په څومره غلا شوي مال باندې حد جاري کيدای شي؟

د غلا نصاب څومره دی يعنې په څومره غلا سوي مال باندي حد جاري کيدای سي ؟

غلا کونکي په دوه قسمه دي چې د هر قسم بيل احکام دي يو هغه ډله ده چې په مسلحانه توګه په علني ډول لاره نيسي او له خلکو څخه په زور مال اخلي دې ډلې ته په شريعت کې قطاع الطريق وايي ، او بل هغه ډله ده او کسان دي چې په پټه له خلکو څخه مال غلا کوي .
اول قطاع الطريق (لار شکونکي ) :
ددې ظالمانه ډلې په باره کې کوم چې د خلکو څخه په زور مال اخلي په قرآنکريم د سختو مجازاتو بيان شوی دی
قوله تعالی :

إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَنْ يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ مِنْ خِلَافٍ أَوْ يُنْفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآَخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ (33)

(يقيناً جزا د هغو کسانو چې د الله او د هغه د رسول پر وړاندې جنګيږي او په ځمکه کې د فساد سعی کوي دا ده چې ووژل شي ، يا يې په مخالف ډول لاسونه او پښي کټ کړ شي يا له وطنه وشړل شي (په حبس يا له هغه ځای څخه بل ځای ته په لرې کولو ) دغه جزا رسوايي ده دغو (غلو ) لره په دنيا کې او شته دغو (غلو ) لره عذاب لوی په آخرت کې ) .

د پورته آیت شريف په رڼا کې په مجموع کې مسلح لاره وهونکي (قطاع‌الطريق‌) څلور حالته لري :

۱- د هغوی وژل ؛ په هغه صورت کې چې يوازې مرتکب د قتل وي .

your ads

۲- د هغوی په دار ځړول ؛ په هغه صورت چې څوک يې وژلي وي او د خلکو مالونه يې هم لوټ کړی وي .

۳- د هغوی د لاسونو او پښو کټ کول لکه څنګه چې ذکر شول ؛ په هغه صورت کې چې یوازې د خلکو مالونه يې لوټ کړی وي او څوک يې وژلي نه وي .

۴- د هغوی بندي کول يا د وطن څخه شړل په هغه شان څنګه چې په فقه کې بيان شوی دی .
د قطاع طريق د حد د تحقق د پاره دری شرطونه لازم دي :

١- چې نوموړي ډله د قوت او اسلحې لرونکي وي هغه که يو تن وي او که ډير کسان تر څو د نورو غلو څخه يې فرق وشي .

۲- دا چې دغه عمل په داراسلام کې تر سره شوی وي .

۳- داچې لاره شکونکي په علني ډول له خلکو څخه مال لوټ کړی وي ځکه که په پټه وي نو بيا هغه غله دي .

دوهم غله :
هغه غله چې په پټه له خلکو څخه مال غلا کوي په شريعت کې ورته سارق وايي
قوله تعالی :
وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (38)

( د نارينه غله او غلې ښځې نه لاسونه کټ کړئ د پاره د جزا د هغه عمل چې دوی کړی دی (دا جزا ) عبرت او تنبه ده د الله له جانبه او الله ډير قوي او ښه حکمت واله دی )
يعنې د نارينه غله او غلې ښځې د غلا شرعي حد دا دی چې د هغوی ښی لاس په بند کې پرې کړي په سبب د هغه عمل چې دوی کړی دی او دغه جزا عبرت دی د الله تعالی د جانبه ، پس په هغوی باندې خفه کيږه مه «او الله عزيز حكيم‌ دی» يعني‌: حق‌ تعالي‌

د غلا مال بايد څلور صفات ولري :

١- داچې غلا شوي مال نصاب شرعي ته ورسيږي يعني دومره پيسې يا د هغه د قيمت مطابق مال وي چې نصاب ته ورسيږي .
د احنافو په نزد د غلا نصاب يو دينار يا لس شرعي درهمه دی ، چې لس شرعي درهم له 29.75 ګرامو سپينو زرو يا نقرې سره سمون خوري که د يوه ګرام سپينو زرو نرخ 60 افغانۍ فرض کړو نو د غلا نصاب به 1785 افغانۍ وي .

۲- دا چې غلا شوی مال د شريعت د نظره ملکيت ولري او د پلورلو يا فروش وړ وي ، پس که شراب ، خوک وغيره چې شرعاً يې بيع حرامه وي غلا شي د غلا مال نه بلل کيږي .

۳- دا چې غل په غلا شوي مال کې څه ملکيت يا د ملکيت شبهه ونه لري يعني بالکل پردی او د بل چا مال وي .

۴- دا چې د غلا مال له يوه محفوظ ځای څخه غلا شوی وي ، مثلاً خزانه ، کور وغيره .
۵- دا چې په غله باندي دوه عادل شاهدان تير شي او يا خپله اقرار وکړي . (تفسير انوارالقرآن )

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب