۲۵- ۴۰ کلن افغانان څه کوي!؟

د افغانستان د وګړو تر ۶۵ ٪ ډیر تر ۲۵ کلونو کم عمر لري او له بده مرغه د تیرو درې لسیزو لانجو او جګړو د افغانستان هغه بشري ځواک چې د پوخوالي له تجربو څخه یې باید افغاني ځوانانو ګټه اخیستې وای نږدې له منځه وړی دی.

د نفوسو هغه برخه چې تر ۲۵ کلنۍ کم عمر لري تر ۷۰٪ ډیر بېسواده دي  او په ننی افغاني ټولنه کې  هغه باتجربه او پاخه خلک هم د ګوتو په شمیر پاتې دي چې ځوانانو یې په پله پل ایښی وای او تر مشرۍ لاندې یې د یو سوکاله هېواد لپاره کار کړی وای. له همدې امله نن ورځ د هغو افغانانو پر اوږو تر ټولو ډیر دروند تاریخي مسؤولیت پروت دی چې له ۲۵ – ۴۰ کلونو پورې عمر لري. د ټولنې دغه پوړ باید نه یوازې خپل ځوان وروڼه، خویندې، زامن او لوڼه رهبري کړي بلکې خپلو مشرانو ته هم د ننۍ نړۍ د غوښتنو سره سم سلامشورې ورکړي.

نن سبا له نانوایي نیولې تر میلي بسه پورې خلک په ننیو ستونزو او کله نا کله د حل لارو باندې غږیږي، اکثریت ځوانان د مسؤولیت احساس کوي، اکثریت خلک بدلون غواړي، د خپلو بچاینو ښه راتلونکې  غواړي، خپل اولادونه باسواده لیدل غواړي او ځان او نورو ته سوکاله ژوند غواړي؛ نو بیا ولې اکثریت خلک مایوسه دي، د هیڅ بدلون تمه نه لري، اکثریت بیسواده دي، خوار او زار دي او ټول پټه خوله هیڅ ګام نه پورته کوي؟

د مسؤولیت احساس یوه خبره او په عمل کې د مسؤولیت له مخې کار کول بله خبره ده، د بدلون غوښتنه یوه خبره او د بدلون لپاره کار کول بله خبره ده، د ښې راتلونکې خوب لیدل یوه خبره او د ښې راتلونکي لپاره کار کول بله خبره ده.

لاس تر زنې کیناستل هیڅ پایله نه لري، د نن کار سبا ته پریښول تر ټولو ستره تیروتنه ده، تشې خبرې او په عمل کې هیڅ نه ترسره کول تر ټولو غټه بدبختي ده.

your ads

څه باید وکړو؟

تش په نامه مدني ټولنې او له یو او بل سره تړلې رسنۍ ډیرې ګټورې ثابتې نه شوې. که ریښتنې مدني ټولنې او ناپېیلې رسنۍ مو درلودای ننۍ بدمرغۍ به هیڅکله په دې اندازه نه وای. موږ چې هر یو ځان من، خدایي خدمتګار، کارپوهـ او له ننیو مسلو سره ځان اشنا ګڼو، خو څه مو کړي او څه کوو؟ هیڅ.

د ریښتینو افغانانو، ځوانانو او خپلواکو انسانانو په توګه راځی پر خپلو مټو باور وکړو، د پردیو سفارتونو او مؤسسو دروازې ټکول پرېږدو، له زرګونو کیلو میټرو نه لیرې راغلیو سلاکارانو او ستراتیژي جوړوونکو ته غوږ نیول پریږدو او د خپلو افغاني ستونزو لپاره د حل افغاني لارې چارې پیدا کړو.

انفرادي هڅې د درناوي وړ دي خو دومره ګټورې نه دي چې بدلون راوستلی شي. ټولې انفرادي هڅې، چې ګټورې ثابتي شي، باید سره راغونډې شي او یو تګ لوری ورته وټاکل شي. د نړۍ په هیڅ هېواد کې ټول خلک پر یو نظر او یوه عقیده نه دي خو د هېوادونو د پولو دننه ګټې یې سره شریکي دي. موږ هم باید د همدغو شریکو ګټو د خوندیتوب لپاره سره راټول شو او د خپل اواز د اوریدو لپاره له یوه ممبره وغږیږو.

د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ په برکت موږ اړ نه یوو چې یو ستر دفتر دې ولرو او یا د بهرنیو سفارتونو او مؤسسو دراوزې وټکوو چې موږ غواړو د خپل هېواد لپاره کار وکړو تاسې راسره مرسته او کمک وکړی. په ننۍ نړۍ کې هیڅوک له چا سره بې مطلبه مرستې نه کوي حتی ورور یې له ورور سره نه کوي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب