مسکین او فقیر ته زکات ورکول جواز لري؟
د مسکین چا ته وايي؟ (( الْمِسْكِيْنُ هُوَ الْفَقِيْرُ الّذِيْ لَا يَجِدُ كَمَالَ الكِفَايَةِ)).
یعنې مسکین او بې وزله شخص هغه چا ته ویل کیږي چې څوک دومره څه ونه لري چې ده ته بسیاینه( کفایت) وکړي، البته فقیر بیا هغه چا ته ویل کیږي چې څوک له مسکین څخه هم ډېر ناداره او تنګ لاسی وي.[ که څه هم یو لړ پوهانو بیا ددې برعکس تعریف کړیدی].
د اسلامي سپېڅلي شریعت په رڼا کې ویلی شو چې دې دواړو ته زکات ورکول جائز دي، لکه څرنګه چې لوی څښتن تعالی په دې اړه مونږ ته داسې مهرباني کوي او ارشاد فرمايي:(( إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَ الْمَسَاكِينِ وَ الْعَامِلِينَ عَلَيْهَا)). [التوبة الآية 60]
ترجمه:بېشکه چې صدقې(دفرضي زکات وېش پر) اړمندو خلکو( هغه کسان چې هیڅ هم نه لري) ، بې وزلو او خدمتګارانو ( څوک چې د اسلامي حکومت له لوري د صدقو په راټولولو او په یو لړ نورو مهمو دندو او چارو باندی ګمارل شوي وي) لپاره دی.
أما که چېری د یو چا وټه ئیز( اقتصادي) حالت دا سې وي چې دومره څه مال ولري کوم چې د ده د خوړو، څښاک او لباس او هستوګنځي لپاره بسیاینه کوي، یا د وقف شوی مال څښتن وي، یا هم یو څه دنده او وظیفه او دېته ورته نور څه ولري؛ نو بیا په دې صورت کې نه ورته فقیر او نه هم مسکین ویل کېدلی شي او نه هم بیا د دوي ته د زکات ورکول جواز لري.
لیکنه: استاذ فضل الله ممتاز