سود (ربا) څه ته وایی؟

قیامت کې د انسانانو حشر مختلف وي

سود تعریف:

سود(ربا) مطلق زیاتوالي او پورته کېدو په معنی دی،
په شرعي اصطلاح له پوروړي یا اړمن له مجبوریته هر ډول مالي او فزیکي استفاده چې په قرض یا بدل کې حساب نه شي.
صدقه او سود دوه متقابل عملونه دي چې په یوئې ثوابونو سره د مقام لوړوالی دی په دنیا او اخرت کې او هم ټولنه پرې اباديږي برخلاف سود په دنیا کې زلت، ګناه او په اخرت کې رسوآيې او عذاب دی او هم ټولنه پرې خرابیږي.
په صدقاتو او پورونو ورکولو چې دشریعت په اساس وي،الله(عز وجل) پرې راضي کیږي او حتی پرته له عوضه په ځلونو ځلونو زیات اجرونه او ثوابونه ورکوي، د سود ګټه(ربا) پرته له خولو تویولو او عوضه دی چې الله (عزوجل) پرې ناراضه کیږي او د سود خور سره د جنګ اعلان کوي.
په مبارکو ارشاداتو کې په روا او عبادي توګه د پانګې ګټل او لوازمو تر لاسه کولوشرعي لاري ښودل شوي او هم ئې د مصرفولو او لګښتونو، همدا راز ئې د ناروا او حرامو معاملاتو د منعې اړوند هدایات ورکړي.
د حلال روزي ګټونکی په دنیا او د خلکو په نزد محترم وي که څه هم پانګه وال نه وي خو سود خور په دنیا کي هم د خلکو په نزد زلیل او حقیر وي که څومره پانګوال هم وي.
د حلالې روزي ګټونکی او مصروفونکی په دنیا کې هم ډاډمن وي او هم په اخرت کې به نه غمجن وي اونه به وېره ولري بر خلاف سود خور په دنیا کې له هر چا سره لاس او ګریوان وي لکه د لېوني روا او ناروا به نه پېژني او په اخرت کې خو پاڅول کیږي لېونی.
الله سبحانه وتعالی خپل بندګان نازوي او هڅوي چې د خپل رب(رب العالمين) نصیحت او خبره ومنئ؛ او په دې اړوند یو عمومي حکم نازلوي چې د سودي کار او بار مه کوئ او تر ننه مو چې کړی په هغه پښېمانه شئ، پر هغه نه نیول کېږئ، که په سودي کار بار اصرار او مداومت کوئ یقیناً چې کافر به دوزخ ته اچول کیږي او هلته به وي تل پاتې.
قیامت کې دانسانانوحشرمختلف وي
قیامت ورځ پنځوس مقامات لري دهر مقام زماني فاصله ئې زر کاله دی چې په مجموعي توګه د قیامت ورځ پنځوس زره کاله دی.
په مبارکو ارشاداتو کې د قیامت په ورځ د ځینو انسانانو د حشر کیفیت، حالات، ځانګړتیا او نښي بیان شوي، چې کامیاب انسانان په ښایسته صورتونو پاڅول کیږي، عمل نامې ورته په ښي لاس ورکول کیږي، د قرآنکریم د حافظ والدینو په سرونو د نور تاجونه وي چې رڼا کوي، ځينې نیک بخته به د الله عزوجل د عرش سیوري لاندې وي او همدا راز د نورو امتیازاتو سره به ځينې پرته له حسابه جنت ته درومي ،مګر ناکام انسانان په بدو شکلونو، ځينې وړانده، ځينې کاڼه پاڅول کیږي او عمل نامي په چپ لاس ورکول کیږي،غدار او خاین په شا  د غدارۍ په اندازه ښکاره بیرغ ټومبل کيږي، ،ځينې لکه د مار په سینه روان وي او همدا راز نور زجر او تکلیفونو سره دوزخ ته سوق کیږي، په دې ټولو کې سود خور به د حشر په میدان کې لېونی او حواس بایللی په شان وي.

قَالَ اللهُ تَعَالَى: الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَنْ جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّهِ فَانْتَهَى فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللَّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ.(البقره:۲۷۵)
ژباړه:هغه چې سود خوري نه پاڅي مګر دهغه چا د پاڅېدو په څېر چي شیطان په مس(لاس راښکلو) سره د ده حواس خراب کړي وي، دا په دې خاطر چي وايي: بیع خوهم د سود په څېر دی! حال داچي الله بیع حلال کړې او سود ئې حراکړی،نو چاته چي  خپل رب له لوري موعظه راغله،نو ډ ډه ئې وکړه، ده ته همغه پخوا تېر شوي دي او کار ئې الله ته(محول) دی او څوک چي بیا ورګرځېدو نو دوی دوزخیان دي ،په هغه کي تل پاتي.

(يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ): شیطان په مس(لاس راښکلو) سره د ده حواس خراب کړي وي.
سود خور به د قیامت په ورځ په داسي حال کې له قبره پاڅول کيږي چې په خپلو اندامونو ئې کنترول نه وي،لکه په دنیا کې چې مست(نېشه) لېونی وي.
عن عبدالله ابن عباس(رضی الله عنه):آكِلُ الرِّبا يُبْعَثُ يَوْمَ القِيامَةِ مَجْنُونًا يُخْنَقُ.(تفسیر ابن کثیر:لمړی ټوک)
ژباړه:حضرت ابن عباس(رضی الله عنهما) فرمايي: سود خور به د قیامت په ورځ به د لېونتوب په حال کې را پورته شي،په غاړه کې زندۍ ور اچول کېږي.(له مرۍ نېول کېږي)،همداراز د عوف بن مالک،سدي،ربیع بن آنس،مقاتل بن حیان اوله ځينو نورو بزرګانو هم روایت شوي.

لیک:احمد الله عاطفي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب