هغه هیوادونه چې د خپلو ملي عوایدو ډیره برخه پر پوځي موخو مصرفوي

عمان

عمان د هغو هيوادنو په سر کي راځي چي د خپلو ملي عوايدو ډيره برخه ئې پر پوځي مصارفو لگولې ده. عمان تیر کال ۶،۷ میلیارده ډالره پر پوځي مصارفو لګولي دي چې دا یي د جي ډي پي یا ملي ناخالص تولید ۸،۸ سلنه برخه ده. د مجموعي لګښت پر اساس عمان په نړۍ کې ۳۱ ځای لري.

سعودي عربستان

سعودي عربستان د خپل ملي ناخالص تولید ۸ سلنه پر دفاعي بودیجې لګوي. دغه هیواد په ۲۰۱۹م کال کې پر پوځي او دفاعي وسایلو ۶۱،۹ میلیارده ډالره مصرف کړي دي چې د پوځي مصارفو له پلوه سعودي عربستان په نړۍ کې پنځم مقام ترلاسه کړی دی.

الجزایر

شمالي افریقایي هیواد الجزایر تیرکال ۱۰،۳۰ میلیارده ډالره پر پوځ او وسلو مصرف کړي دي چې دا د دې هیواد ملي ناخالص تولید یا جي ډي پي ۶ سلنه کیږي. د پوځي مصارفو له پلوه الجزایر په نړۍ کې ۲۳ ځای نیولی.

کویت

په دریم مقام کې مقام کې ځای نیولی
دغه هیواد د خپل ملي ناخالص تولید ۵،۶ سلنه پر پوځي او دفاعي برخه مصرفوي. کویت تیرکال ۷،۷ میلیارده ډالره په پوځي برخه لګولي دي او په دې ترتیب سره يې په نړیواله کچه ۲۶ ځای ترلاسه کړی دی.

اسرائیل

تیرکال د اسرائیل پوځي مصارف ۲۰،۵ میلیارده ډالره ول، او په دې برخه کې د ډیرو پيسو مصرفونکو هیوادونو په کتار کې يي ۱۵ مقام ترلاسه کړی دی. اسرائیل د خپل ملي ناخالص تولید ۵،۳ سلنه پر پوځ مصرف کړي دي او په دې حساب یي پنځم مقام ترلاسه کړی دی.

ارمينیا/ ارمنستان

د ترکیي د ګاونډي هیواد ارمنستان پوځي مصارف د دغه هیواد د جي ډي پي ۴،۹ سلنه برخه ده. خو د دې هیواد مجموعي پوځي لګښت ۶۷۳ میلیارده ډالره کیږي.

اردن

اُردن د خپل ملي ناخالص تولید ۴،۹ سلنه برخه پر پوځي مصارفو لګوي چې په دې اساس د نړۍ ۷ نمبر هیواد دی. اردن په نظامي برخه کې د تر ټولو ډیرو پيسو مصرفونکو هیوادونو په کتار کې ۵۷ ځای لري.

لبنان

لبنان د خپل ملي ناخالص تولید ۴،۲۰ سلنه برخه پر پوځي مصارفو لګوي. دغه هیواد تیرکال ۲،۵ میلیارده ډالره په نظامي برخه کې مصرف کړي دي.

آذربایجان

اذربایجان هم ۱،۸ میلیارده ډالره پوځي مصارف درلودل، خو د جي ډي پي د کموالي له امله دغه لګښتونه د ملي ناخالص تولید له ۴ سلنې سره مساوي کیږي.

پاکستان

د سپري د رپوټ پر بنسټ پاکستان تیرکال د خپل ملي ناخالص تولید ۴ سلنه پر پوځي برخه لګولي دي. دغه هیواد په ۲۰۱۹م کال کې ۱۰،۲۶ میلیارده یورو په دې برخه کې مصرف کړي دي. په دې توګه پاکستان د پوځي مصارفو له مخې د نړۍ ۲۴ نمبر هیواد دی.

روسیه

روسیي ۶۵ میلیارده ډالره پوځي مصارف درلودل چې د تر ټولو ډیرو پيسو مصرفونکو هیوادونو په کتار کې یي ۴ ځای نیولی دی. خو دغه مصارف د روسيي د جي ډي پي ۳،۹ سلنه کیږي چې په دې اعتبار د نړۍ ۱۱ نمبر هیواد دی.

هندوستان

هند د پوځي لګښتونو پر اساس د نړۍ دریم هیواد دی. تیرکال د هند پوځي مصارف ۷۱ میلیارده ډالره وو چې د دغه هیواد د ملي ناخالص تولید ۲،۴۰ سلنه کیږي او په دې حساب دغه هیواد ۳۳ مقام لري.

چین

چین د پوځي مصارفو له پلوه د نړۍ دویم لوی هیواد دی. تیر کال د بیجنګ حکومت په دې برخه کې ۲۶۱ میلیارده ډالره مصرف کړي دي. دا پيسې د چين د جي ډي پي ۱،۹۰ سلنه برخه تشکیلوي او په دې اساس دا د نړۍ ۵۰ نمبر هیواد دی.

امریکا متحده ایالات

امریکا په نړۍ کې پر پوځ تر ټولو ډیرې پيسې مصرفوي. تیرکال د امریکا پوځي لګښت ۷۳۲ میلیارده ډالره وو په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸م کال کې يي پوځي لګښت ۶۸۲ میلیارده ډالره وو. خو پر دې زیاتوالي سربیره هم دا د امریکا د جي ډي پي ۳،۴۰ سلنه برخه تشکیلوي چې په دې اساس متحده ایالات د نړۍ ۱۴ نمبر هیواد دی.

۲۰۲۱ م

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب