د معتدله سیمو میوو د روټسټاکونو نسلګیرۍ په برخه کې لاسته راوړنې

د معتدله سیمو میوو د روټسټاکونو نسلګیرۍ په برخه کې لاسته راوړنې 

 (ACHIEVEMENTS IN ROOTSTOCK BREEDING FOR TEMPERATE FRUIT CROPS)

روټسټاکونه (Rootstocks) یا مورني بوټي کوم چي د نوي ټیکنالوژۍ او کرنې په پراختیا کې مرسته کوي د نن ورځې په عصري بڼوالۍ کې خورا اړین دي. په مختلفو میوو کې وروستي پرمختګونه د کلون یا غیر زوجي توګه تکثیر شوي روټسټاکونو په وسیله رامنځته شوي او له همدې امله ډیری نوې پرمختیایي پروژې پدې اړه کار کوي. که څه هم د مورني بوټي (روټسټاک) په پرتله د پیوند بوټي (ساین) دنسلګیرۍ لږه کچه پروګرامونه شتون لري. همدارنګه د مختلفو ځانګړتیاوو لپاره د روټسټاک ډیری شمیر اوس هم د ارزونې په مرحله کې دي او یوازې لږ شمیر یې معرفي شوي دي.

په مڼو کې، غالب روټسټاک M9 دی چې په ځواکمن ټیټ قد  ګروپ کې راځي او یو په زړه پورې روټسټاک دی (د بیلګې په توګه په اسانۍ سره تکثیرکیږي، ټیټ قد لري، ژر حاصل ورکوي، د لمرسوځیدنې(fire blight) ، سکب(scab) ، کالر راټ(collar rot) او پخته لرونکو سپږیو(wooly aphid)  په وړاندې مقاومت لري) خو له پامه غورځول شوی دی. که څه هم ځینې غوره نوي روټسټاکونه د معرفي کولو په حال کې دي. د ناک لپاره د څو ټیټ قد پایروس (Pyrus) لړۍ د ازموینې په مرحله کې ده، مګر تر دې دمه هیڅ یوه نتیجه نه ده ورکړې.

په وروستۍ لسیزه کې د سخت زړو میوو لپاره د روټسټاک څیړنه د نویو نسلونو په پرتله د روټسټاک ارزونې باندې ډېر تمرکز شوی دی.  په اګرانومیکي لحاظ دمتراکم یا ګڼ باغونو د جوړولو لپاره ځواک یا دنبات قوت ډېر اړین دی.

نورې مهمې زراعتي ځانګړتیاوې د مختلفو سپیشیزونو د ډول ډول کلټیوارونو سره مطابقت لرل دي، داکسیجن دکمښت سره درېښې مقاومت، داوبو  داستعمال مؤثریت،  د خاوری د ځانګړو غذایي موادو د استخراج یا ایستلو لپاره وړتیا، داوبو یا خاورې  مالګینتوب زغمل. بایوټیک فشارونه هم مهم دي: د آفتونو اوناروغیو په وړاندې مقاومت یا زغم  لکه نیماتودونه، د خاورې څخه پیدا شوي فنګسونه، کرون ګال (crown gall)، باکټریا یي شړېدنه (bacterial canker)، او څو نور ویروسونه، ویروئیدونه او فایټوپلازما.

د نباتاتو د نسلګیرۍ د فینوټایپیک یا ظاهري ارزونې کې د مالیکولر مارکرونو کارول د روټسټاک د نویو ډولونوپه انتخاب کې ډېره مرسته کولی شي. د مارکر په مرسته انتخاب یا (Marker-Assisted Selection) کولی شي د نوي کلټیوار ترلاسه کولو لپاره اړین وخت را لنډ کړي او همدارنګه نموړې پروسه دیواځې ظاهري انتخاب په پرتله په ارزانه او آسانه توګه ترسره کړي، مګرد مالیکولر او فیزولوژیکي میکانیزمونو د ښه پوهېدو لپاره ډیرې آساسي څیړنې ته اړتیا ده.

1. د یو غوره روټسټاک ځانګړتیاوې:

  • منظم درېدل
  • ژر په حاصل راتلل
  • ټیټ قد لرل
  • دپیوند سره مطابقت لرل
  • په آسانۍ سره تکثیر یا ډېرېدنه
  • دامراضو او آفاتو په وړاندې مقاومت
  • د چاپېریال سره مطابقت
  • دډېر عمرکول
  • لوړ حاصل ورکول
  • دښه کیفیت میوه ورکول

 

2. د روټسټاک د انتخاب لومړني هدفونه:

که څه هم د روټسټاک نسل ډېرونه د مشخصو خواصو لپاره ترسره کیږي (شکل 1). دمعلوماتو له مخې په رسمي توګه  هیڅ  د روټسټاک ډولونو لپاره تر خپل کنترول لاندې راوستلو یا اهلي کولو مشخصات تشریح شتون  نلري. برسېره پر دې، لږ  مورفولوژیکي یا جنیټیکي  د روټسټاک  مطالعات او د دوی وحشي اجداد شتون لري ترڅو دروټسټاک په تربیه کې وکارول شي.  د روټسټاک د انتخاب په جریان کې لومړنۍ ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:

 د پیوند ځای جوړښت او مطابقت

د دې لپاره چې پیوند په  بریالي توګه ترسره شي او همدارنګه د رېښو یو سم سیستم ترلاسه شي، روټسټاک او ساین باید یو دبل سره مطابقت ولري. په پایله کې،  دهر روټسټاک دانتخاب  لومړنی فکټور د نسج رامینځته کولو وړتیا  ده کوم چې دساین او روټسټاک ترمنځ دنښلېدو دنده ترسره کوي.long to be saved

د ریښې فعالیت او جوړښت

د پیوند دبریالیتوب څخه وروسته، د ریښو د سیسټم د ځانګړتیاوو تر لاسه کولولپاره  روټسټاک یا مورنی بوټی غوره کیږي، د بایو ټیک یا عضوي  (حشرات، پتوجن او نور) او ابیوټیک یاغیر عضوي فشارونه لکه مالګینتوب، وچکالۍ او سیلابونه په پام کې نیول کیږي.

د پيوند بوټي د ځانګړتیاوو لپاره د مورني بوټي بدلون

د مورني بوټي د جوړښت او فعالیت سربیره، په پیوند بوټي باندې د دوی د اغیزو همدارنګه  ژر په حاصل راتلل، تولید، د ناروغیوپر وړاندې مقاومت، او د میوو کیفیت په آساس ټاکل کیږي.

د ونې د جوړښت بدلولو سربیره، مورني بوټي ددې لپاره کارول کیږي چې هغه امراض، آفات او فزیالوژیکي ستونزې چې پيوند بوټي اثر کوي په مقابل کې یې مقاومت پیدا شي. داسې ګمان کیږي چې مناسب غذايي مواد او اوبه اخیستل او بيا د مورني بوټي پواسطه پیوند بوټي ته ليږدول د فزیالوژیکي ستونزو په مقابل کې مقاومت کې مهم رول لري لکه فزیولوژیکي ستونزې او دساقې نسواري کېدل په کیوي او د ساقې ماتیدل په لیمو کې.

۱-شکل: مورنی بوټی چې په څو کلنه کرنه کې کارول کیږي (A) د وحشي څخه غوره شوي او (B)  دکرل شوو پیوند بوټو دپیوند لپاره کارول کیږي. (C)  درېښې ظاهري بڼه، او (D) په پیوند بوټي ددوی اغیزه

3. د مڼې دروټسټاک نسل ډېرونه

موخې

  • په منظمه توګه دریدل او له سکرونو څخه پاک
  • ژرپه حاصل راتلل او په پراخه کچه د تطبیق وړ
  • د ملاتړ سیسټم لګښت کمولو لپاره ښه دریښې سیسټم
  • په آسانۍ سره نسل ګیري کیږي
  • ټیټ قد
  • په بشپړ ډول د پیوند سره مطابقت
  • د وچکالۍ سره مقاومت اودهرزه بوټو سره په غذایی موادو کې سیالي وکړي
  • په بشپړ ډول د مڼو د سپږیو سره مقاومت
  • د ژمي د سختې یخنۍ په وړاندې لوړ مقاومت
  • د لمر سوځیدنې (fire blight) او د کالر راټ (collar rot) ناروغیو په وړاندې مقاومت.
  • د بیا ځلې کښت د ستونزې په وړاندې مقاومت ولري

 

پرمختګ

د باغدارۍ څیړنې نړیوال – ختیځ مالینګ ( East Malling -International) د معتدله میوو د نسل  ډېرونې  لپاره یو له مخکښو مرکزونو څخه دی.  په 1920 کې ډاکټر ویلینګټن او هټن (Drs. Wellington and Hatton) د مڼو په روټسټاکونوکارپیل کړ ترڅو روټسټاکونه تصدیق کړي او په ټوله نړۍ کې یې توزیع کړي، د ۱- ۹ یا  I  تر  IX ډول پورې. وروسته، نور ډولونه په اصلي نهو کې اضافه شوي. که څه هم دا ډول بیا په مالینګ (یا انګلیسيM )  پیژندل شوي او په پای کې رومي شمیرې د عربي شميروپه ځای  استعمالې شوې. د دې اصلي مالینګ انتخابونو څخه یوازې دوه لکه M.9 او M.7 اوس په پراخه کچه کارول کیږي.

د مڼو د اوسنیو روټسټاکونو په وړاندې ننګونې: 

په تیرو 60 کلونو کې، په ټوله نړۍ کې کروندګرو د روټسټاک د انګلیستان مالینګ لړۍ کارولې او  محدودیتونه یې دا دي:

  • د ژمي د سړو په مقابل کې مقاومت
  • د ریښو د ورستیدو (Phytophthora root rot) په وړاندې د مقاومت نشتوالی
  • د د لمر سوځیدنې باکټریایي ناروغۍ په وړاندې حساسیت
  • درېښو ضعیف سیستم
  • دسکرنمو
  • د مڼې د بیا کښت ناروغۍ ته حساسیت
  • دسسست پیوند ځای رامنځته کېدل
  • ژر په حاصل نه راځي

 

د جنیوا روټسټاکونه:

د جنیوا روټسټاک د بیا کښت(replant) زغمونکي دي، همدارنګه  جی ۴۱، جی ۲۱۴، جی ۹۳۵، جی ۲۱۰، جی ۳۰ او جی ۸۹۰ یی ژراو په ډېره پیمانه حاصل ورکوي. د جینوا روټسټاکونو د لیدلو لپاره لاندې انځور وګورئ. د ایمله EMLA روټسټاکونه د ویروس څخه پاک روټ سټاکونه دي چې د ورته M یا MM څخه انتخاب شوي دي. دوی د غیر تصدیق شوي موادو سره د پرتلې وړ ځانګړتیاوې لري، مګر ۵ -۱۰سلنه پیاوړی دي (۲-شکل).

۲-شکل: د مڼو د جینوا روټسټاکونه

۱-جدول: د مڼو ځینې بهرني روټسټاکونه

روټسټاک ځانګړتیاوې
M9 Pajam 1 اصلي ځای یې فرانسه ده، د میوو ښه ترتیب لري، د ګڼ یا متراکم باغونو لپاره غوره دی (۱۶۰۰-۴۰۰۰ ونی په یو هکټار کې ) کرل کېدای شي
M9 Pajam 2 اصلي ځای یې فرانسه ده، لوړ حاصل ورکوي او دیخنۍ په مقابل کې مقاومت لري
M9 NAKB T337 اصلي ځای یې هالڼد دی. دنیالګیو اندازه ۳۰-۳۵ سلنه
M9 NIC 29 اصلي ځای یې  بلجیم دی، اندازه یې   M9 337ته ورته ده، په باغ کې د ژوندي پاتې کیدو٪ سلنه یې ډېره ده
Budogovasky 9 دنیالګیو اندازه ۳۰-۴۰ سلنه، دکالرراټ (collar rot) ناروغۍ او دیخنۍ په مقابل کې مقاومت لري
Budogovasky 118 روسي نسل روټسټاک دی، په وچو، شګلنوخاورو او هغه ځایونو کې چې مخکې پکې نورې ونې کرل شوې وي دهغه په ځای  کې وړاندیز کیږي
Geneva 11 لوړ حاصل ورکوي، د لمر سوځیدنې ناروغۍ  په وړاندې مقاومت لرونکی او په متوسطه توګه د پخته لرونکو سپږیو (woolly aphid) په وړاندې مقاومت لري
Geneva 65 د کالر روټ او لمرسوځیدنې ناروغیو په وړاندې مقاومت لري، د M27 په څیر اندازه لري
Geneva 30 د EMLA 7 سره ورته اندازه لري  خو دهغه په پرتله د لمر سوځیدنې سره ډیر مقاومت لري
EMLA 106 متوسط قد لري، د سپور ډول ریډ ډلیشیزلپاره ښه انتخاب
EMLA 111 د معیاري ونې ۲/۳ اندازه لري، په ښه توګه دریږي او د وچکالۍ په وړاندې مقاومت لري
EMLA 7 دنیالګي اندازه یې ۵۰-۶۰ سلنه ده، دژمي دیخنۍ سره مقاومت لري او په سمه توګه دریږي
Ottawa series د latent یا پټ وایروس په مقابل کې مقاومت اود MM106 په پرتله ډیرحاصل ورکوي
MAC 1 د M7 سره یوشان اندازه لري، سکرونه نه تولیدوي او ونه یی مظبوته دریږي
MAC 9 قد اوهمدارنګه حاصل یی د M9  په شان دی
Supporter 4 دیخنۍ په مقابل کې مقاومت لري، دEMLA26  او EMLA106 په پرتله غوره دی
P 22 ونه یې مظبوطه دریږي، د کرون ګال (crown gall)، کالر راټ (collar rot) ، کنکر(canker) او جرب یا سکب (scab) ناروغیو په وړاندې مقاومت لري

 

۲-جدول: په مختلفو هیوادونو کې د مڼو د روټسټاک د نسل ورکولو مختلف پروګرامونکي

دنسل ډېرونې پروګرام/ هیواد لړۍ یا سلسله موخې روټسټاکونه
جینیوا دمڼو روټسټاکونه جینیوا (جی G) لړۍ د لمر سوځېدنې، فایټوفتورا، د مڼو د بیا کښت ناروغۍ او سړو په مقابل کې مقاومت

 

G-11, G-30, G-65, G41,G-202, G-16, G935,G-210, G-212, G890,G-969
دپولنډ دمڼو روټسټاکونه پولنډ (پیP ) لړۍ دیخنۍ په مقابل کې مقاومت P-1, P-2, P-22, P-14, P-16, P-59, P-60, P61,

P-62 ,P-92

د روسې د نسل ډیرونې پروګرام د Budagovskij یا بډ (بیB ) لړۍ دسړو په مقابل کې مقاومت B-9, B-490, B-491
د امریکا د متحده ایالاتو روټسټاکونه ونې یې په سمه توګه دریږي او په اسانۍ سره تکثیر

 

Alnarp and Robust-5

MAC-9

دکاناډا دنسل ډیرونې پروګرام سختوالی، غوره حاصل ورکول، ژر په حاصل راتلل، ټیټ قد لرل Ottawa 3, V-2, V-4
جرمني روټسټاکونه د Pillnitzer  ملاتړ کوونکې لړۍ په بستر کې دونو سم دریدل، ډیر او ژر حاصل ورکول، دسکب خاکسترک او پخته لرونکو سپږیو په وړاندې مقاومت Pillnitzer Supporter 1,

Pillnitzer Supporter 2,

Pillnitzer Supporter3 Pillnitzer Supporter 4

سویډن دنسل ډیرونې پروګرام د BM لړۍ دیخنۍ په وړاندې مقاومت Bemali
دچک جمهوریت د JTE  یا JOH  لړۍ

 

JTE clones
جاپان Marubakaido‘ x M.9

Clones

د رومانیا  وینسشیا څیړنیزانستیتوت

 

Voinesti  لړۍ

 

Voinesti 1, Voinesti 2

 

4. د ناکو د روټسټاکونو نسلونه 

  • موخې:
  • ټیټ قد اود ونو مظبوط دریدل.
  • ژرپه حاصل راتلل اود تولید وړتیا
  • ډیر حاصل ورکول
  • دمیوو په کیفیت او اندازې مثبت اغیزه
  • د تکثیر یا ډیرونې ښه وړتیا
  • مطابقت
  • دیخنۍ په مقابل کې مقاومت
  • د اوسپنې او کلسیم دکموالي زغمل
  • دلمر سوځیدو په وړاندې مقاومت

 

پرمختګ

د کرل شوې مڼې پرخلاف، کوم چې د کلونل روټسټاک لوی شمیر لري او ونې یې ځواکمنې دي، ناک یو محدود شمیر کلونل روټسټاکونه لري اوځواکمن نیالګي ډیر نلري. بهي چې په پراخه توګه په اروپا کې کارول کیږي،  روټسټاکونه یې ژر حاصل ورکوي،  ځواکمن  او د بسترونو له لارې په آسانه تکثیرکیږي. د بهي روټسټاکونه نظر دناکو روټسټاکونو ته دناک دمړاوي کېدو او لمنځه تلو (pear decline) دناروغۍ په وړاندې ډېر مقاومت لري. په هرصورت، د دوی کارول اکثرا د یخنۍ په مقا بل کې دلږ مقاومت، دخاورې دلوړ پی اچ او وچکالۍ سره د لږ مقاومت او همدارنګه دپیوند دنه مطابق له کبله  محدود دي.  په شمالي اروپاکې بعضې کلټیوارونه لکه  کنفرانس (Conference) او کمیس (Comice) پیوند دبهي سره مطابقت لري  او د انټر سټاک کارول لکه (Beurré Hardy)  دپیوند دنه مطابقت لپاره ګټور ثابت شوي دي. عام بهي (Cydonia oblonga) کې دپام وړ جنیټیکي تغیرات شتون لري لکه د سړو په مقابل کې مقاومت، داورسوځېدنې سره حساسیت، دپیوند مطابقت، د آهکي خاورو زغم. د ناکو مهم روټسټاکونه دوی د اندازې سره سم په 3 شکل کې ښودل شوي.

 

۳-شکل: د ناک روټسټاکونه

۳-جدول: د ناک ځینې بهرني روټسټاکونه

روټسټاک ځانګړتیاوې
OH X F 333 ۱/۲ -۲/۳معیاري اندازه، د فایر بلایټ، کالر راټ اوپخته لرونکو سپږیو په وړاندې مقاومت لري
OH X F 40 ۲/۳ معیاري اندازه، دفایر بلایټ په مقابل کې مقاومت، ژر په حاصل راځي او نیالګی یې مظبوط دی
OH X F 513 نیمه ځواکمن روټسټاک، ژر حاصل ورکوي، دکراون راټ او سپږیو په وړاندې مقاومت لري
OH X F 87 نیمه ځواکمن، په خپله لړۍ کې تر ټولو غوره، د بلایټ او د ونې د مړاوي کېدو زغمونکي
OH X F 97 د ناک ځواکمن روټسټاک، ډېر حاصل ورکوونکی او مظبوط درېدل
BP 1 د سویلي افریقا څخه کلونل سټاک، د ناک دټولو ډولونو سره په بشپړه توګه مطابقت لري
Pyro dwarf دژمي دیخنۍ په وړاندې مقاومت، د خارو او ضعیفو خاورو لپاره کارول کیږي، ۴-۵ کاله وروسته حاصل ورکوي
Quince C په اروپاکې ډېر عام دی، ژرپه حاصل راځي او دحاصلخیزو خاورو لپاره غوره دی
Quince A د هر ډول مقصد روټسټاک، د ډیری خاورو لپاره مناسب دی

 

۴-جدول: د ناک د روټسټاک نسل ډېرونې فعال او غیر فعال پروګرام

هیواد مؤسسسه نسل/ډولونه لومړنې ځانګړتیاوې روټسټاکونه
آسټرلیا بی . موریسن Pyrus communis دحاصل مؤثریت BM 2000
بیلاروس دبیلاروس دمیوو تحقیقاتی مرکز Pyrus communis دحاصل مؤثریت تخمي روټسټاک
جرمنی دمیوو جین بانګ، Dresden-Pillnitz Pyrus communis دحاصل مؤثریت Pi-Bu لړۍ
دGeisenheim

تحقیقاتي مرکز

Pyrus communis ټیټ قد، ژر حاصل ورکول Pyrodwarf,

Pyroplus

ایټالیا CIV, Ferrera Pyrus communis دحاصل مؤثریت Ct.214, Ct.214
د بولانګینا (Bologna) پوهنتون Pyrus communis دخاورې لوړ پی اچ زغمل فاکس لړۍ
پولنډ پولنډ دمیوو او زینتي بوټو انستیتیوت Pyrus communis Elia, Belia,

Doria

جنوبی افریکا Donne Bion

تحقیقاتي مرکز

Pyrus communis ټیټ قد BP1, Bossiar

series RV.138, G.54-11,

وارسووWarsaw زراعتی پوهنتون Pyrus communis جی کی لړۍ- تخمي نیالګي
دامریکا متحده ایالات MCAREC, اوریګان آیالت پوهنتون Pyrus communis دحاصل مؤثریت هارنر لړۍ
انګلستان ایست مالینګ پوهنتون Pyrus communis, Cydonia دحاصل مؤثریت 708 series, C132, QR193-16
فرانسه INRA-Angers Pyrus sp. دخاورې دلوړپی اچ زغموونکی Pyriam, BA 29
هسپانیه IRTA Pyrus sp. دخاورې دلوړپی اچ زغموونکی خپلمنځي دورګه
دامریکا متحده ایالات USDA, ARS Pyrus sp. دحاصل مؤثریت  دلمر سوځېدنې ناروغۍ په وړاندې مقاومت OHF x US

انتخابونه

چین څو انسټیټیوتونه او پوهنتونونه Pyrus (Asian) ټیټ قد څودانې
جاپان د Gifu پوهنتون

 

P. bet & P.

call

ټیټ قد SPRB & SPRC

لړۍ

لیتوانیا LIH-Babtai Cydonia  دیخنۍ په مقابل کې مقاومت د K لړۍ
هالنډ Flueren Cydonia  دحاصل مؤ ثریت Eline
پولنډ دمیوو او زینتي بوټو انستیتیوت Cydonia  دیخنۍ په مقابل کې مقاومت S-1
اوکراین داوکراین دکرنې اکاډمي Cydonia  د وچکالي زغم، او دخاورې پي اچ IS, K& R

لړۍ

 

5. د آلو بالو د روټسټاک نسل ډیرونه:

د مڼې په پرتله، د آلوبالو روټسټاک نسل یو نسبتا  ځوان  پروګرام دی اوپه  سیستماتیک  ډول یې دنسل ډیرونې پروژې کیدای شي د 1960-70 کلونه وي. د نسل ډیرونې کلاسیک میتودونه، د بیلګې په توګه  په تصادفي توګه انتخاب یا دلږ جنتیکي معلوماتو په لرلو سره د خوښې خواصو په ارثي توګه اخیستلو سره.  دروټسټاک او ساین پیژندنه او څیړنه ډیری د نوي نسلونو د ارزونې په واسطه آسانه او ممکن شوه. له همدې کبله د آلوبالو د روټسټاک نسلګیري دسخت زړو میوو یو ښه مثال کیدی شي.

تر ټولو امید بښونکي او ښې راتلونکی واله  دروټسټاک ګروپونه  په غیر زوجی توګه تکثیر شوي دآلو بالو (P. cerasus) کلونونه او نوي خپل منځي دوه رګه دي. د آلو بالو  دنسل ډیرونې پروژې په جرمني  کې (Weiroot لړۍ)، ایټالیا (CAB لړۍ)، او ډنمارک (DAN لړۍ) ښودلې چې دا ممکنه ده چې په پراخه پیمانه سکرنه تولیدوونکي P. cerasus قوي او مطابقت لروونکي روټسټاکونه غوره کړئ. په اوسنۍ مرحله کې، د آلوبالو روټسټاک د نسل ډیرونې پروګرامونو په پراخه کچه قوي، ژر او ډېر حاصل ورکوونکي روټسټاکونه تولید کړي دي.

 

۵-جدول:  د آلو بالو یو شمیر بهرني روټسټاکونه

روټسټاکونه ځانګړتیاوې
Gisela 5 دآلمان مشهور روټسټاک دی، یو په زړه پورې روټسټاک او دژمي دیخنۍ سره مقاومت لري
Gisela 6  د Gisela 5 په پرتله یې ونې لوړې دي، دخاورې ډول ورته ډېر مهم ندی
Gisela 12 ژر او ډېر حاصل ورکوي، په پنځم کال پوره حاصل ورکوي
W. 13 متوسط او لوړه کچه ځواک لري، په منظمه توګه دریږي تکیه ته ضرورت نلري
W. 154 متوسط ځواکمن، ډیر حاصل او دمیوې ښه اندازه لري، تکیه نه غواړي
W. 53 ضعیفه نمو لري، ستنې ته ضرورت لري، که یې منظمه پالنه وشي ښه حاصل ورکوي.
Charger ونې یې متوسط قد لري، دبکټریایی شړیدنې (bacterial canker) په وړاندې مقاومت لري
M x M 60 د ډول ډول خاورو سره مطابقت لري، د phtopthora  او  crown gall په وړاندې مقاومت لري، د  mazzard  په نسبت ډېر حاصل ورکوي په لږه اندازه سکرونه تولیدوي

 

۶-جدول: د آلوبالو د روټسټاکونو دنسل ډېرونې پروګرامونه

نسل/ډولونه لړۍ مؤ سسه هیواد
Prunus mahaleb UCMH لړۍ دکلفورنیا Davis پوهنتون دامریکا متحده ایالات
Prunus mahaleb X Prunus avium M x M لړۍ Oregon

Forest Grove

Prunus cerasus hybrids MSU لړۍ دمیشیګان ایالت پوهنتون ختیځ لانسینګ

 

Prunus avium PARC Summer Land کاناډا
Prunus cerasus Weiroot لړۍ TUM Weihenstephan جرمني
Prunus hybrids PI-KU لړۍ JKI Dresden
Prunus hybrids GISELA لړۍ Justus Liebeg University

Giessen

Prunus hybrids GM لړۍ CRA Gambloux بلجیم
Prunus aviumx

Prunus cerasus

د میوو دڅیړنو او نسل ګیرۍ انستیتیوت، هولووسي چکسلواکیا
P. mahaleb Propiel, Piast RIPF Skierniewice پولنډ
Prunus cerasus Tabel  Edabariz د INRA سټیشن

د میوو څیړنه،

بورډیو انګلستان – جان

انیس انسټیټیوټ، نورویچ

فرانسه
Prunus mahaleb,

Inbreeding P.

mahaleb, P. fruticosa

hybrids

Kornopay,

Bogdany,Magyar

د میوو او زینتي بوټو څیړنیز مرکز، بوداپست جرمني
Prunus cerasifera

Prunus cerasus

Adara Masto de M

لړۍ

EEAD Zargosa هسپانیه
Prunus cerasus CAB لړۍ Dipartimento Colture Arboree, University of Bologna

د ونو فصلونو څانګه، د بولونا پوهنتون

ایټالیا
  REAL  لړۍ د باری پوهنتون ICA
Prunus avium,  P.

avium  x P.

psuedocerasus

F 12/1, Charger

 

Colt

HRI Station,East

Malling

انګلستان

Translation is too long to be saved

 

6. د آلو د روټسټاکونو ډېرونه:

    • موخې
  • آسانه غیر زوجي تکثیر (سخت یا نرمې لرګينې قلمي، مایکرو پروپګیشن (دانساجو کښت)په مصنوعي چاپیریال کې)
  • د مختلفو ډولونو سره ښه مطابقت
  • دسړو په مقابل کې مقاومت
  • د آهکي خاورو زغمل
  • د لندبل او وچې خاورې شرایطو زغمل
  • د پیوند ثبات او دوام
  • د مهمو بایوټیک یاعضوي فکتورونو لکه نیماتودونو، ویروسونه، فنګس، باکتریا او فایټوپلازما په وړاندې مقاومت

  

  • پرمختګ

د Prunus مختلف ډولونه لکه P. cerasifera، P. Domestica، P. spinosa، salicina pP. besseyi، P. tomentosa، P. pumila، P. americana، P. armeniaca، P. persica او P. dulcis او د هغې هایبرډونه د آلو لپاره د روټسټاک په توګه کارول کیدی شي. “Weito 6” او “Weito 226” د P. tomentosa انتخابونه دي چې د آلمان په Weihenstephan پوهنتون کې رامنځته شوي. دا روټسټاکونه د وچکالۍ په وړاندې مقاومت لري او کوچني،  ډېر حاصل ورکوونکې ونې لري. په هرصورت، دوی په لنده خاورو کې  ښه نتیجه نه ورکوي.  دیادونې وړه ده چې د P. tomentosa او P. Domestica هایبرډیزیشن بریالی نه دی. په هرصورت، د P. besseyi او نورو ډولونو سره د P. tomentosa  دوه رګه کول امکان لري.

د مثال په توګه، هایبرډ ‘VVA-1’ (P. tomentosa X P. cerasifera)  د اریمین (Eremin) لخوا د آلواو زردالو لپاره د ټیټ قد روټسټاک په توګه معرفي شوی او همدارنګه VVA-2 تخمي روټسټاک چې د VVA-1 دتخم څخه دخلاصې ګرده افشانۍ په وسیله  رامنځته شوی دی. او VSV-1 د P. incisa او P. tomentosa ترمنځ یو هایبرډ دی. په دې وروستیو کې، د دآلو دروټسټاکونو دنسل ډېرونې پروګرام د مونیخ – ویهینسټفن (Weihenstephan)تخنیکي پوهنتون کې پیل شوی. ددې موخه د ټیټ او نیمه ټیټ روټسټاکونو تولید دی.

 

۷- جدول: دآلو مهم کلونل روټسټاکونه

منشاء نوع یا هایبریډ روټسټاک
انګستان P.cerasifersa Myrobalan B
دامریکا متحده ایالات P.cerasifersa Myrobalan 29C
هسپانیه P.cerasifersa Adara
فرانسه P.cerasifersa Myrabi
فرانسه P.cerasifersa  x P. monsaniana Mariana GF8/1
دامریکا متحده ایالات P.cerasifersa  x P. monsaniana Mariana GF2624
جنوبي افریکا P.cerasifersa  x P. monsaniana Mariana GF8-5
انګستان P.insititia Pixy
انګستان P.insititia St.Julian A
فرانسه P.cerasifera x P.salicina Ishtara (Ferciana)
فرانسه P.insititia x P.domestica Julior (Ferdor)
فرانسه P.persica x P.amygdalis GF 677
امریکا متحده ایالات P.persica x P.salicina Citation

 

7. د شفتالو د روټسټاکونو نسلګیري: 

موخې: 

  •  د روټ نوټ نیماتوډونو سره مقاومت.
  •  د آهکي خاور سره مقاومت.
  •  دولاړو اوبه لرونکو خاورو سره مقاومت.
  • د سړې هوا په مقابل کې مقاومت.
  • د  peach tree short life (PTSL) او حلقوي نیماتود په وړاندې مقاومت.
  •  د مختلفو ناروغیو او آفتونو په وړاندې مقاومت لکه خاکسترک، نسواري خوسا کېدنه، پاڼې تاویدل، او شنې سپږۍ په واړندې مقاومت.

 

پرمختګ: 

په تیرو دوو لسیزو کې د روټسټاک په برخه کې مهم پرمختګونه ترسره شوي دي او د نباتاتو نوي مواد په نړیواله سطحه خپاره شوي. ډیری د شفتالو تولید کونکي هیوادونه د دنسل ډېرونې برنامې پرمخ وړي، په ځانګړي توګه د عامه تمویل سره په څیړنیزو موسسو کې ، مګر په دې برخه کې خصوصي تولید هم  ترسره کیږي. اوس په نړیوال بازار کې د روټسټاک زیاتیدونکي شمیر شتون لري، او د نسل ډېرونې پروګرامونه په شمالي امریکا، اروپا، آسیا او سویلي افریقا کې فعال دي  (۸- جدول).

که څه هم کلونل روټسټاکونه د شفتالو لپاره کارول کیږي، د شفتالو نیالګي لاهم په نړې کې په کرنیز ډګر کې شهرت لري. یواځې د مدیترانې هیوادونو یوه استسناء ده، چیرې چې د فرانسوي بادام x هایبرډ شفتالو “GF-677” د ۱۹۷۰ څخه د الکلی خاورو په مقبل کې دمقاومت له امله شهرت لري.

چې لدې جملې څخه په هسپانیه کې، لاهم د 47 سلنه او په ایټالیا کې 69 سلنه کارول شوي روټسټاکونه دي.  ددې نه وروسته دشفتالو د تخم به واسطه تکثیر شوي نیالګي لکه “Montclar” او “GF305” په دواړو هیوادونو کې په غیر آهکي او دنیماتود څخه خالي خاورو کې استفاده شوي دي چې په ترتیب سره  ۱۸ او ۲۰ سلنه د هسپانیې او ایټالیې دټولو کرل شویو نیالګیو څځه تشکیلوي.او په فرانسه کې 50 سلنه. د “GF-677” پرځای (Cadaman او Barrier) هایبرید په ګډه ځای نیولی دی چې ۸ سلنه یې په هسپانیا کې اویو سلنه په ایټالیا کې. په هسپانیه کې د آلو مختلف انتخابونه لکه “Adesoto 101″، “Monpol”، او “Montizo” هم په پراخه کچه کارول کیږي ځکه چې په درنو خاورو کې دوی د ښه تطبیق وړتیا لري او دوی د ټولټال 10 سلنه جوړوي. په ایټالیا کې ‘MrS.2/5’، ‘Penta’ او ‘Tetra’ په درنو خاورو کې کارول کیږي او په ګډه یې شاوخوا 6 سلنه جوړوي.

د هسپانوي پروګرام  د بادام X شفتالو هایبرډونه؛ ‘مونیګرو Monegro ‘، ‘ګارنیم Garnem ‘ او ‘فیلینیم Felinem ‘، د دوی د ریښو غوټو نیماتود په مقابل کې  د مقاومت له امله ډېر استعمالیږي. اوس مهال د ټولو کرل شویو نیالګیو 17 سلنه تشکیلوي.

د شمالي امریکا د شفتالو په صنعت کې، په بشپړ ډول یو بیل حال شتون لري، کوم چې څو ډوله د شفتالو  نیالګي په انحصاري توګه  استعمالیږي او تقریبا ۹۵ سلنه  تشکیلوي. یو تعداد یې د RKN  په وړاندې مقاومت لري لکه، Nemaguard او Nemared همدارنګه دایره وي نیماتود په وړاندې لکه Guardian. په جنوبي نیمه کره کې وضعیت هم د مدیترانې هیوادونو څخه خورا توپیر لري.

په سویلي افریقا کې دGF-677  تقریباْ ۷ سلنه او ځینې  نور خپل منځي خصوصیاتو لرونکي هایبرډ  په ځانکړې توګه  امریکایی   Viking او Atlas موندل کیدی شي.  که څه هم، د شفتالو  تخمي  نیالګي هم په پراخه کچه استعمالیږي دټول تولید ۶۹ سلنه ( Stassen او pers. commun ) شامل دي. په سویلي امریکا کې، په ځانګړې توګه په چیلي او ارجنټاین کې، د “نیماګارډ اوفلورډاګارډ”  د شفتالو بوټي ډېر عام دي.

دا په هغو هیوادونو کې دی چیرې چې د شفتالو په باغونو کې بیا کښت کول اوس ډېر عام دي او اوس وخت کې دهایبریډ په وسیله بدلیږي او د هغه نسب  هم “نیماګارډ” دی.  د GxN هایبرډ په بيا کښټ کولو کې ډېره ښه نتیجه ورکړې ده. بیا هم، د کلونال روټسټاکونو بدلول د روټسټاک پروګرامونو لپاره د اوږدې آزموینې او ارزونې دورې له امله ورو دي چې ممکن د بشپړولو لپاره 7-10 کلونو ته اړتیا ولري. نو د نوي روټسټاک غوره کول او تطبیق لاهم په طبیعي ډول ورو پروسه ده.

د نیماتودونو، دخاورې درېښې فنګس، دخاورې باکټریا، دخاورې نورې ناروغۍ ستونزې په تیره لسیزه کې دنوي جیننو په معرفي کولوسره  حل شوې دي. په ځانګړې توګه د ریښې نیماتود په مقابل کې مقاومت د ورستیو روټسټاکونو یوه ځانګړنه ده. اوسمهال زیاته پاملرنه د ګڼ باغونو درامنځته کولو لپاره دټیټ قد لرونکو روټسټاکونو ته شوې ده.

په هرصورت، د خاورې د نورو مطلوب ځانګړتیاوو سره تطابق، لکه د مالګینتوب، الکلینیت، د اوبو ډنډیدل او وچکالي ډیر پیچلي دي( ۹-جدول).  د پایلې په توګه، ډیری فرصتونه او ننګونې پاتې دي چې د ابیوټیک فکتورونو سره د تطبیق په برخه کې د شفتالو دیو په زړه پورې روټسټاک دانتخاب لپاره  حل شي لکه د پیوند مطابق او د روټسټاک تاثیر په ساین باندې. د ځینې ​​​​څیړنو د پروګرامونو موخه اوس په نړۍ کې د ریښود مهمو بیولوژیکي پیښو باندې پوهیدل دي.

 

۸-جدول: په تیرو دوو لسیزو کې د شفتالو اصلي  خپاره شوي روټسټاکونه  اودهغه مطلوبې ځانګړتیاوې چې د نسلګیرۍ پروګرامونو لخوا معرفي شوي.

 

مأخذ موخه منشاء هیواد روټسټاک کال
Cambra, 1990 آهکي خاورې Prunus hybrids:AxP هسپانیا Adafuel ۱۹۹۰
Sherman et al,. 1991 دلږې یخنۍ اړتیا P. davidiana

Hybrids

دامریکا متحده ایالات Flordaguard ۱۹۹۱
Moreno et al,. 1995 د ډېرې ودې کنټرول Plum دامریکا متحده ایالات Adesoto101

 

۱۹۹۵
Edin and Garcin, 1996 RKN P. davidiana

hybrids

فرانسه CadamanAvimag

 

۱۹۹۶
Felipe et al.,

1997

دولاړو اوبو زغم Plum فرانسه Montizo ۱۹۹۷
Nicotra and

Moser, 1997

دولاړو اوبو زغم Europeam

Plum

ایټالیا Tetra ۱۹۹۷
Beckman et al.,

1997

RKN, PTSL P. persica ایټالیا Guardian ۱۹۹۷
Loreti

and

Masai, 1998

دځواک کنټرول Open pollinated

GF-557

ایټالیا I.S: Sirio ۱۹۹۸
Roselli, 1998 RKN P. davidiana

hybrids

ایټالیا Barrier-1 ۱۹۹۸
Eremin and

Eremin, 2002

یخني، ټیټ قد Prunus hybrids روسیه Krymsk1Krymsk-4 ۲۰۰۲
Felipe et al., 1997 RKN Prunus hybrids :AxP هسپانیا Monegro ۲۰۰۰
Rodriguez and

Carrillo, 2002

ډېر ځواک Prunus hybrids:

AxP

هسپانیا Mayor ۲۰۰۲
Loreti and

Masai, 2006

RKN- دځواک کنټرول O P. GF-557 ایټالیا IS: CastorePoluce ۲۰۰۶
Reighard and

Loreti, 2008

دځواک کنټرول P. persica ایټالیا PS: A5-A6B5 ۲۰۰۶
Indreiaset al.,

2004

رومانیا Miroper,

Adaptabil

۲۰۰۴
DeJong et al.,

2004

RKN, PTSL Prunus hybrids دامریکا متحده ایالات Controler5-

Controler9

۲۰۰۴
Beckman et al.,

2008

RKN,

PTSL+ARR

Plum دامریکا متحده ایالات Sharpe ۲۰۰۸
Pinochet per

com

د ځواک کنټرول Prunus hybrids دامریکا متحده ایالات Green PAC ۲۰۰۹

 

۹- جدول: د فشار په مقابل کې د شفتالو روټسټاک زغم.

دشفتالو ونې لنډ ژوند ناروغي دیخنۍ سره مقاومت ډنډې اوبه آهکي خاورې درېښې نیماتودونه روټسټاک
S متوسط S MS S Lovell
S متوسط S S S Halford
S مناسب S V R Nemaguard
S مناسب S S R Nemared
R مناسب S MS R Guardian
S نلري S VS R Flordaguard
S ښه VS R R Titan Hybrids
S ښه VS R R Hansen

VS= very susceptible (ډېرحساس); S= susceptible (حساس); MS= moderately susceptible(متوسط حساس); R= resistant (مقاوم).

 

8. د زردالو روټسټاک نسل ډېرونه

    • موخې
  • د ونې ځانګړتیاوې (روټسټاکونه، د ونې ځواک، د ودې عادت، او تولید)
  • د ګلانو بیولوژي (د ګل کولو نیټه، شدت، او زرغونتیا)
  • د ميوې ځانګړتياوې (پخیدل، اندازه، ټينګتيا، رنګ، خوند)،
  • د ناروغیو مقاومت او د اقلیم سره موافقت (دسړوسره مقاومت، د سړې هوا اړتیا، او د پسرلی یخني)

پرمختګ: 

د زردالو نوي روټسټاکونه باید د نیماتودونو، ناروغیو، او حشراتو په وړاندې مقاومت، همدارنګه د ښه تکثیر او د ریښو کولو وړتیا ولري. د روټسټاک او ساین تر منځ تعامل باید د ونې موثریت زیاتولو لپاره مناسب وي. د روټسټاک لپاره د ځانګړو هایبرډونو انتخاب د روټسټاک نسل ډېرونې په پروګرام کې د پیچلو اهدافو د پوره کولو لپاره یو حل دی. د کلک زړومیوو یو دنسل ډېرونې  یوه مهمه خبره  دنیماتود په مقابل کې مقاومت دی.

ډیری زردالو (P. Armeniaca L) چې په نړۍ کې تولید شوي د ورته ډولونو په تخمي روټسټاکونو باندې کرل کیږي (Crossa- Raynaud and Andergon). ډیری وختونه دا ډول تخم ممکن د څو ډولونو څخه راټول شوي مخلوط وي لکه فرانکو چې په ایټالیا کې کارول کیږي چې د کانينو(Canino)، ريال ډي امولا(Reale d Imola)، باراکا (Baracca)، پريت (Prete) او سان کاسټريس (San Castrese) زردالو له کلټیوارونوڅخه اخيستل شوې دي. په مقابل کې د تخم لرونکی روټسټاک مینیکوټ (GF 1236) چې په فرانسه کې د INRA لخوا تولید شوی ، یو واحد کلټیوار دی او خورا ډیر همجنس دی.Translation is too long to be saved

د دې ډول نور روټسټاکونه A470 او A474 د فرانسې څخه، هاګیت د کاناډا څخه او ملیونر او ملیونر 11 د آلمان څخه دي. د شفتالو تخمي نیالګي اوس هم کله ناکله د زردالو لپاره د روټ سټاک په توګه کارول کیږي او تخمي نیالګي لکه GF 305، Missour او Rancho مقاومت په پراخه کچه ازمویل شوي دي. د مایروبلن(Myrobalan)(P.Cerasifera) تخمي نیالګي هم کارول شوي دي او نږدې ټول زردالو تولیدونکي هیوادونه خپل انتخابونه لري. پداسې حال کې چې د Myrobalan انتخاب (د مثال په توګه، Myrobalan B او Myrobalan 29 C) هم په ځینو هیوادونو کې کارول کیږي.

 

9. د چهارمغزو (غوزانو) روټسټاک نسل ډېرونه

موخې: 

 د ټيټ قد روټسټاکونه

 د سټاک او ساین ترمنځ مطابقت

 په غیر زوجي توګه یې تکثیر کول آسانه دي

 د تورې کرښې(Blackline) او پایتوپتورا خوساکېدنه (Phytopthora rot etc) او ځینې نورو ناروغیوپه وړاندې زغم

 زيات حاصلات

 ژر حاصل ورکول

 د باغونو دتنوع کمښت

 

پرمختګ: 

د غوره کلونل پاراډوکس روټسټاک انتخابونه پیژندل شوي او د بیا آزموینې یا ساحې آزموینې کې دي. پدې کې یو ډیر مهم شاخص د نیماتوډ (Protylenchus vulnus) دمصابیت په وړاندې مقاومت دی، مګر په هره برخه کې مقاومت نلري. د قوي تورې کرښې (black line) -زغمونکي هایبرډ پنځه انتخابونه (J. hindsii × J. regia) × J. regia، درې کلونل روټسټاکونه چې د شنو خونو په آزموینو کې دي او د Phytophthora citricola په مقابل کې دنورو په پرتله لږ مقاومت لري. او یو کلون چې Agrobacterium tumefaciens)) په وسیله به نباتاتو باندې په لږه اندازه لکې یا ټپونه(gall)  تولیدوي په لومړنیو آزموینو کې دي. د جینیټیک انجینرۍ په مرسته د جین خاموش کولو له لارې  ځینې کلونونو رامینځته شوي چې په لابراتوار کې د اناکولیشن وروسته د نبات دتاج یا سر برخې ټپونه (crown gall) نه رامنځته کیږي.Translation is too long to be saved

په روټسټاک باندې ډیر کار ته اړتیا ده. څرنګه چې هایبرډ ډیر ځواکمن ښکاري، نو دا مهمه ده چې د هایبرډ ترکیبونو کې د مختلف ډولونو فعالیت ارزونه وشي. یو چې په جنوبي امریکا کې شتون لري او د J. regiais J. australisGriseb سره په اسانۍ سره هایبرډیز کیږي. له ارجنټاین څخه نور امکانات د J. neotropica Diels (شمال لویدیز اوجنوبي امریکا)، J. olanchanaStandl او L. O. Williams (مکسیکو او ګواتیمالا) او J. cathayensis Dode (ختیځ آسیا، چین) دي.Translation is too long to be saved

په کلیفورنیا کې، د تورې کرښې (blackline)  ستونزه شتون لري، چې د چیری لیفرول ویروس (cherry leafroll virus) له امله رامینځته شوی،  د ویروس او د روټسټاک زغم دواړو لپاره د کلټیوارد حساسیت له لارې. یوه لنډمهاله حل لاره چې موخه یې د J. regia سره ګډ یوروټسټاک رامنځته کول دي ترڅو د ځواک او د پاراډوکس نورو ځانګړتیاو سره د تور لیکې ناروغۍ په مقابل کې مقارومت ولري. دا په تیوري کې، د بک کراس نسل (J. hindsii × J. regia) × J. regia په مینځ کې د قوي، زغم لرونکي نیالګیو په غوره کولو سره ترلاسه کیدی شي.

په 1988 کې، د 17 سرچینو ونو څخه 13,000 پاراډکس نسلونه په تصادفي بشپړ بلاک ډیزاین (RCBD) کې د شپږو بلاکونو سره د Phytophthora په وسیله مصاب شوې خاوره کې کرل شوي دي. د 1992 او 1994 ترمنځ، دوی د ویروس په وړاندې د ځواک او زغم لپاره معاینه شوي. په 1994 کې پنځه تخمي نیالګي غوره شوي وو، مګر تر دې وروستیو پورې یې  د کلونل تکثیر دستونزو له امله د کروندې آزموینې رامینځته کړې ترڅو په ساحه کې د دوی فعالیت د پاراډکس او J. regiarootstocks سره پرتله کړي.

د نسل ډېرونې هڅې د J. hindsii او د تورچهارمغز نورو وحشي ډولونو ترمنځ د مقاومت د سرچینو په پیژندلو تمرکز کوي او د J. regia سره یې کراس کړي ترڅو د نوي دکلون په وسیله تکثیر شوي او د ناروغیو په وړاندې مقاومت لرونکي پاراډکس روټسټاکونه تولید شي. د مثال په توګه، R x 1 (J. microcarpa × J. regia) د Phytophthora تاج او د ریښوخوسا کېدنې (root rot) په وړاندې مقاومت لري. د ټرانسجینک طریقه هم کارول شوې ده، په ځانګړې توګه د RNAi منځګړیتوب د کرون ګال(crown gall) ناروغۍ په وړاندې مقاومت لري (دبېلګې په توګه،  RR4 11A).

 

10. د بادامو د روټسټاکونو ډېرول

موخې: 

  • باید لوړ او متوسط قوت ولري ترڅو اعظمي حاصلات ترلاسه کړي.
  •  د خاوری د مختلفو ډولونو سره توافق لرل او د ښه قوي رېښو سیستم درلودل.
  • د ناروغیو او آفتونو په وړاندې مقاومت.

پرمختګ: 

د بادامو تخمي نیالګي هغه دودیز روټسټاکونه دي چې په ښه زهکښي خاورو او هغو ساحو کې  چې نه اوبیږي کارول کیږي. ګټه یې دا ده چې دتخم په وسیله په آسانۍ سره تکثیر کیږي او د بادام دنورنوعو سره ښه مطابقت لري. همدارنګه ژورې ریښې لري او د وچکالۍ او آهکي خاورو په مقابل کې مقاومت لري. په هرصورت، د بادامو بوټي د فعالې ودې په جریان کې ډیره لنده خاوره نه خوښوي.Translation is too long to be saved

د بادامو لپاره تر ټولو د پام وړ سوداګریز دآلو روټسټاک د ماریانا هایبرډونه (Marianna‘ hybrids) دي، د کلونونو یوه ډله ده چې په اغلب ګمان سره د Prunus myrobalan x P. hortulana څخه نسلګیري شوی دي. ددې ګروپ “Marianna 2624” په کالیفورنیا کې د بادامو لپاره یو مهم روټسټاک دی. په ښه جوړښت لرونکو خاورو کې چې ضعیفه زهکښي ولري او چیرې چې د بلوط ریښې فنګس (oak root fungus) شتون لري استفاده کیږي. همدارنګه “ماریانا 2624” هم د نیماتوسره مقاومت لري.

د بادامو ځینې کلټیوارونه د مهم کلټیوار نانپریل (Nonpareil)په شمول شاید  د ماریانا 2624 او اړونده کلونونو سره مطابقت ونلري، په هرصورت، د بادام x شفتالو هایبرډونه د بادام لپاره د روټسټاک په توګه د پام وړ ځانګړتیاوې ښیي. ټول ازمویل شوي میوه لرونکي بادام کله چې د شفتالو x بادام هایبرډ روټسټاک GF 677 باندې پیوند شي، په قوي توګه وده کوي او په دوامداره توګه لوړ حاصلات تولیدوي.

 

پایله: 

روټسټاک او انټرسټاک د سوداګریزو میوو د کښت یوه مهمه برخه ده او مساوي تمرکز ته اړتیا لري. د روټسټاک او انټر سټاک اغیزه په وده، ګل کول، میوه نیونه، د حاصلاتو موثریت او د میوو د کیفیت  په ځانګړتیاوو  ډېر پیچلي دي او تر اوسه یې په اړه لږ معلومات شتون لري. په هند کې، د روټسټاک پراختیا بسنه نکوي. موجوده نوي روټسټاکونه او انټرسټاکونه اکثرا د بهرنیو سرچینو څخه ترلاسه کیږي او د ازموینې وروسته ورڅخه ګټه اخیستل کیږي.

د میوو او تاکونو په محلي یا داخلي وحشي جرم پلازم په راټولولو ډیر ټینګارکیږي. د مڼو، ناک، آلوبالو، شفتالو، آلو، بادام او نورمحلي روټسټاکونه باید معیاري شي. د نوي روټسټاکونو دتولید وړتیا په دودیزو وسیلو یا د عصري ټکنالوژۍ سره په ګډه د پام وړبلل کیږي. نو د میوه جاتو داسې روټسټاکونو پراختیا ته بیړنۍ اړتیا لیدل کیږي چې د بایوټیک او ابیوټیک فشارونو سره مقاومت ولري.

اصطلاحات:

  • rootstock: روټسټاک یا مورنی بوټی دیو نبات هغه برخه چې د هغه نه د ریښې سیستم رامنځته کیږي اوساین یا پیوند بوټی په هغه باندې پیوند کیږي.
  • scion: ساین یا پیوند بوټی هغه برخه چې په مورني بوټي یا روټسټاک باندې پیوند کیږي او د تنې سیستم رامنځته کوي.
  • interstock or intermediate stock: دنبات هغه برخه چې دروټسټاک او ساین ترمنځ پیوند کیږي.
  • clonal rootstock: هغه روټسټاک چې په غیرزوجي توګه تکثیر شوی وي.
  • seedling rootstock: هغه روټسټاک چې د تخم په وسیله تکثیر شوی وي.
  • Cultivar: یو نبات دی چې دباغدارانو لخوا تولید او ساتل کیږي خو دخپل تخم مطابق جنس نه تولیدوي.
  • Variety: دنباتاتو دیوې نوعې یوه ډله ده چې یوه یا څو ځانګړتیاوې لري او دخپلې نوعې مطابق حاصل ورکوي.
  • biotic stress: بایو ټیک یا عضوي فشار لکه حشرات، پتوجن او نور.
  • abiotic stress: ابیوټیک یاغیر عضوی فشار لکه مالګینتوب، وچکالۍ او سیلابونه.
  • sucker: د یو نبات دروټسټاک څخه وده کوونکې څانګې سکر بلل کیږي.

 

مأخذ:

Advances in Horticultural Crops, published by Weser books Zittau, Germany, first edition 2018, pages (59-77)

ژباړه: سمیع الله سرفرازي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب