پاکستان

د پاکستان لنډ پيژندنه:

د پاکستان اسلامي جمهوريت 
اسلامی جمہوریۂ پاکستان
بيرغ نښان

نخشه

موقعيت
پلازمېنه اسلام آباد
۳۳°۴۰′ شمال ۷۳°۱۰′ ختیځ
لوی ښار کراچۍ
حکومت اسلامي فدرالي جمهوريت
جوړښت
 – د اعلانېدو نېټه ۱۴ اگسټ ۱۹۴۷
 – د پېژندلو نېټه ۱۴ اگسټ ۱۹۴۷
بشري پرمختيا (۲۰۰۱) ۰،۵۲۷ (n/a) (په منځنۍ کچه)
د وخت سيمه (UTC+۵:۰۰)
 – اوړی (DST)  (UTC+۶:۰۰)
د انټرنټ مخکښ شپول .pk

پاکستان په اړه:

د پاکستان اسلامي جمهوریت  په سوېلي آسيا کې پروت هېواد دی چې پراخوالی یې ۷۹۶۰۹۵ کیلو متر مربع او ۱۸۰ مېلیونه تنه نفوس لري۔پاکستان په ټوله نړۍ کې د آبادۍ په لحاظ شپږم غټ هيواد دی . دا هېواد په شمال کې له چين، لویدیځ کېې له افغانستان او په ختیځ کې له هند سره گډې پولې لري. پلازمېنه یې اسلام آباد نومېږي . حکومتي جوړښت یې په څلورو ایالتونو وېشل شوی چې نومونه یې بلوچستان، پنجاب، سند او خیبر پښتونخوا دي. د غرونو په لړۍ کې یې د کې ټو څوکه تر ټولو لوړه ده چې۸۶۱۱ متره لوړالی لري. په سیمه کې د خيبر پښتونخوا اباسيند یې تر ټولو اوږد سیند دی.

تاریخ:

پاکستان يو وخت نیم د هند برخه وه او نیمه نوره د هند لوېديځې برخې چې له چین هېواد سره د بلتستان د پولې څخه نیولې تر لاندې سنده او بلوچستان پورې د اوسني افغانستان پخوانۍ برخې وې . يو مهال د پښتنو قبایلو تر منځ د تربگلوۍ له کبله دغه سیمې په څو نومونو بېلې شوې چې يو لړ نومونه یې روهستان ، روهیله ، پښتونخوا ، شمال لوېديځه سرحدي ولایت او نور نومان پرې سیمه واکو پښتنو او وروسته بیا انگرېزانو ايښي .د پاکستان د هېواد تاریخ ډېر لنډ دی او يوه پېړۍ لا نه کېږي چې رامنځته شوی . 68 کاله کېږي چې د پاکستان هېواد تاسيس شوی . د نن پاکستان د انگرېزانو او په ځانگړي توگه د امریکا سره د افغان جهاد پر مهال اړیکې د پوځي دیکتاتور ضياالحق لخوا ټینگې شوې چې لمخې یې د امریکا يو ولسمشر رونالډ رېگن پاکستان د امریکا ناوې هېواد گڼلای چې لا تراوسه هم د انگرېزانو تر ولکې یې نظام چلېږي. پاکستان په اسيا کې سوېل ختيځو هېوادونو کې راځي چې په ۱۹۴۷م زېږدي کې په ۱۴م د اگسټ يې د پاکستان نوم خپل کړ . انگرېزانو دغه هېواد له پيل څخه په فدرالي نظام وېشلی دی چې د ۱۹۷۳م زېږدي اساسي قانون لمخې یې په څلورو ايالتونو د قامونو په تناسب بېل کړی دی . دغه څلور ایالتونه پدې توگه ول : د پنجاب ايالت ، د شمال لوېديځې پولې ايالت چې اوسنی پښتونخوا ده ، د سنده ايالت او د بلوچستان ايالت . د هېواد پلازمېنه اسلام آباد نومېږي او کراچۍ ، لاهور ، فیصل آباد او راولپنډۍ يې نور صنعتي او نامتو لوی ښارونه دي . په دغه هېواد کې برسېره پر ۶گو غټو توکمنو سلهاؤ مذهبي فرقې هم شتون لري چې په غټو توکمونو کې یې پنجابيان تر ټولو ډېره ډله بيا پښتانه دوهم لوی توکم دی ، سندهيان ، بلوڅان ، سرايکان ، هندکيان او هندوان شامل دي . په دیني لحاظ پاکستان کې ۹۷ سلنه مسلمانان دي چې په لسهاؤ فرقو او پیرانو وېشل شوي ، ۷۰ سلنه یې سني اسلام منلی ، ۲۰ سلنه شعيه گان دي او 3 شاوخوا سلنه هندوان او عيسويان هم شته. د 1947 نه وړاندې پاکستان،هند او بنگله دېش يو هېواد و چې د (برصغیر هند) يا د هند وړې وچې په نوم بللې کيدل . دغه وخت په هند کې د انگرېزانو واکمني وه۔

هېوادنۍ وټه (اقتصاد):

پينځوس سلنه نفوس په کرهڼه بوخت دي چې ډېری وگړي يې کرونده گر دي او تر ډېره مالوچ، جوار، غنم، وریجې او داسې نورې کرکېلې کري. د طبعي زېرمو لخوا پاکستان سکاره، مس،غاز، وسپنه لري. په پاکستان کې دروند صنعت د حکومت لخوا څارل کېږی.

سیاست (واگ):

واگیزه غونډال یې انگرېزي پارلماني دی.د پاکستان حکومتي نظام جمهوري پارليماني دی چې وزيراعظم د هيواد د حکومت مشر بلل کيږي۔پاکستان دوه لاسبري دولتي ادارې لري ، يو يې قومي اسمبلي (قامي جرگه) ده او بله يې سينيټ (سنا) نومېږي ۔د پاکستان پارلماني غونډال له افغانستان څخه توپیر لري ځکه چې افغان دولتي غونډال کې هېوادمشر د ولس او حکومت مشر وي خو پاکستاني دولتي غونډال کې وزيراعظم (لومړی وزير) د حکومت او ولس مشر وي .

ويئ آرپوهه:

د “پاکستان” نوم (IPA: /paːkɪst̪aːn/) په فارسي ژبه کې “پاک ستان” چې د دوه ستاینومونو تړنگنوم دی مانا يې (پاکه خاوره)راوځي. دا نوم د چوهدري رحمت علي لخوا په ۱۹۳۳ زېږديز کال کې د لومړي ځل لپاره په يوې رسالې کې چې د اوس او يا هېڅکله تر سرليک لاندې نومېده خپور شو.

د پاکستان نوم د پنځ ايالتونو د نوم نه هم اخيستي شوي:پ پنجاب ، ا افغانيه (خېبر پښتونخوا) ،ک کشمير،س سند، تان بلوچستان۔

د پاکستان ايالتونه او سیمې:

 

 

شمار صوبه/سيمه انگریزې نوم سرښار آبادی (ټول پاکستان کې پرسنټيج)[۱] رقبه (کلومیټر²)[۱] کثافت د آبادۍ
(خلک پر يو کلومیټر² کې)
نقشہ
1 بلوچستان Balochistan کويټه 4.8% 39.3% 18.9 Balochistan in Pakistan (claims hatched).svg
2 خیبر پښتونخوا Khyber Pakhtunkhwa پېښور 12.9% 8.5% 238.1 Khyber Pakhtunkhwa in Pakistan (claims hatched).svg
3 پنجاب Punjab لاهور 53.7% 23.3% 358.5 Punjab in Pakistan (claims hatched).svg
4 سند Sindh کراچۍ 22.2% 16.0% 216 Sindh in Pakistan (claims hatched).svg
5 وفاقی دارالحکومت Islamabad Capital Territory اسلام آباد 0.6% 0.1% 888.8 Islamabad Capital Territory in Pakistan (claims hatched).svg
6 قبائلی سيمې Federally Administered Tribal Areas پشاور 2.3% 3.1% 116.7 Federally Administered Tribal Areas in Pakistan (claims hatched).svg
7 آزاد کشمیر Azad Kashmir مظفر آباد 2.2%[۲] 1.5%[۲] 223.6 Azad Kashmir in Pakistan (disputed hatched) (claims hatched).svg
8 گلگت بلتستان Gilgit–Baltistan گلگت 1.3% 8.2% 24.8 Gilgit-Baltistan in Pakistan (de-facto + Glacier) (disputed hatched) (claims hatched).svg
پاکستان Pakistan اسلام آباد 182,000,000 881,889 226.6/مربع کلومیټر

منبع: ویکیپیدیا

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب