکې دالوزولو تمرين او تجربه کېدای شي.
که څه هم يو پيلوټ چې کله د کمپيوټر په مقابل کې کښيني او  الوتکه الوزوي ددې په پرتله چې په الوتکه کې ناست وي او په هوا کې يې الوزوي خوندي  او اقتصادي ده.
د شبيه جوړونې په مرسته پر ګاوڼد چاپيريال د اتومي انرژۍ د اغيزې ازمويل شوني دي.
همدارنګه د يوه موټر جوړولو فابريکې لپاره ډيره اسانه او اقتصادي لاره ده تر څو د مجازي واقعيت((Vertual Reality په واسطه د يوه داسې موټر رقمي موډل منځته راوړي چې هغه شتون ونلري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب