څنګه کولاى شو چې د يوې سيمې يا ولايت د باغونو ساحه معلومه کړو؟

د یوي سیمي د باغونو په اړه معلومات درلودل ډیر اړین دی تر څو جوته شي چي نوموړي سیمه څومره مصرف او څومره عاید لری، د يوي سیمي یا ولایت د باغداري په اړه باید دقیق او مسلکي معلومات او ډاټا موجوده وي ترڅو د سیمي د مصارفو، عایداتو او نورو مهمو برخو په اړه په مسلکي او تخنیکي لحاظ معلومات موجود وي  چې د نوموړي ولایت او سیمي لپاره د پرمختګ او اصلاحاتو اړوند پلانونه جوړ شي ، د سیمې يا ولایت د د جغرافيايې نقشي تر څنګ اقتصادي نقشه هم ډیره مهمه ده چي په اقتصادي برخه کي يې باغونه او تولیدات د قطار په سرکي حسابیږي ، په نوره نړۍ کې د هری سیمي د تولیداتو نقشه او معلومات د رسمي ادارو لکه د کرني د څیړنیزو انستيتيوتونو، پوهنتونو او علمي او تحقیاقاتي نهادونو دنده ده او هغوي هر کال نوي ډیټابیس د خلکو ، تجارانو او دولت په اختیار کي ورکوي خو متاسفانه په افغانستان کي دا هر څه په منفي کي ضرب دي نه پوهنتونونه او انستيتيوتونه او نه هم نور نهادونه په دي اړه کار کوي او نه زمینه ورته مساعده ده.

اوس نو څنګه وکولای شو چي په افغانستان کې د باغونو ساحه معلومه کړو؟

د باغونو د ساحي په اړه معلومات ډیر مهم او اړین دي چي د سیمي او ولایت د عایداتو او مصارفو د سنجولو کیلي په لاس راشي، که د يوه ولایت د باغونو د ساحي په اړه معلومات موجود وي نو اسانه کولای شو چي د کيمياوي سرو، کاریګرو، اوبو او نورو مصارفو په اړه يې محاسبه وکړو او همدارنګه په اسانه کولای شو چي عایدات وسنجوو چي څومره کلنی عاید ترلاسه کيږي څومره بهر ته صادریږي او څومره محصول د دولت جیب ته ځي ……………….

لکه څنګه چي پورته يادونه وشوه چي په افغانستان کي رسمي او علمي نهادونه نلرو چي موږ ته دقیق ارقام په لاس راکړي چي څومره ساحه مو په باغونو پوښلي ده نو د هر څه د اټکل په دبي ور اچوو خو دا چي اټکل مو لیږ حقایقو ته نږدي وي باید په لاندي ډول معلومات ترلاسه کړو.

سوال ؛ په کندهار کي د انځرو د باغونو ساحه څومره ده؟

جواب: موږ یوازني سرچينه يا ماخذ چې لرو هغه مارکيټ دي چي له موږ سره مرسته وکړي ترڅو حقایقو ته نږدي شو.

د مارکيټ معلومات: 

راځو په مارکيت يا بازار کي د انځرو په اړه معلومات کوو چي د کندهار عمومي بازار یا مارکيټ ته څومره وچ انځر راوړل کیږي چي بیا وروسته له همدغه څایه داخلي او بهرنیو مارکيټونو ته وړل کيږي

مثلا هر کال په اوسط ډول پنځلس زره مټریک ټنه وچ انځر د کندهار مارکييټ ته له شاولیکوټ، میانشین، خاکریز او نیښ ولسوالیو څخه راوړل کيږي.

د انځر باغونه

ساحوي مسلکي او تخنیکي معلومات: 

وروسته له همدغو معلوماتو سره ساحوي او مسلکي معلومات او ارقام یو ځای کوو او محاسبه کوو يې

په ساحه کي که د انڅرو عنعنوي باغونه وګورو نو په اوسط ډول چي باغونه ۳×۴ متره کي احداث شوي وي نو ۱۶۶ وني په يوه جریب يا ۲۰۰۰ متره مربع کي کرل شوي دي.

3mX4m=12m2

12m2 =1 Tree

2000m2 = ?

?=2000m2x12m2/1 =166 Trees

په ساحه کي یوه پنځه کلنه او تر هغه لوړ عمر لرونکي د انځرو ونه په اوسط ډوله د کال 5Kg وچ انځر تولیدوي اوس راځو د مارکيټ ارقام او د ساحي ارقام سره محاسبه کوو.

یو جریب چي 166 د انځرو وني لري او هره ونه پنڅه کیلو وچ انځر تولیدوي د یوه جریب تولید داسي محاسبه کوو.

1 Tree = 5Kg

166 Trees = ?

?= 166x5Kg/1=830 kg

د یوه جریب عاید په اوسط ډول 830 Kg  شوو اوس د مارکيټ ارقام چي کلني محاسبه يې 15000 MT ده داسي محاسبه کوو تر څو معلوم کړو چي همدغه 15000 MT له څو جریبونو څخه په لاس راځي؟

لمړي 15000 MT په کیلو اړوو.

15000 MTX1000Kg =15000000Kg

اوس نو معلوموو چي نوموړي تولید له څومره ځمکي څخه ترلاسه کولای شو.

830 Kg = 1 Jerib area

15000000Kg = ?

? = 15000000Kg X 1Jerib area/830 kg =18072.2 jeribs

يعنی په اخیر کي معلومه شوه چي د مارکيټ اندازه وچ انځر به له 18072.2 جریب ساحې باغونو څخه لاسته راغلی وي.

لیکنه: محمد نعيم پوپل
نیټه : د ۲۰۲۳ کال د فبروري لومړۍ ورځ

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب