د قرانکریم تاريخي اعجاز

په قرانکریم کې د «هامان» نوم راغلی دی لکه : فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ ، داپه داسي حال کې په انجیل او توراة کې دهامان هیڅ یادونه نده شوې ، مشهور فرانسوي ډاکټر موریس بوکای ته فکر پیداشو چې ولي د دي دوو اسماني کتابونو دهامان یادونه نده کړې نو یې څیړنه پیل کړه ، دی د مصر دلرغوني تاریخ یوه ماهرته ورغی او دهامان دنوم په اړه یې خپله اندیښنه ورسره شریکه کړه ، له هغه نه یې وغوښتل چې په هیروغلیفي ژبه کې د دي نوم تشریح ورته وکړې هغه د مصر دپخوانیو مشاهیرو دنومونو یو قاموس ورته راواخیست ، هلته چې د هامان دنوم کومه ژباړه یکلي وه هغه ډیره زیاته هیښونکي او ډیره عجیبه وه،

هامان یعني دکاڼو ایستونکو کاریګرو مشر ….!! ډاکټر موریس بوکای د مصر دلرغوني تاریخ پوه ته وویل : که زه درته ووایم چې ما 1400 کلنه مخطوطه موندلي ده ، په هغه کې لیکلي دې چې هامان دفرعون یو وزیر و او د معمارانو اوکاریګرو مشر یې و ته به یې په اړه څه ووایې ؟ دمصرتاریخ پوه چیغه کړه : دا ناشوني او ناممکنه خبر ده دا نوم یواځي دپخواني مصر په زړوموندل شویو کاڼو باندي په هیروغلیفي ژبه لیکل شوی دی ، چې یوه یې اوس هم په ویانا کې په (هوف) نومي لرغونتون کې شتون لرې ، اودا معلومات به دهیروغلیفي ژبي د رموزو په معلومولو سره ترلاسه کیږې او دا معلومات په کال 1822م کې ترلاسه شوې دې ، نو ستا مخطوطه چیرته ده ..؟؟ ډا کټر موریس بوکای هغه ته دقرانکریم ژباړه پرانستله لو ورته کړه یې : هغه مخطوطه د محمد معجزه ده ویې لوله ، وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَلْ لِي صَرْحاً لَعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِين . ژباړه : او فرعون وویل : ای مشرانو ! ستاسو له پاره له ماپرته بل خدای زه نه پیژنم ، نو خټي پخي کړه ای هامانه ! اوماته وداني جوړه کړه ، چې زه دموسي خدای ته وروخیژم او زه ګومان کوم چې هغه د دروغژنو له ډلي نه دی. حامد افغان

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب