ایران

ايران لنډ پیژندګلوي:

بيرغ نښان

نخشه

موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
تهران
۳۵°۴۰′ شمال ۵۱°۲۵′ ختیځ
حکومت اسلامي جمهوريت
د وگړو شمېر
 –  estimate 68,017,860 (18th)
نا خالص داخلي تولید (PPP) 2005 اټکل
 – ټولټال $560,348,000,000 (19th)
 – پر کس $8,065 (77th)
بشري پرمختيا (2006) 0.736 (medium) (99th)
د وخت سيمه (UTC+3.30)
 – اوړی (DST) not observed (UTC+3.30)
د انټرنټ مخکښ شپول .ir

ايران (پارسي: ايران, Īrān)، چې پخوا د پارس يا فارس، په نامه يادېده، د منځني ختيځ د سيمې يو هېواد دی چې په لوېديځه آسيا کې پروت دی. د ايران سهېلي سيمې د قفقاز برخه هم ده. د سهېل لوري ته، دا هېواد خپلې پولې د ارمنستان، آذربايجان (د ناخشيوان په گډون) او ترکمنستان سره گډوي، پاکستان او افغانستان يې ختيځې خوا کې او ترکيه او عراق (کوردستان) يې لوېديځ خوا کې پراته هېوادونه دي. د دې سره سره دا هېواد د فارس خليج سره پراته دولتونه کوېټ، سعودي عربستان، بحرين، قطر، او متحده عرب امارات سره هم خپلې پولې گډوي. د دې هېواد رسمي نوم دولت اسلامی ايران، او ددې هېواد د تابعيت لرونکي ته ايرانی يا ايرانې وايي. په ١٩٧٩ زېږيز کال کې د ايراني انقلاب نه وروسته، کله چې آيت الله خميني ايران، د روحانيونو په حکومت بدل کړ نو د هماغه وخت نه راپدېخوا شيعه اسلام ددغه هېواد رسمي مذهب دی.

فارسان، کوردان، ازرې او لور په ایران کې تر ټولو مهم قومي ډلې دي.[۱]

جمهور ريئس:

دامقام د واک له مخی دويمه کړۍ گڼل کيږی . جمهور ريئس د څلورو کالو لپاره د ټولټاکنو د لاری انتخاب او داساسی قانون سره سم يوتن يوازی دوی دوری پر دی چوکۍ باندی ټاکل کيدلای شی . دی داجرائيه قوی مشر او داساسی قانون تفسير هم دده دنده ده چی دکوم بل هيواد په هکله دجمهور ريئس په دندو کی ددغه کار صلاحيت زما تر سترگو شوې ندی او راته دحيرانتياوړ ښکاری . دايران اسلامی دولت جمهور ريئس په عمل کی د روحانيت لوړ واک دتمثل يو ځانگړۍ ارگان جوړوی . د اولسمشرۍ په ټولټاکنو کی کانديدان هغه وخت په سياليو د دريدلو حق تر لاسه کوی چی د ( شورای نگهبان ) لخوايی وړتيا تائيد شی او لدی نه پرته هيڅوک ځان کانديد کولای نشی .

حکومت

دلته هم حکومت دنوروهيوادونو پشان د دولت داجرائيو چارو اساسی کړۍ ده چی غړې يی دجمهور رئيس لخوا نومول کيږی او دپارلمان څخه دباور ترلاسه کولو وروسته په کار گمارل کيږی

پارلمان

دايران د پارلمان ( مجلس ) ټول غړې ٢٩٠ تنه دی او دخلگو لخوا دمستقيمو رايو ورکولو له مخی د څلورو کالو پاره ټاکل کيږی .پارلمان دتقنينی ارگان په توگه دقوانينو د وړانديز او تصويب دنده لری . ددی ارگان لخوا ټول تصويب شوی قوانين هغه وخت نافذ گڼل کيږی چی دشورای نگهبان لخوا دتائيد وړ وگرځی . دپارلمان په ټاکنو کی دکانديدانو وړتيا هم بايد دشورای نگهبان لخوا تائيد او دستر روحانی مشر لخوا ومنل شی . پارلمان کولای شی خپل غړی او جمهور ريئس تر عدلې تعقيب لاندی راولې .

شورای خبره گان ( دپوهانو جرگه )

ددی شورا له ډيرو سترو دندو څخه يوه هم دهيواد د ستر روحانی مشر ټاکل ٫ له دندی ليری کول او دهغه پراجراآو باندی څارنه ده . دپوهانو جرگه ٨٦ غړې لری چی دخلگو لخوا په مستقيمو ټاکنو کی د٨ کالو دپاره غوره کيږی . يوازی مذهبی روحانيون کولای شی دی شورا ته ځانونه کانديد او دشورای نگهبان له تائيد وروسته سياليو ته و دريږی . ددی شورا تر ټولو مهم غړۍ داگړۍ ښاغلۍ اکبر هاشمی رفسنجانی دی

شورای نگهبان ( دڅارنی جرگه )

داجرگه دهيواد ترټولو اغيزمن ارگان دی چی ټولټال ١٢ غړې لری . دغړو نيمه برخه ( ٦ تنه ) يی د دينی علومو پوهان دی چی دهيواد ستر روحانی مشر يی په گوته کوی اوپاته ٦ تنه يی دحقوقو پوهان چی دقضا لخوا ټاکل کيږی . دشورا ټول غړی ديارلمان څخه دباور رايی اخيستنی وروسته وظيفوی واک پلاس راوړی او په کارپيل کی . دنومړې شورا دواک موده شپږ کاله او بنسټيزه دنده يی پر ټولوانتخاباتو باندی څارنه ده . داشورا همدارنگه هغه قوانين منظور او تفسيروی چی دپارلمان لخوا تصويب شوی وی .

دهيواد ستر روحانی مشر

لکه څنگه چی ياده شوه دا شخص دپوهانو دجرگی لخوا په دنده گمارل کيږی . دستر روحانی مشراصلی دندی د قضايی قوی د ريئس ټاکل ٫ دپوهانو دجرگی دنيمی برخی غړو نومول ٫ د وسلوالو ځواکونو دقوماندانانو ټاکل ٫ د دولتی راډيو او تلويزيون د ريئس ټاکل دی ٫ دامنيت شورا او دمنځگړيتوب شورا گمارل دی . لدی نه پرته دجمعی دلمانځه امامت کول او ترټاکنو وروسته د جمهور ريئس دصلاحيت تائيدول هم ددغه روحانی مشر په دندو کی راځی . دايران دولت اوسنۍ ستر روحانی مشر ايت الله علی خامنه ای دی چی دژوندترپايه پر دغی دندی باندی گمارل شوی

حکومت او سياست

دلته هم حکومت دنوروهيوادونو پشان د دولت داجرائيو چارو اساسی کړۍ ده چی غړې يی دجمهور رئيس لخوا نومول کيږی او دپارلمان څخه دباور ترلاسه کولو وروسته په کار گمارل کيږی

جغرافيه

Iran map.png

ولايتونه

۱. تهران
۲. قم
۳. د مرکزی ولایت
۴. قزوین
۵. د گیلان ولایت
۶. د اردبیل ولایت
۷. د زنجان ولایت
۸. د ختیځي آذربایجان ولایت
۹. د لویدیځي آذربایجان ولایت
۱۰. کردستان
۱۱. همدان
۱۲. کرمانشاه
۱۳. د ایلام ولایت
۱۴. لرستان
۱۵. خوزستان
۱۶. چهارمحال و بختیاری
۱۷. کهگیلویه و بویراحمد
۱۸. د بوشهر ولایت
۱۹. د فارس ولایت
۲۰. هرمزگان
۲۱. سیستان و بلوچستان
۲۲. کرمان
۲۳. یزد
۲۴. اصفهان
۲۵. سمنان ولايت
۲۶. مازندران
۲۷. گلستان
۲۸. شمالي خراسان
۲۹. رضوي خراسان
۳۰. سهېلي خراسان
۳۱. البرز ولايت
Numbered map of provinces

لوی ښارونه

 

  • مشهد: 2,837,734

  • اصفهان: 1,573,378

  • تبرېز: 1,523,085

  • Karaj-top.jpg

    کرج: 1,460,961

  • شېراز: 1,279,140

  • GonbadSabz.jpg

    قُم: 1,046,578

  • Ahvaz-karun.jpg

    اهواز: 841,14

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب