د سويز کانال

مصر لومړنی هیواد و چې په خپلو ځمکو کې یې د انسان جوړ سوی کانال کیندلو لپاره د مدیترانې بحر له سره بحر سره د نیل سیند د څانګو له لارې وصل کړ. لومړنی کس چي دا یې کیندلی و ، د مصر (سینګروسیټ III) و (1874 BC.)
د سویز کانال په حقیقت کې لومړی کانال دی چي مستقیم د مدیترانې بحر له سره بحر سره وصلوي.

دا د نومبر په 18 ، 1869 کې د نیویګیشن لپاره پرانستل سو.
مصر د جولای په 26 د 1956 کال کانال ملي کړ.
کانال پنځه ځله وتړل سو. وروستی ځل خورا جدي و ځکه چي دا د 8 کلونو لپاره تړل سوی وو. کانال بیا د 5 /1975 کال د جون په پنځمه پرانستل سو.
دا ثبت سوې چي مصر لومړنی هیواد و چي د نړۍ د تجارت د فعالولو لپاره یې د ځمکې په اوږدو کي کانال وکیند.
د سویز کانال د ختیځ او لویدیځ تر مینځ لنډه اړیکه ګڼل کیږي ځکه چي د دې ځانګړي جغرافیایی موقعیت له امله دا یو مهم نړیوال نیویګ کانال دی چي 8,900km يې دا سفر نژدې کړ.
دا لومړی مصنوعي کانال ګڼل کیږي چي په سفر او تجارت کي کارول کیږي. د سره سمندر او مدیترانې ترمینځ د یو کانال د نښلولو بشپړه نظریه تر پخوانۍ زمانې پورې اړه لري ، ځکه چي مصر د سیارې په سطح کي لومړی مصنوعي کانال کښل سوی.

دا کانال 193.3km کيلو متره چې 120m ميله کيږي اوږدوالی لري، او 300m پلنوالی لري.
په دې کانال کې د 11-16 km/h سرعت اجازه ده.
په 2007 کال کې د دغه کانال له لارې د 7،700 څخه زياتي يوازې کانټينري کشتۍ لېږد رالېږد کړی، 318000tons ټنه مال يې لېږدولی،
د نړۍ %7,5 سلنه سوداګري د دې کانال له لاري کيږي
چي په خاصه توګه تېل او ورته مواد له عربي ملکونو څخه غربي اروپا ته وړل کيږي او خوراکي مواد او نور اړين مواد له اروپا او شمالي امریکا څخه غربي او شرقي آسيا ته وړل کيږي.
د سويز د کانال د يو کال عايد
د 5,000,000,000 امريکايي ډالرو څخه زيات کيږي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب