جرمني (آلمان)

جرمني (آلمان) هیواد

د المان فدراتيو جمهوريت د لوديځې اروپا له هيوادونو څخه دى چې له ۱۹۸۹ كاله يعني د برلين د ديوال له منځه تګ وروسته هڅه كوي  چې د مخ په زياتېدونكي پرمختيايي اقتصاد په وسيله خپله پخوا جبران كړي .

دغه هيواد په شمال كې له شمالي سمندر ، بالتيك او ډنمارك له سمندرګيو ، په ختيځ كې له پولينډ او چك جمهوريت ، په سوېل كې له اسټريا او سوئيس او په لويديځ كې له فرانسې ، لوكزامبورګ او هالنډ سره پولې لري .

ددغه هيواد زياتره اوسيدونكي مسيحيان دي . او ژوند ته هيله پكې په ښځو كې تر ۸۱ كلنۍ او په نارينه وو كې تر ۷۶ كلونو پورې ده .

د جرمني فډراتيو جمهوريت ۱۶ فډريشنونه لري . دغه فډريشنونه كولاى شي چې په ځينو مـسئلو كې خپلواك عمل وكړي .

بادن وورتمبرګ، بايرن، برلين، براندنبورګ، برمن، هامبورګ، هسن، مكلنبورګ-فورپومرن، نيدرزاكسن، نوردراين-وستفالن، راينلاند-فالټز، زارلاند، زاكسن-آنهالت، اشلسويګ-هولشتاين او  تورينګن ددغه هيواد ۱۶ فډريشنونه دي .

د المان پلازمينه او د حكومت مركز برلين دى . دغه هيواد د ملګرو ملتونو ، ناټو،  G8 ، اروپايي اتحاديې او  5+1 په څير سازمانونو غړى هم دى .

له دوهم نړيوال جنګ وروسته چې جرمني يې پرانستونكى وو دغه هيواد په دوه برخو لويديځ او ختيځ وويشل شو او د برلين ديوال د برلين ښار په دوه برخو يعني ختيځ او لويديځ وويشلو .

د ختيځ جرمني خلكو چې د شوروي تر څارنې لاندې يې ژوند كاوه ښه اقتصادي وضعيت يې نه درلوده .

د برلين د ديوال په منځه تللو سره د المان اقتصاد وغوړېده او د څو كلونو په اوږدو كې دغه هيواد هم د امريكا او جاپان ترڅنګ د اقتصاد له نظره د نړۍ په لومړيو هيوادونو كې راغى .

اقتصاد:

المان د داخلي ناخالص توليد له نظره د نړۍ دريم هيواد دى او د عايد له نظره د كاليو ستر صادروونكى او په نړۍ كې د كاليو د ورادوونكو هيوادونو په دوهمه درجه كې راځي .

د نړيوالې سوداګرۍ د سازمان د احصائې په اساس په ۲۰۰۶ ميلادي كال كې د آلمان د صادراتو كچه ۱.۱۳۳ تريليونه ډالره وو . لدې سره سره د المان په لويديځه نيمايي كې ژوند د هغه د ختيځې نيمايي برخې په نسبت ډير ښه كيفيت لري .

په آلمان كې زيات صنايع فعال دي . لكه د الكترونيكي ، ميخانيكي ، كيمياوي موادو ، منسوجاتو خوراكي او نقليه وسايطو په څير صنايع . د بنز ، بي ام او فالكس واګون په څير د موټر جوړونې كارخانې يې هم خپل محصولات ټولې نړۍ ته وړاندې كوي .

ددغه هيواد مهم صادرات د ليږد راليږد وسيلې او الكترونيكي وسايل جوړوي .

په ۲۰۰۲ ميلادي كال كې آلمان په نړۍ كې د انرژۍ پنځم مصرفوونكى هيواد وو او دغه هيواد ته د لومړنۍ انرژۍ د دريو برخو څخه دوه برخې واردېدلې . په همدې كال آلمان په اروپايي هيوادونو كې د بريښنا تر ټولو ستر مصرفوونكى هيواد هم وو .

په همدې كال كې د المان واكوالانو د خپل هيواد له تجديدونكې انرژۍ څخه  د مصرفي انرژۍ د نيمايي برخې تامين د خپل كار په اجنډا كې راووست .

آلمان په زياتو ډبرو سكرو سربېره د اوسپنې ، بوكيسټ ، مسو ، نېكل ، قلعي ، سپينو زرو ، پټاسو او مالګې په څير نسبتاً كوچنۍ طبيعي زيرمې هم لري .

بانكوالي او مالي چارې د بهرنيو اسعارو د عايد مهمې سرچينې دي او فرانكفورت په نړۍ كې د مالي او سوداګريزو چارو يو اصلي مركز ګڼل كيږي .

په دغه هيواد كې د بېكارۍ كچه ۷.۱ سلنه ده چې همدا چاره ددغه هيواد د سياستوالانو په وړاندې يوه مهمه ستونزه ده .

سياست :

په المان كې د تصميم نيونې مبنا ددغه هيواد اساسي قانون دى چې پكې ددغه هيواد په ډيموكراټيك اوسېدو ټينګار شوى دى .  د دغه هيواد د حكومت په مشرتابه كې ولسمشر دى چې زياتره سمبوليك رول لري او مهم تصميمونه زياتره د حكومت د مشر په غاړه دي چې هغه لومړى وزير يا صدر اعظم دى .

په آلمان كې لوى او واړه ګوندونه هم فعاليت لري چې پكې مسیحی ډيموكراټيك (CDU)، سوسیال ‌مسیحي (CSU)، سوشيل‌ دموکراټ  (SPD)، لیبرال  (FDP)، د شنو ۹۰ فيصدي اتحاد  (Bündnis 90/Die Grünen)  او چپ ګوند (Die Linke)   زيات قدرت لري .

آلمان او فرانسه له ډېر پخوا څخه سياسي نږدېوالى لري چې دغه موضوع په آلمان كې د هلموت كهل او په فرانسه كې د فرانسيس ميتيران د لومړيو وزارتونو په مهال لازياتوالى وموند .

اړيكتيايي چارې :

۳۷۳ ټلويژني چينلونه په دغه هيواد كې پروګرامونه خپروي او ۳۸ ميليونه او شپږ لكه انټرنيټي كاروونكي لري .

دغه هيواد له اړيكتيايي نظره په پرمختللو هيوادونو كې راځي . په دغه هيواد كې ۵۴ ميليونه ثابتې ټلفوني كرښې شته او څه دپاسه ۸۴ ميليونه مبايل كرښې هم پكې په فعاليت بوختې دي .

۱۶ ميليونه او څلور لكه او ۹۴ زره اينټرنيټي كوربانه لري او انټرنيټي كود يې هم de دى .

آلمان په يو لنډ نظر كې :

پراخوالى

357،021 كيلومترمربع

نفوس

82،314،900  نفر

پلازمينه

استكهلم

پولي واحد

يورو

انټرنيټي كود

de

ټلفوني كود

0049

دين

زياتره مسحي

ژبه

جرمني

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب