د لایم سلفر (lime sulfur) درمل

لایم سلفر یو ترکیبي درمل ده چې په ژمي کې د ناروغیو او افتونو د مخنیوي لپاره په نباتاتو استعمالیږي. نوموړی درمل د ۱: ۲: ۳.۵ تناسب په اساس ترلاسه کیږي چې له ۱ کیلو ګرام اوبه نارسیدلې چونې (کلسیم هایدرکساید)، ۲ کیلو ګرامه سلفر پوډر او ۳.۵ ګیلن اوبو څخه عبارت دي.
د جوړونې طریقه
ذکر شوی چونه باندې لږ مقدار اوبه (د معین شوی اوبو څخه) اچوو ترڅو مات شي او بیا یې د سلفر پوډر سره ګډوو. پورته ذکر شوی مقدار اوبه په یو بیلر (فلزي لوښې) کې اچوو او جوش ورکوو، د جوشیدو سره نژدې د چونې او سلفر مواد په تدریجي ډول وراضافه کوو او مواد تر یو ساعت پورې سره ښورو ترڅو محلول قهوي رنګ غوره کړي. لاس ته راغلی محلول باید پریښودل شي ترڅو سوړشي، تر سړیدو وروسته محلول له ململ ټوټې (جالی) څخه تیرو. یو لیتر محلول له ۹ لیتره اوبو سره ګډوو او په ونو یې استعمالوو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب