د جنازې نه بعد د دعا حکم

سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده که مکروه؟
ځواب :- دی مــیـت قریــبــان دخپــل میـت دپـاره پـه انـفـرادی صــورت ســره چـی هـروخــت وغواړی دعأکولای شی البته دجنـازی نه بعدپه اجـــــتماعی صورت سره دعاکول دصحابه کرامــواوتابعینواوتبع تابعـــینونه ثـابته نده لـهذادفقهی حنیفی ډیرمعتبروکتــــابونو دغه عمل مکروه بللی اوور څخه یی منع فرمایلی ده لـــکه چی په محـــــیط کی لیــــکی:- ان الد عابعدصـلوة الجنازه مکروهه محیط باب الجنائز�دجــــنازی نه بعددعاکول مکروه ده په خلاصة الفتاوی کی لیکی لایقوم بالدعأفی قرأة القران لاجل المیت بعدصلوة الجنازة وقبـــــلهاج۱ ص ۲۵۵
دجنازی نه بعداویامخـــــــته دمیت لپــاره سورت ویــل اودعاکـول دی نـــه ووشی

په فتاوی سراجیه کی لیکی
اذافرغ من صلوة لایقوم بالدعـا ص ۲۳ چی کــله دجنازی نه فارغ شې نوددعادپاره دی نه دریږی په بزازیه علی هامش عالمګیریه کی لیکی
لایقوم بالدعابعدصلوة الجنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــازة لانـــــه دعـامـرةً ج۱ ص ۲۸۳ دجنــازی دلمانځه نه بعددعادپـاره دی نـه د ریږی ځـکه چی هغه یواردعــــــــــاکړیده یعنی په جنازه کی
په بحرالرائق کی لیکی ولایــدعـــــوبعـدالتسلیم ج۱ص ۱۸۳ وروستـه لـه سـلامـه دی دعـانــکوی
ملاعلی قاری (رح)په مرقات کی لیکی
لایدعواللمیت بعدصلوة الجنازة لانه یشبه الزیادت فی الصــــــــلوة الجـنازةمرقات ج ۲ ص ۲۱۹ دجنـازی دلمانـځه نه دی وروسته دی دعانکوی ځکه چی دازیادت ده په لمانځه دجنازی کی
خضرت مولاناعبدالحی (رح)لیکی
عن ابی بکرحامدالدعابعدصـــــلوة اجنازة مکروهة نفع المفتی والسائل ص ۱۳۴
ابوبـکرحامدوایـی چی دعاورسته لــه لمانځه دجـنــــازی نه مکـروه ده
مجموعه خانی قلمی لیکی
دعانخواندوفتوی برین قــــــــــول است ص۳۴۹هکذ فی جامع الــــرموز ج ۱ص ۱۲۵
دعادی نـــــه کــوی فـــــــــتوی پـــه دی خــــــــــــــــبره ده .

حیــــــــــــــــلة اسقــــــــــــاط
سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه ده؟
ځواب :- بایدووایوچی حیـــــــــله اسقــــاط ثابتـــــه ده اودفقهی حنیــــفی پـه معتبروکتابوکی ددی ذکرشـــته خـــــــوالبته مروجه حیله اسقاط دبعــــضی نقصاناتوله وجی خوندوره نده هغه نقصانات چی په مروجه حیــــله اسقاط کــــــــی مـــــــوجــــوددی په لاندی ډول دی (۱) داچه داحیله فقهـــــاووصـرف دمسکینــــــــانودپاره تجویزکړی حالانکه چی نن صبادهرڅومره ډیرمالدار
دپاره هم داحـــــیله جــوړیږی چی دادحقیقت خلاف ده بل داچی په دی حیله کی دثلث مال لحاظ نه کیږی اودیـتیم بچیانوحق نه ساتل کیږی بل داچـــی حیله اسقاط نن صبا یورواج ګرځیـــــدلی ده که یوډیرغریب مسکین وراث وی هم درواج اوپښتونوالی په خاطر بـــه ضـــرورپه خپل مرده پسی اسقاط ورکوی ولوکه روپی پــــه قرضه اوســود ورتــه اخـلی هم اوبل داچی داحیله
اقلاًیومستحب عمل ده خودعواموپه نزدداحیله مســتحب نه بلکی واجب یافرض ده اوحلانکه هرمستحب چی دی درجی ته ورسیــږی هغه مکروه ده لکه درمختارلیکی سجــــده الشــــکرمستحبة به یفتی لکنهاتکره بعد الصـلواة لان الجهله یعتقدونهاسنةوواجبة درالمختارقبـیل باب اعتکاف یعنـی ســجده دشکرمستحب ده اوفتوی په دی خبره ده لاکن له لمانځـــه نه ورسته يي کول مکروه دی ځکه چی ناعلمه خلګ په هغه باندی دسنــــت یـا واجب ګمان کوی ځکه خوعلمـــګیری هم لیکی قالوا هذاذلم یتخذ عـــادة بل فعـــل ذالــــک احیانا امــــااذااتخذذالک عادة له فانه یکره علمـــــــګیری کتاب الحیل ج ۶ ص ۳۹۰ ځینی خلګ واي التزام ناجائزده دوام جائزده په داسی اعمــالوکی دوام ده نه التزام ځواب داده چی دوام هم هروخت جائزنده علامه شـامی لیکی لاینبغی ان یقراء سورة متعینه علی
الدوام لئـلا یظن بعـض الناس انـــه واجب ج۱ ص ۴۰۲ یعنی نده مناسبه خبره چی یـــوســـورت معـــین همـــیـشه وايي ددی لپاره چی بعضی خلګ په هغه باندی دواجب ګمان نه وکړی همدارنګه ملاعلی قاری لیکی الدوام علی امرمندوب قـدیوهـم العوام فی الغلط ویعتقدونهالازما- مرقات ج۲ ص ۲۹۴
یعنی همیشه توب په مستحب کارباندی کله کله عوام په غلطی کی اچوی اوهغه داعقیده کوی چی دالازم ده بایددوام نه پری ؤشی په مروجه حیــــله کی دوام نه بلکی التزام موجـــــودده بالجمــــله حیله فی نفسه یـــومستحب امرده ځکه خوزمونـــږاسلافــــودغه عمــــل کړیده خوالبته عوامودغه حیله دمذکوروشرائطـــــوپه وجــــــه دیته مـــــفضی کړه چی مکروه شی ځـــــــــــکه خومولانارشیداحمدلیکی حقــــوق مالیه له حقــــــوق دی اداکولـوادکیږی اوحقوق بدنیه لکه لمونځ اوروژه په فدیه ورکــولــواداکــــیږی بــاقی پــاتی شـوه مروجه حیله اسقاط دامحض لغوه اوبی هوده حلیه اوپـــه خــیرلقــرون کی ددی هیــــڅ اثرنه لیــــدل کیږی فتاوی رشیــــدیه ج ۱ص ۱۲۶ خـــوکه بیاهــم دحیــلی ټــول شــرایـط په نظرکی ونیول شی اواصلاح شی کول یی ښـه خبره ده خومشکل داده چی په ټـول شرائطوبرابرحـیله انجام کول ناممـــکنه خبره ده هذاماعندی وللناس فیمایـعشقون مذاهـب .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب