په اوبو کې کرنه (Hydroponic system)

په اوبو کې کرنه (Hydroponic system)
نباتات د یوې پروسې په اساس چې ضیایي ترکیب (photosynthesis) نومیږي انرژي تولیدوي او نمو کوي، د دې پروسې په اساس نباتات د لمر د رڼا په موجودیت کې کاربن ډای اکساید (د هوا مضره غاز) او اوبه په ګلوکوز او اکسیجن بدلوي، البته دا عملیه د پاڼو په کلوروفیل کې صورت نیسي، کیمیاوي رابطه يې په لاندې ډول ده.
6CO2 + 6H2O → C6H12O6 + 6O2
څرنګه چې نباتات غذايي عناصرو، اوبو او اکسیجن ته ضرورت لري، نو غدایی عناصر او اوبه نباتات د خاورې څخه اخلي او اکسیجن له هوا څخه. که چېرته دا مواد بې له خاورې یعني د ضروري عناصرو له محلول څخه واخستل شي نو دا د هایدروپانیک مفهوم افاده کوي. Hydroponic له دوه یوناني کلیمو څخه اخستل شوی دی چې هایدرو په معنی د اوبو او پانیک په معنی د محنت (Hydro=water and Ponic= labor or toil). په لنډ ډول ویلی شو چې د نباتاتو کرنه بې له خاورې هایدروپانیک نومول کیږي.

د هایدروپانیکي کرنې ګټې:
په هایدروپانیکي شکل د نباتاتو کرنه نسبت په خاورې کې کرنې ته ډيري فایدي لري. د ودې مقدار (Growth rate) يې نسبت خاورې ته په کرنه کې ۳۰ – ۵۰ ٪ پورې چټک وي په داسې حال کې چې په عین محیطي شرايطو سره وکرل شي، د دې ترڅنګ حاصل يې هم زیات وي. ساینس پوهانو د هایدروپانیکي او په خاوره کې د نباتاتو د کرنې لوي توپیر لپاره زیات دلایل ذکر کړي دي. لکه په هایدروپانیکي میډیا کې د زیات اکسیجن موجودیت د ريښو وده تحریکوي، چې نوموړی اکسیجن د عناصرو د زر جذب سبب کرځي.

په هایدروپانیکي کرنه کې ضروري عناصر د اوبو سره مخلوط او مستقیماً نباتاتو ته انتقالیږي. نباتات مجبور نه دي چې په ضروري عناصرو پسې ريښي لکه په خاوره کې د پلټني لپاره وغځوي او تلاش يې کړي. په هایدروپانیکي شکل نباتات د غذايي موادو د پیداکولو او ماتولو لپاره کمې انرژۍ ته ضرورت لري، نو ساتل شوي انرژي یې په چټکې ودې او د زیات حاصل په توليد باندې په مصرف رسیږي. همدارنګه هایدروپانیکي نباتات د کمو مشکلاتو لکه امراض او نورو افاتو سره مخ کیږي او نسبتاً نباتات يې صحتمند وي. هایدروپانیکي کرنه د محیط لپاره هم ښه ده، ځکه چې په هایدروپانيکي شکل کرنه کې اوبه نسبتاً په خاوره کې کرنې ته لږي او په مناسب ډول استعمالیږي او دا په دې خاطر چې هایدروپانیکي محلول بیا او بیا استعمالیږي. د نه ضرورت په اساس لږ حشره وژونکی او نور کیمیاوي مواد استعمالیږي. څرنګه چې د خاوري په کرنه کې top soil د منځه ځي نو په هایدروپانیکي شکل د دې خطر څخه هم مخنیوی کیدای شي. بله ګټه يې د هرزه بوټو نشتوالی دی چې د Herbicides د استعمال څخه يې هم خلاص یو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب