د زراعتي محصولاتو ارزښت لوړول

دا چې نن سبا د محصولاتو د مارکيټ ستوتزي ډيري او توليدونکې يې له سترو ستونزو سره مخ کړي دي, د افغانستان صادراتي بحير يې ټکنى کړى دى, ملي تجاران يې بې اعتباره کړي دي څو اساسي علتونه لري!

د محصول د توليد لپاره کرنيز فعاليتونه په دوه برخو ويشل کيڔي چې:

1- تر حاصل ټولولو مخکې Pre Harvest
2- تر حاصل ټولولو وروسته Post Harvest

که په دغو دوو برخو فعاليتونو کې چې هر يو يې په خپل وار سره په څو برخو تقسيم شوي دي يو هم په ښه توګه سرته ونه رسيڔي د محصول ارزښت کميڔي او په مارکيټ کې له ستونزو سره مخ کيڔي.

1- تر حاصل ټولولو مخکې فعاليتونه Pre Harvest activites :

په دغه برخه کې ډير فعاليتونه دي چې په ترسره کولو او يا په سمه توګه نه ترسره کولو سره يې د محصول په توليد او بازاري ارزښت کې مٿبت او منفي اغيزي لرلاى شي چې په مختصر ډول يادونه ورڅخه کوو!
الف ښاخبري: – په باغداري کې د ونو او بوټو ښاخبري يو مهم اصل دى چې بايد په مناسبه او مسلکي ډول سره ترسره شي د ښاخبري تر ټولو مهم اصل دا دى چې ونه / بوټي داسي ښاخبري شي چې د ميويې او بوټې د بدنې ظرفيت تر منځ مناسب انډول موجود وي که کمه ميويې ښاخونه په کې پريښودل شي نو بيا د ونې د بدنې نمو او توليد ترمنځ غير سالم رقابت پيل کيڔي او ونه د راتلونکو توليدي فصلونو لپاره هم توليدي څانګې نه شي جوړولاى او که ډيرې ميوې ته ځاى په کې ورکړل شي نو هم باغ د راتلونکو توليدي فصلونو لاره عيبي کيڔي او هم د روان فصل ميوه بې کيفيته کيڔي چې له توليد وروسته به په بازار موندنه کې له لويو خنډونو سره مخ شي.
ب اوبه لګونه:- اوبه لګونه د باغ د ژوند د بقا تر څنګ د محصول په ارزښت کې رغنده رول لري که مسلکي او معقوله ابياري ترسره نه شي نو د محصول په کفيت کې به ستونزه رامنځ ته شي په غير معقوله ابياري کې غير متوازنه بدنې نمو, د غذايې موادو بيځايه مصرف, د ځينو ناوغيو منځ ته راتګ, په فزيالوژيکې دندو کې اختلالات او نورې پيښي واقع کيدلاى شي چې ټول يې د محصول او توليد د ارزښت په کمولو تماميڔي.
ج سره ورکول:- غذايې عناصر د توليد ډيره مهمه مرحله ده چې بايد په مسلکې او معقوله اندازه او طريقه ورکړل شي که غذايې عناصر کم وي هم د توليد کيفيت خرابيڔي او که ډير وي هم نباتات له فزيالوژيکې ستونزو سره مخ کيڔي هم د هاوري په pH باندي ناوړه اغيزه کوي چې په پايله کې د محصول د توليد په ارزښت او کيفيت کې ستونزې رامنځ ته کيڔي چې کيفيت ټيټ شو نو د مارکيټ ارزښت يې خپله کميڔي.
ح د ناروغي او افتونه:- ناوغي او افتونه د نباتي محصولاتو په ارزښت او کيفيت مستقيم او ډير تاٿير لري که په باغ کې د ناروغيو او افتونو کنترول په صحيح او معقوله طريقه ونه شي نو يا به ټول محصول له لاسه ورکوو او يابه کم ارزښته او بي کيفيته محصول توليدو.
د حاصيل راټولول:- محصول بايد په مسلکي او معقوله طريقه راټول کړل شي چې دا کار هم د محصول د کيفيت په لوړولو کې رغنده رول لري , که غير معقول راټول کړل شي محصول به زخمي, خراب له خاوري سره د تماس په وجه له مختلفو ستونزو سره مخ شي چې د محصول په بازاري ارزښت کې به خنډ جوړ شي.

your ads

تر حاصل ټولولو مخکې نور هم ډير فعاليتونه شته چې ما يې مهم ياد کړل چې د توليدونکي مسوليت دى تر څو دغه فعاليتونه په ښه ډول ترسره کړي چې لوړ کيفيت لرونکى محصول توليد کړي او د بازار لپاره له لوړ ارزښت څخه برخمن وي , پورته کړنې مستقيماً د محصول په ارزښت او بازار موندنه کې رول لري ځکه که د ميوې سايز کوچينى وى , د امراضو او افاتو ځپلي وي, او …… نو د محصول کيفيت خراب شو او د مارکيټ له ارزښت څخه پاتي راغى او که پورته کړني په ښه توګه ترسره شي او په لوړ کيفيت بغير د ناروغيو او افتونو څخه محصول توليد شي خپله يې د بازار ارزښت لوړيڔي!
که ښه او لوړ کيفيت توليد وشي نو هيڅ نوعه ستونزه به موجوده نه وي بلکه تجاران او صلدرونکي به يې خپله هواروي او که ټيټ کيفيت محصول توليد شي نو هره کوچينۍ بهانه به يې لوى خنډ وي په وړاندي!

2- تر حاصل ټولو وروسته فعاليتونه Post Harvest activites :

دغه برخه هم ډير نور فعاليتونه لري چې سړونه, درجه بندي, بسته بندي, انتقال او نور مهم فعاليتونه دي چې په حقيقت کې دا هم د محصول د بازاري ارزښت لپاره مستقيماً اغيزناک ٿابتيڔي خو په دغه برخه کې ډير مسوليت تجرانو ته راجع دى چې دوئ يې د مارکيټ مطابق ترسره کړي.

محمد نعيم پوپل

نيټه: د 2022 د اګسټ لسمه.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب