دنياوي ژوند ازموينه ده

څوک اسلام اختياروي، څوک کفر اختياروي.
څوک صالح اعمال کوي، څوک فسق کوي.
څوک په شتمنۍ او موقف کي تواضع کوي، څوک مغرور وي.
څوک په نعمتونو کي شاکر وي، څوک نور غواړي.
څوک په مصيبتونو کي صابر وي، څوک مخلوق ته شکايات کوي.
چا ته د ګناه موقع نه برابريږي، تلاښ ئې کوي؛ خو چاته د ګناه موقع برابره وي، الله عزوجل ساتلى وي.
څوک په ګناهونو کي داسي غرق وي، چي د ګناهونو حرمت ئې ذهن ته نه ورځي او د چا بيا په صالحو اعمالو ارمان نه پوره کيږي!
د ګټو او ضررونو نتايج په اخرت کي معلوميږي، که څه د ځيني صالحو اعمالو يا ګناهونو ځيني پايلي دلته هم څرګنديږي!
دنيوي ژوند که جوړيږي خو ډير ښه دى، که نه جوړيږي اخروي ژوند بايد حتماً جوړ کړو!
يو مسلمان بايد د بل مسلمان خير خواه وي، دا د اسلام غوښتنه ده!
يو او بل ته دعاوي او يو دبل لاسنيوى وکړو!

جزاک الله خيرا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب