په انګورو کې شنه ښاخبري او په کندهار کې د څوکو وهل

شنه ښاخبري عبارت له هغي ښاخبرۍ څخه ده چې د انګورو د تاک په فعاله وده کې د تاک نا مطلوب او غير ضروري  ښاخونه او هغه برخي چې پرته له اړتيا يي وده زياته او چټګه وې قطع کړل شي.

د شني ښاخبري اهداف:

۱ – د تاک بدني نمو هغه لور او طرف ته متوجه کول کوم چې اړين او ګټور وې ( کله چې غير ضروري ښاخونه، سکرونه او د اوږدو ښاخونو څوکۍ قطع کول شي نو د اوبو او غدايي موادو مدريت کيږي او د ميوې، عمده ښاخونو، تنې او ريښو وده زياتيږي او د تاک په حاصیل او بنيادي وده باندي مثبته اغیزه کوې.

۲ ـ د تاک منځنۍ برخي خلاصيږي او هري برخي ته يې د لمر وړانګي رسيږي د ناروغيو او افتونو په مخنيوې کې رغنده رول لوبوې.

۳- د محصول کيفيت ښه کيږي.
۴- تاک ته مناسب شکل او فورم ورکول.
۵- د اوبو او غذايې موادو ښه مدريت او سپما.

شنه ښاخبري کې عمومآ سکرونه چې د تاک په تنه باندي موجود وې باید ژر تر ژره قظع کړل شې او باغدار بايد په اوني کې حد اقل يو ځل د باغ ټول تاکان وويني او سکرونه يې قطع کړي.

your ads

هغه غير ضروري ښاخونه چې ميوه و نه لري او وده يې د تاک د کمزوري سبب کيږي باید مخکې له دي چې وده يې زیاته شې او د تاک مطلوبه برخي کمزوري کړي بايد قطع کړل شې.

هغه ښاخونه چې ډيره چټکه وده لري او د ګل او ميوي د کمزوري سبب کيږي بايد سرونه يې قطع شې تر څو اوبه او غدايې مواد يې کنترول شې او ميوې کفيت ښه شې که د داسي ښاخونو سرونه قطع نه شي نو له يوې خوا به اوبه او غذايې مواد ډیر په مصرف رسيږي او له بلي خوا به د ميوې کیفيت خراب وي، خو يوه ډيره مهمه يادونه چې بايد ويې کړم هغه دا چې په کندهار کې د شني ښاخبري دغي برخي ته د څکيو وهل ویل کيږي په ِغير مناسب وخت کې د ښاخونو سرونه قطع کيږي چې نه يوازي ګټه نه لري بلکه زيان هم لري، هغه دا چې نوموړي ښاخونونو وده او نمو په ډیره ابتدايې حالت کې وې او سرونه يې وهل کيږي چې دا کار له قطع شوې ځای څخه کښته د نورو نودو د منځ ته راتګ سبب کيږي او د یوي نودي پر ځای دوه او دری نوري نودې منځ ته راځي او د غذايې موادو او اوبو ډیر جذب کوې چې بالاخيره د ميوې د کيفيت د خرابيدلو او تاک د بدني ودي د ناسموالي سبب کيږي.
د نودو د سرونو قطع کول بايد په مناسب وخت کې وشې چې تاک او ميوي کيفيت ته ګټه ورسول شي او هم د اوبو او غذايې موادو د ډیر مصرف مخه ونيول شي، هدف دا دی چې که شاخونه ډير خام وې يعني د نمو په لمړنيو وختونو کې قطع نه شي بايد په داسي وخت کې قطع شې چې د نودي د نوک په پريکولو سره په لاندي برخه کې نوري نودي راپورته نه شي.
د نودو د سرونو د پريکولو مناسب وخت هغه دی چې يا خو د نودي وده يو متر ته رسيدلي وې او يا هم د تاک پاڼې تر نيمايې ډیري پخي شوي وې نو په په داسي وخت کې د سورنو په غوڅولو سره په لاندي برخه کې نوې نودي نه را شني کيږي او اوبه او غذايې مواد به د ميوې او او مطلوب ښاخ په وده باندي په مصرف ورسيږي.

د شني ښاخبري تاوانونه:

۱- لکه څنګه چې هره ښاخبري ماهر، مسلکي او فني شخص لارښوني ته اړتيا لري خو متاسفانه زموږ د هيواد اکثره باغداران يې په خپل سر پرته د باغداري د انجنير له مشوري څخه کوې چې ډير وخت د ميوي د کيفيت د خرابيدلو په قربانۍ تماميږي.

۱-  که په علمي او مسلکي ډول ونه شي نو د ناروغيو د راتګ ويره ډیره وې.

۲ – که تر اندازي ډیره وشې نو د لمر وړانګې په ډیره اندازه او مستقيم ډول د تاک منځ ته داخليږي او د لمر سوځونې سبب کيږي.

په درنښت

ليکنه محمد نعيم پوپل
نيټه د ۱۳۹۹ د ثور پنځمه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب