آیا په لمانځه کې د ښځې پښې په عورت کې شمارل کیږي او کنه؟

د لمانځه د شرطونو څخه یو هم دا دې چې عورت باید پټ وي، البته دا د علماؤ تر منځ یو اتفاقي نظر دی چې:

په لمانځه کې د ښځې د مخ او لاس پرته نور ټول جسم په عورت کې شمېرل کیږي او که چیری ېې په لمانځه کې د جسم یو څه برخه څرګنده شي؛ نو پر دې کار سره ېې لمونځ باطلیږي، أما د دې لیکنې په سر کې ددې خبری یادول هم اړین ګڼو چې د ښځې د پښو ښکاره کولو مسئله یوه اختلافي مسئله ده چې ځینې علماء ېې یواځې په لمانځه کې عورت ګڼي او ځینې نور د پښو ظاهري برخه عورت نه ګڼي او یو لړ دیني علماء ېې د احتیاط له مخې حتی له لمانځه پرته لکه د کور څخه د وتلو پر مهال هم د پردیو سړیو پر وړاندی پټ ساتل لازم بولي چې نه باید د دوي د پښو هیڅ برخه څرګنده شي؛ نو له همدې کبله غواړو چې په دې لیکنه کې د یادې مسئلې په دې اړه د فقهاء کرامو مختلف نظریات یو په یو له تاسې سره شریک کړو) ( 1) :

که چیرې په لمانځه کې د یوې مسلمانې ښځې داسې لنډې جامې پر تن وي چې مُخففه عورت ېې پکې ښکاره کیږي؛ نو د امام مالک ( رحمه الله) د مذهب له مخې ېې لمونځ صحیح ګڼل کیږي ــ (کوم مشکل نه لري) حتی که داسې وي چې په لمانځه کې ېې ( د وجود) کومه حرامه او مکروه برخه هم ښکاره شي، مګر دومره ده چې په دې صورت کې که چیری د لمانځه وخت لا قضاء شوی نه وي؛ نو خپل لمونځ دې بېرته راوګرځوي، البته د دویم ځل لپاره د لمانځه تر سره کولو پر مهال دې له په بشپړې پردې او ستر څخه کار واخلي. أما که چیری د لمانځه وخت ترې تېر شوی وي؛ نو پر هغې باندی ددې لمانځه قضاء نشته، مګر پر خپل دې کار سره به مؤاخذه کیږي.

د امام مالک د مذهب له مخې د ښځې پښې په عورت مُخفَّفَه کې شمېرل کیږي او دده په مذهب کې د پښو د ښکاره کولو حکم هغه ؤ، کوم ته چې مو لږ وړاندی اشاره وکړه، [ د فقهاء نظر د پښو د ظاهري او باطنې برخې په اړه سره مختلف دی] ( 2) لکه: د امام أبوحنیفه او امام شافعي( رحمهما الله ) په مذهب کې د دواړو پښو لاندینۍ برخې په عورت کې شمېرل کیږي چې په لمانځه کې باید پټ وساتل شي او پټول ېې لازم ګڼل کیږي او په دې اړ ه امام شافعې (رحمه الله ) یو بل څه هم اضافه کوي او دده په مذهب کې د پښو د لاندینۍ برخې تر څنګ د پښو ظاهري برخه هم په عورت کې حسابیږي چې باید پټ وساتل شي، خو د احنافو په نزد (د ښځې د پښو یوازې ظاهري برخه په عورت کې نه شمېرل کیږي، مګر باطني برخه ېې په عورت کې شمېرل کیږي)، ځکه دوي په دې نظر دي چې دا هم د لاسونو او مخ په څېر د وجود هغه برخې دي چې تل ښکاره کیږي؛ نو د ښځې د دواړو پښو ظاهري برخه د مخ په څېر حکم لري؛ نو عورت نه ګڼل کیږي او که چیری ښکاره هم شي)؛ نو لمونځ ېې صحیح دی او نه باطلیږي.

البته احتیاطي خبره به دا وي چې: یوه مسلمانه مېرمن د لمانځه د آداء کولو پر مهال د پښو د پټو ساتلو لپاره له غیر شفافو جورابو څخه (چې نازکې نه وي) استفاده وکړي او دا به هم غوره وي چې د لمانځه د تر سره کولو پر وخت یوه مېرمن اوږدې جامې پر تن کړي، چې په ځانګړې توګه د سجدې پر مهال ېې دواړه پښې تری ښکارنه نشي او پټې وساتل شي.
علماؤ د یو لړ دیني نصوصو په رڼا کې د دې خبری څرګندونه هم کړېده او ویلي ېې دي چې:

ښځه عورت ګڼل کیږي او په دې اړه دوي دا صحیح حدیث د دلیل په توګه سره نیسي چې نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم) پکې فرمايي: (( : (الْمَرأةُ عَوْرَةٌ)) )) ــ یعنې ښځه عورت دی؛ نو پر هغې باندی دا فرض دي چې د لمانځه پر مهال د ستر او پردې خیال وساتي( البته د ښځې مخ او لاسونه په عورت کې نه حسابیږي). د یو لړ مبارکو نبوي احادیثو په رڼا کې د دیني علماؤ دا پورته څرګندونې مونږ ته د دې حقیقت ښودنه کوي چې: ښځه عورت دی او د جمهورو علماء په نزد لکه څرنګه چې مو مخکې هم یادونه وکړه، دوي باید خپلې دواړه پښې په لمانځه کې پټې وساتي.

البته د یادې مسئلې په اړه مو چې د فقهاؤ د نظریاتو څرګندونه وکړه، دا په اصل کې د المُلتقی الفقهي د فیس بوک د مینه والو څخه د یوې خور پوښتنه وه چې له تاسو سره مود هغې ځواب شریک کړ، هیله ده چې زمونږ قدرمنې خویندې ورڅخه خورا ګټه پورته کړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1) او ( 2): مترجم

لیکنه: فضل الله ممتاز د فقهي علومو متخصص

ژباړه: محمدخالد ملکزی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب