ديپلوماتيک پروتوکولونه څه ته وايي؟

څرنګه چي پوهيږو نړۍ يا د ځمکې کره په مختلفو هېوادونو ويشل شوي ده چې هر يوي ځانته د خپل هويت او ملي حاکميت درلودونکي دي، البته دغه ويش د جغرافياوي حدودو او سرحداتو په اساس مينځته راغلي خو د ټولنيزو اړيکو له مخي نشي کولاي چي دغه دولتونه يو له بل څخه جدا کړو او هر هيواد په خپلو سرحداتو کي انحصار پاتي شي.څرنګه چي انسانان هم يو د بل څخه جدا په انفرادي توګه ژوند نشي تيرولي بلکه انساني حدودتونه انسانان يو بل سره په اړيکو او روابطو باندي اړ باسي.نو هيوادونه د همدغه جغرافيي موقعيت، ديني عوامل، اقتصادي، نژادي، قومي او لساني فکتورونه د دي سبب شوي دي ترڅو يو دولت د بل دولت سره خصوصي روابط ولري، چه دغه د روابطو برقراري په مختلفو درجو سره صورت مومي.
هغه هيوادونه چي يو د بل په ګاونډ کي موقعيت لري د هغوي اتباع يو د بل سره د تګ راتګ او د مواد و تبادله لري، لکه د افغانانو روابط د پاکستانيانو او ايرانيانو سره چي د دا قسم روابطو څخه د تاريخ پاڼي ډکي دي ، مګر دلته چي مونږ د کومو  روابطو څخه يادونه کوؤ هغه د ملتونو د افرادو تر منځ نه بلکه د دولتونو تر منځ روابط دي، چي دا قسم روابط د دواړو هيوادونو د ارادي څخه پرته صورت نشي موندلي، او په يو اړخيزه ډول نا ممکن دي، چي البته د دي روابطو تمايل لمړي د يو هيواد د حقوقي شخصيت او د هغي موجوديت په رسميت پيژندلو سره شروع کيږي.د دولتونو تر منځ دا ډول روابطو ته دپلوماتيک روابط وايي اوکولای شي چې دا روابط د پروتوکولونو له لارې هم ترسره شي چې بيا هغې ته ديپلوماتيک پروتوکولونه وايي  او هغه پوهه چي دا ډول روابط څيړي هغه ديپلوماسي بلل کيږي، او هغه شخص چي د دي روابطو لپاره مؤظف کيږي دپلومات بلل کيږي.

د دي لپاره چې دا روابط او پروتوکولونه ډير مهم دی نو مونږ دلته د ديپلومات له بحث څخه تيرېږو ځکه چې دا بحث ډير تکراري دی يوازې په ديپلوماتيک پروتوکولونو باندې لنډ بحث ترسره کوو .

ديپلوماتيک پروتوکولونه

په بين المللي سياست کې ، پروتوکول د ډيپلوماسۍ او د دولت چارو معاملات دي. دا ممکن نړيوالې موافقې ته هم راجع شي چې د تړون ضميمه يا ترميم کوي.پروتوکول يو قانون دی چې دا تشريح کوي چې فعاليت باېد څنګه ترسره شي ، په ځانګړي توګه د ډيپلوماسۍ په برخه کې. په ډيپلوماتيکو خد ماتو او دولتي هڅو کې د هڅو پروتوکول اکثرا غېر ليکلې لارښوونې وي. پروتوکولونه د دولت او ډيپلوماسۍ په چارو کې مناسب او عموما منل شوی چلند مشخص کوي ، لکه د دولت رئيس ته مناسب درناوی ښايې ، په محکمه کې د دوی د اعتبار ليک په ترتيب کې د ډيپلوماتانو رتبه او داسې نور.

د “پروتوکول” کلمه دوه معنی لري. په حقوقي مفهوم کې ، دا د نړيوال تړون په توګه تعريف شوی چې د تړون بشپړ يا ترميم کوي.
په ډيپلوماتيکه معنی کې ، دا اصطلاح د مقرراتو ، طرزالعملونو ، کنوانسيونونو او مراسمو تنظيم ته اشاره کوي چې د دولتونو تر مينځ اړيکو پورې تړاو لري. په عموم کې ، پروتوکول د نړيوالو محکمو پېژندل شوی او په عمومي ډول منل شوی سيسټم استازيتوب کوي.

ديپلوماتيکو ليکنو ژبه

د ديپلوماتيکي ليکنو ژبه د نړيوال تعامل پربنسټ ټاکل کېږي . البته د دغه کار برعکس ، ديپلوماټان په خپلو شخصي اړيکو اوياهم دکوربه هېواد له استازو سره ښايې دهمغه ځاې له مروجې ژبې کار واخلي. په ديپلوماتيکو ليکنو کې د ژبې انتخاب له ډېرو پخوانيو وختونو راهيسې نه يواځې، دګټورتوب او عملي والي له پلوه ، بلکې تر هرڅه د مخه د پرسټيج مسئله هم ده .

په فيوډالي دورو کې دکاتوليکي کليسا د اغيز له امله (لاتيني) ژبه د هغه وخت ديپلوماتيکې ژبه وه ، خو وروسته د وخت په تېرېدو سره فرانسوي، انګليسی او آلماني هم په محدود ډول په نړيوالو ليکنو کې کارول کېدېؤ د شپاړلسمي پېړۍ له پېله او په ځانګړي ډول په اتلسمې پيړۍ کې د فرانسي انقلاب داغېز له امله فرانسوي ژبې د لاتينې ځاې ونيو او په ديپلوماتيکو اړيکو کې د اصلي ژبې په توګه کارول کېده ،
هر کله چې انګلیسي ژبې ، يعنې امريکايې سرمايه دارۍ په نړۍ کې درهبرۍ ځای خپل کړ ، نو انکليسي ژبې هم دفرانسوي ترڅنګ ديوې پېژندل شوې ژبې په توګه په نړيوالو اړيکو کې ځاې خپل کړ. د سوسياليستي انقلاب په نتيجه کې روسي ژبې په نړيوالواړيکو کې ډېر ارزښت ترلاسه کړ، دشوروي اتحاد د نړيوال باور د ډېرېدو له امله د نړيوالې سترې جګړې وروسته روسي ژبه هم په نړيواله کچه وپېژندل شوه او ديپلوماتيکه شوه .

په اوسنيو ديپلوماتيکو ليکنو کې هر هېواد د خپلې ژبې د کارولو حق لري، دا شونتيا هم شته چې مېشتې نمايندګۍ د مقيم (مېشت) هېواد له ژبې کار واخلي او که چېرې له دغه ژبې څخه دکار اخيستلو پرېکړه موجوده نه وي ، نوبيا له هغه ژبې کار اخيستل کېږي کومه چې په سيمه کې د ديپلوماتيک تعامل لپاره معمول وي دغه کار د ورځنيو چارو په حل کې معمول دی.

که چيرې څوک په داسې حال کې له خپلې ژبې کار اخلي ، چې کومه دوه اړخيزه هوکړه شتون ونه لري، په دي صورت کې بايد له اصلي ورقې سره د مېشت هېواد يا په سيمه کې د ديپلوماتيکي اړيکو مروجې ژبې غير رسمي ژباړه هم ضميمه کړي.

په دې اړه دپرېکړې کولو په برخه چې آيا په ځانګړي حالت کې باېد کومه ژبه وکارول شي ، باېد په دي فکر وشي چې د خپلې ژبې يا کومې بلې ژبې په کارولو سره د هېواد خپلواکي، خپلواکۍ ته درناوې او دټولو هېوادونو مساوي حق ته د درناوي مسئله مطرح ده . له همدې امله هڅه کېږي ترڅو د مېشت هېواد په ژبه د غير رسمي ژباړې يوه ضميمه هم ور زياته شي. زيات شمېر هېوادونه مهم ديپلوماتيک ياد داشتونه په خپله ژبه ليکي ، چې د مېشت (مقيم) هېواد په ژبه ورسره هم دهمغه ياد داشت ژباړه په غير رسمي ډول ضميمه اوبيا یې مقابل لور ته سپاري. همدارنګه ډېرې وختونه په خپلو ورځنيو چارو کې د مېشت هېواد له ژبې اويا هم په سيمه کې د مروجې ديپلوماتيکي ژبې کار اخلي.

انګليسی او فرانسوي د ملتونو ټولنې رسمي ژبې وي. په داسې حال کې چې د (۱۹۱۹ز ) او (۱۹۲۰ ز) کلونو ترمنځ د فير زاېلر د سولې په کنفرانس کې يواځې همدغه دوه ژبې په مساوي توګه کارول کېدې، د دونبارتون (۱۹۴۴) ز په کنفرانس کې د دوې ترڅنګ روسي هم په مساوي توګه وکارول شوه . د ۱۹۴۵ ز کال د سنفرانسيسکو کنفرانس روسي، فرانسوي، انګليسي، هسپانوي او چينايي د ملګروملتونو سازمان درسمي ژبو په توګه اعلان کړې، د ملګرو ملتونو منشور هم په همدغه ژبو خپور شو، په داسې حال کې چې متن يې په ټولو ژبو کې له يوډول اعتبار څخه برخمن و، وروسته عربي ژبه هم له پورته ژبو سره زياته شوه .

د ديپلوماتيکي ليکنې (مکتوبونو) سپارل

ديپلوماتيکې ليکنې له بېلابېلو لارو مقابل لور ته سپارل کېدای شي.

د دولت يا حکومت د رئيس له خوا رسمي ديپلوماتيکې ليکنې راساً د بل دولت يا حکومت د رئيس په عنوان استول کېدای شي . پرته له دې چې د هېواد د ديپلوماتيکې نمايندګۍ يا په پلازمينه کې مېشتې د بهرنيو هېوادونو د نمايندګيو له لارې انتقال شي.

د بل حکومت په عنوان د يو حکومت خبرتيا، پوښتنه او نورې ورته ليکنې معمولاً د خپل هېواد د نمايندګۍ درئيس اوياهم دکوربه هېواد په پلازمینه کې د بل هېواد نمايندګۍ ته سپارل کېږي ، که چېرې دغه وروستۍ لار وټاکل شي ، په دې صورت کې په اړوند هېواد کې د خپلې نمايندګۍ رئيس ته معلومات ورکوي ، ترڅو د ملاقات پرمهال لازمې پوښتنې وکړي اړوند ځواب ترلاسه اوله مخکنيو کړنو هم خبر اوسي.

که چيرې له يوداسې هېواد سره د ديپلوماتيکو ليکنو ته اړتيا رامنځته شي. چې تر اوسه ورسره ديپلوماتيکې اړيکې موجودې نه وي، په دې صورت کې دغه کار په درېيم هېواد کې دهمغه هېواد د ديپلوماتيکې نمايندګۍ له لارۍ ترسره کېږي . په ديپلوماتيکي چارو کې ددې امکان هم شته چې د دا ډول اسنادو د سپارلو لپاره د دوست هېواد له امکاناتو کار واخيستل شي او دا به هغه هېواد وي چې داستوونکي هېواد سياسي نمايندګي په کې شتون ولری.

ديپلوماتيکې ليکنې معمولاً دپوست له لارې نه ، بلکې د خبر رسوونکي په واسطه لېږل کېږي، مهم اسناد د نمايندګۍ درئيس ، يا هم دځانګړي سفير اوله دې پرته د يو ديپلوماتيک په واسطه استوي، د سپارلو کچه او بڼه د استوونکې هېواد د سند ارزښت په ډاګه کوي. مهمې ليکنې له قات کولو پرته لومړی په مناسب پاکټ يا ځانګړي دوسيه ( چې ښايي داستوونکي هېواد نښان پرې چاپ شوي وي ) کې بندېږي . هغه ليکنې چې ډېرې مهمې نه وي ، يو ځل قات اوبيا په پاکټ کې بندېږي . په دې هکله باېد ووايو چې د مبارکس کارتونه ، د نسبتاً لږ ارزښت درلودونکي متحدالمال ياد داشتونه او حتی بلنليکونه دپوسټ له لارې استول کېږي.

د بيرغونو پروتوکول (معنا)

بېرغونه د دولتونو سمبولونه او د دوې د خپلواکۍ نښې دي، د بېرغونو له پروتوکول څخه کار اخيستنه په سمبوليک ډول د دولتونو ترمنځ د مساواتو انعکاس دی، د بېرغونو لګول باېد د ټاکليو پروتوکولي پرنسيپونو پربنسټ ترسره شي . ترڅو له هرډول تبعيض څخه مخنيوې وشي. د ملي بېرغونو دشکل او جوړشت په هکله کوم نړيوال نورم شتون نه لري، بلکې د دوې جوړښت ، بڼه او د استعمال ډول د هېوادونو دلاېحو اومقرراتو له مخې تنظيمېږي.

د هېوادونو داخلي نورمونه په هر هېواد کې جلا دي، له همدې امله د بېرغونو مقررات توپیر لري، خو د تېروتنو د مخنيوي په موخه پر دغه موضوع پوهېدل اړين دي.

په ملي اوتاريخي ورځو کې معمولاً بېرغونه پورته کېږي ، سربېره پردې يوشمېر نورې داسې ټاکلې ورځې هم شته چې په ټول هېواد اوياهم د هېواد پريوې ودانۍ يا واټ بېرغونه لګول کېږي، د بېلګې په توګه د هېواد د رهبرانو دراتګ پر مهال ، ملي مساېلو او……

د ملې بېرغونو دپورته کولو پرمهال باېد دېته پاملرنه وشي ، چې آيا په سمه توګه د اړوند هېواد له بېرغ سره سمون لري اوکه نه ؟ يواځې پاک او منظم بېرغونه باېد په ښکاره ځاې کې په بشپړ درناوي سره ولګول شي .

د ملي بېرغ سپکاوې ، چټلول، زيانمنول، او بې باوره کول د بل هېواد پر وړاندې يو داسې عمل دی ، چې د اړوند هېواد د استازو د پروټېسټ یا نورو غبرګونونو سبب کېدای شي.

ديپلوماتيک پروتوکل دندې او اصول

د بهرني سياست مفهوم د نړيوالو اړيکو اومناسباتو په هکله ديودولت ټولې کړنې او فعاليتونه په برکې نيسي. ديپلوماسي د بهرني سياست ارګانيکه برخه جوړوي او د بهرني سياست دندو اوموخوته درسيدو په موخه ټاکل کېږي .بهرني سياست او ديپلوماسي يوه داسې ټولګه رامنځته کوي ، چې يوبله بل څخه جلا کېدنه يې ناشونې ده .

ديپلوماسي په ساده معنا ډيرې وختونه د مذاکراتو هنر او دولتونو ترمنځ د تړونونو رامنځته کېدو ته وايي، خوپه پراخه معنا بيا د سوله ايزو وسايلو په واسطه د هېواد د بهرني سياست موخو ته درسېدو لپاره د دولتونو او حکومتونو درئيسانو ، بهرنيو چارو وزارتونو، ځانګړيو ماموريتونو اوسياسي نمايندګيو دفعاليتونو څخه عبارت دي .

د ديپلوماتيک فعاليت اساسي بڼې

لکه څرنګه چې د هرشي لپاره ټاکلي اصول يا نورمونه موجود وي نو دلته هم د ديپلوماتيکې مکاتبې( ليکنو ) لپاره هم اصول يا نورمونه موجود دي چې مونږ يې په لنډ ډول ورڅخه يادونه کوو.

د ديپلوماتيکي مکاتبې ارزښت

ديپلوماتيکي مکاتبه د يو هېواد د ديپلوماتيکي کړنو يوه برخه ده ، د بهرنيو اړيکو لپاره د دولتي ارګانونو په کار کې يې ارزښت په ډاګه کېږي ، ځکه مکاتبه د دوو دولتونو ترمنځ په دندو اومسايلو حل په برخه کې يوه مهمه وسيله ده .

د هېوادونو ترمنځ اړيکو کې د دولتونو يا حکومتونو رئيسانو ، بهرنيو چارو وزيرانو او نور رهبران د مذاکراتو او شخصي نظرياتو دتبادلې ترڅنګ مخ په ډېرېدونکي ډول له ديپلوماتيکي ليکنو کار اخلي، ترڅو دوه اړخيز او څو اړخيز مسايل توضيح ، حل او پايلې يې مشخصې کړي، په همدې ترتيب ديپلوماتيکي ليکنې د نړیوالو تړونونو د سېستم يوه برخه جوړولې شي. نن ورځ ديپلوماتيکې مکاتبه يوه ټاکلې بڼه او شکل لري، چې د ټاکنې په پېژندنه او دشته امکاناتو په سم استعمال کې ډېره اړينه ده .

ديپلوماتيکي مکاتبه د يو هېواد په نامه د بل هېواد په عنوان د بل هېواد دارګانونو اويا دهغوې استازو ته راجع کېږي ، سند بايد دشکل او محتوا له پلوه د هېواد پرستېج په پام کې ونيسی او د هېوادونو د مساوي حقوقو او درناوي پرنسيپ انعکاس کوونکی اوسي، له همدې امله په مطالبو کې کمښت يا نيمګړتيا ، غېر اد بي فورمولبندي ، تحريف او د نورو عاميانه کليمو کارول جواز نه لری.

ناسمې ليکنې (په ليکنه کې تېروتنه ) په پنسل پاک يا قلم پاک پاک شوي ځايونه ، چټل او زبېخښل شوي کاغذ ، ناسمه ژباړه او نور نواقص له ديپلوماتيک سټايل سره توافق نه لري.

په ديپلوماتيکي ليکنه کې زيات شمېر هغه سټانډرډونه چې تعارفي يا تشريفاتي بڼه لري ، موجود وي. دغه ليکنې ښايي د نږدې والي څرګندوي اوياهم انتقادي وي.

د ټاکلي تعارفي او تشريفاتي شکل د بدلون په صورت کې بايد مطلب له جزياتو سره وليکل شي ، د دا ډول حالاتو پېژندنه او استعمال د دې پورې تړلي ، چې د ټاکليو ديپلوماتيکو ليکنو لپاره باېد له با اعتباره نورمونو په بشپړ ډول معلومات شتون ولري.

د ديپلوماتيکې ليکنې (مکاتبې) بنسټيز شکلونه يا فورم .

د ديپلوماتيکي ليکنو لپاره په ديپلوماتيکي کړنلاره کې له لاندې شکلونو کار اخيستل کېږي.

· کونسلي ليکنې يا سرمونيل.

· دکابېنټ ليکنه .

· شخصي پېغام.

· پېټنټ (پاتنټ).

· شخصي مکاتبه (شخصي ياد دښت ).

· لاسي ليکنه .

· وربل ياد داشت .

· متحد المال (ګډ) ياد داشت.

· ورته (مشابه) يادداشت.

· ټوليز يادداشت.

لاندې شکل لرونکي اسناد هم د ديپلوماتيکي ليکنو په کتار کې راځي.

· مېمورېنډم.

· ايډ مېمورېنډم.

· اعلاميه ، تفسير، پېفام ، ګډه اعلاميه.

· رسنيز – تفسير.

· دولتي تلګراف.

چې راځو دلته په پورته اسنادو باندې په لنډ ډول رڼا اچو لکه :

· په بهر کې د سفارت ، کونسلګرۍ او نور نمايندګيو په څېر هغه دايمي نمايندګۍ چې په همغه هېواد کې د خپل هېواد لپاره ديپلوماتيکي اوکونسلي دندې پرمخ بيايې او دکوربه هېواد له باندنيو وزارت او نورو اړوندو ارګانونو سره همېشنې اړيکه ولري.

· ديپلوماتيک کنفرانسونه ، کنګرې ، مشورتې جلسې او په مختلفو سطحو د دولتونو درهبرانو ترمنځ دوه اړخيزې يا څو اړخيزې کتنې اوملاقاتونه .

· دياد داشتونو ، ميموريڼډم اونورو تحريري توضيحاتو له لارې د مکتوبونو تبادله .

· د نړيوالې مذاکرې او دوه اړخيزو يا څو اړخيزو قراردادونو دفسخه کولو په موخه چمتوالي .

· د دولتونو ترمنځ په عام يا خاص  ډول دڅو اړخيزو نړيوالو سازمانونو په هوکړه ليکونو کې ديو دولت دالحاق ابلاغ .

· د نړيوالو سازمانونوپه چاروکې د دولتونو درهبرانو ونډه (برخه اخيستنه ) .

د ديپلوماسۍ په مرسته له نورو هېوادونو سره اړيکې په ډيره ښه توګه پرمختګ او پراختيا مومي ، همدارنګه په موجودو اړيکو کې نور ژوروالې هم راځي او په راتلوونکي يې ډيره اغېزه درلودلای شي

په سمه اومبتکرانه ډول د سياسي پالېسۍ دټاکنې لپاره بايد له ټولو ديپلوماتيکو لاروچارو کار واخيستل شي او دعملي کولو په لارکې يې هم باېد فعال او خلاق اوسو.

دافغانستان اسلامي جمهوريت بهرني سياست له نورو هېوادونو سره د مساوې حقوقو درلودونکو اړيکو پر پراختيا او پرمختګ ولاړ دی او په دې هڅه کې دی ، چې د افغانستان دزيارکښو خلکو له ګټو اوځمکنۍ بشپړتيا د خپلواکۍ له اصولو سره سم له هېوادونو سره دوستي وکړي.

پروتوکول د ټولو هغه نورمونو اوقواعدو مجموعه ده ، چې د دوو هېوادونو داړيکو ظاهري شکل (ديپلوماتيک تعامل) ټاکي. پروتوکول د ديپلوماتيک فعاليت يوه سياسي وسيله ده ، دکوم په چوکاټ کې چې ترسره کېږي.

د پروتوکول نورمونه د مختلفو ګټو سره تړلي لکه د دولتونو ترمنځ حقوق، عامه حقوقو، نړيوال تعامل ، همدارنګه ملي ځانګړنو او رواج .

د پروتوکول د هېوادونو داړيکو له محتوياتو سره سروکار نه لري اونه ديادو اړيکو کرکټر ټاکي، بلکې يواځې ظاهري بڼه يې رانغاړي ، د پروتوکول فعاليت د ديپلوماسۍ د محتوياتو اوشکلي اړخونو له تناسب څخه رامنځته کېږي . يو پروتوکولي فعاليت هيڅکله ديوهېواد د سياسي موخو او دندو پرته رامنځته کېدلای نه شي.

د ديپلوماتيک پروتوکول لپاره (چې متن او جوهر يې عام دی) يوشمېر بنسټيز او نه بدلېدونکي قواعد شتون لري، چې داقتصادي ، ټولنيز، سياسي اونظامي ځواک په پام کې نيولو پرته پرټولو هېوادونو دپلې کېدو وړ دي . مساوي پروتوکولي قواعد په ټاکل شويو مساوی مراسمو کې عملي کېږي ، چې دغه بنسټيز قواعد د دولتونو ترمنځ د ديموکراتيکو حقوقو له پرنسيپونو (کوم چې هېوادونو ترمنځ پرمساوي اړيکو او حقوقو ولاړ دي) سرچينه اخلي . د دولتونو ترمنځ (بين الدول) حقوقو د پرنسيپونو له مخې د دولتونو د خپلې ارادې اصل او د نورو هېوادونو په چاروکې نه لاس وهنه دټولو ديپلوماتانو لپاره يوشمير داسې مسئوليتونه رامنځته کوي ، چې د کوربه هېواد معمول ديپلوماتيک تشريفات رعايت کړي.

پروتوکول بايد د هېواد له داخلي سرمونۍ (Ceremony) اويا له نړيوالوتعارفاتو سره مساوي ، ګډ ياتبديل نه شي. داخلي تعامل او پروتوکول ترهرڅه د مخه په لاندې مطالبو کې يو له بله جلا کوو.

· پروتوکول ديوشمېر هغه محدودو کارکونکيو سره تړاولري ، کوم چې د دولتونوترمنځ دندې ترسره کوي ،په داسې حال کې چې داخلي تعامل دعوامو خلک سره تړلي وي.

· پروتوکول هغه وخت زيانمنيږي ، چې دهغو اشخاصو له خوا کوم چې رسماً د ياد هېواد تمثيل کوي ، مراعت نه شي . په داسې حال کې چې د داخلي تعامل نه مراعت کول دهرشخص سره تړاو لري ( درسمي موقف په پام کې نيولو پرته ).

· پروتوکول يوشمېر ورته (مشابه) حرکات له نورمونو سره داسې تنظيموي ، چې د داخلي تعامل له قواعدو سره په بشپړ ډول توپير لري.

ديو هېواد د پروتوکول او سرمنۍ ترمنځ بنسټيز توپيرونه د سرمنۍ داصولو او قواعدو په سرچينو کې خلاصه کېږي . ديوهېواد په سرمنۍ (Ceremony) کې شامل شخص په ټولو هغو قواعدو پوهيږي ، کوم چې دياد هېواد په کورني چوکاټ کې معمول وي. ديوهېواد د سرمنۍ قواعدو دهغوظاهري اشکالو سره تړلي ، کوم چې د نوموړي هېواد د رهبرانو ، رسمي شخصيتونو او خلکوترمنځ په اړیکو کې اعتبار لري او ياد سرمنۍ هغه برخې چې يوهېواد ته ځانګړې شوې وي، په دا ډول محفلونو کې د ګډون له کبله د بهرنيو هېوادونو داستازو ګډون د دوې په کرکټر کې بدلون نه راولي.

تشريفاتي نومونه يواځې د هېوادونو اونړيوالو سازمانونو ترمنځ دهغو اړيکو سره تړلي ، کوم چې دوي پخپله رامنځته کړي ، په داسې حال کې چې د نړيوالو تعارفاتو قواعد د نړيوالو ټولنيزو سازمانونو اواتحاديو ترمنځ داړیکو له ظاهري بڼې څخه ټاکل کېږي .

د ديپلوماتيک پرتوکول ساحې

د پروتوکول ساحې ، چې د دولتونو ترمنځ داړيکو له بنسټيز شکلونو څخه دی، په لاندې لسو کمپليکسونو ويشلای شو ، د دغه ظاهري شکلونو پربنسټ د دولتونو ترمنځ اړيکې عمدتاً يو له بل سره نښلي.

د ديپلوماتيکو اړيکو د رامنځته کولو بڼه

الف: د باورليک دوړاندې کولو، تعارفي کتنواوماموريت دپېل پورې اړوندو نورو چارو په ګډون داګريمنټ ، تعارفاتو، داستازيتوب يا نمايندګۍ درئيس (سفير) او د نمايندګۍ د نوروغړو (ديپلوماتانو) د ماموريت پېل.

ب: د يوماموريت دپاې ته رسېدو شکلونه ، ددې پورې اړوند موضوعات او خدای په اماني.

ج: دکونسلي اړيکو درامنځته کېدو شکلونه او دکونسلي مديريت دپېل او پاې پورې تړلي موضوعات.

د:رسمي مسافرتونه او په بهرکې درهبرانو او رسمي اشخاصو نورې ليدنې ، لکه .

· د کتنې کرکټر.

· د معمول سرمنۍ په ګډون د ميلمه پالنې او بدرګه کولو مننه .

· تعارفي کتنې اوبېلابېل مذاکرات.

· د ملاقاتونو اوکتنو په موخه ديپلوماتيکي بلنې .

· دجوړشوي پروګرام اضافي اوتعارفي ټکي.

· همېشني کوربه ، چې په پلازمينه او نوروښارونو کې نوموړي بدرګه کوي.

· د نښانونو ، مډالونو اوډاليو ورکړه .

ديپلوماتيکې بلنې، داړيکو ډولونه او د دوې متقابلې اغيزې :

· د بلوونکې کړئ (ډلې) دتثبيت اړتيا .

· د بلنوډولونه ، دهغوې منل يا رد کول او د بخښنې غوښتلو ډولونه .

· دکوربه اميلمه دندې او حقوق.

· دشعارونو تعامل (د بيانيو وړاندې کول).

· دتشريفاتو مراسمو ځانګړي معيارونه (د ميلمنو دعذر کولو څرنګوالی، د رئيسه هيئت تشکيل، د ملي سرود غږول) ، په مناسب ډول  درابلل شويو اشخاصو د څوکيو ترتيب.

دلاندې مطالبو په پام کې نيولو سره نړيوال مشاورتونه ، کنفرانسونه او کنګرې.

· درئيس او استازو درابلنې انګېزه او له کوربه او بهرني هېواد سره دهغوې اړيکې ، رسمي ژبه ، دګډون کوونکيو د مراتبو لړۍ، د څوکيو ترتيب، دګډون کوونکو هېوادونو د ملي بېرغونو تنظيم ، دکوربه اوګډون کوونکو هېوادونو تشريفاتي وجايب.

· د نړيوالو قراردادونو لاسليک او نافذول ، نورې هوکړې او د هغوې د ترتيب او تنظيم بڼه .

۴) د ماموريت له پېل څخه ترپاې پورې په رسمي ډول  دشخص معرفي کولو په ګډون د نړيوالو سازمانونو په کړنو کې برخه اخيستنه ، په اړوند نړيوال سازمان کې د نوموړی د موقف ټاکنه اونور مطبوعاتي مسايل.

۵) الف: ديپلوماتيکي مکاتبه، چې له کونسلي ليکنو اويا سرمونيل څخه عبارت ده ، دکابېنېټ ليکنې ، لاسې ليکنې ، شخصي ليکنې او پېغامونه ، متحدالمال اونور ياد داشتونه ، ټوليز ياد داشتونه ، مېمورېنډم …

اعلاميه ، ګډه اعلاميه ، رسنيز بدلون .د مبارکۍ او ډاډګيرنې (تسلې) پېغامونه او مسېجونه او يايې د کارت او نورو په واسطه څرګندونه .

د ديپلوماتيکو ياد داشتونه دلېږد اوسپارنې څرنګوالۍ .
۶) د مراتبو لړۍ او دلومړيتوب حق (دهرهېواد موقف، د مراتبو دلړۍ پرتله ) .

د بېلابېلو هېوادونو له رهبرانو او رسمي اشخاصو سره د لېدنې اوکتنې دلومړيتوب حق ، خود مساوي مقام په درلودلو.

په نړيوالو غونډو کې درئيس اوغړيو دلومړيتوب حق، درسمي حکومتي يا نړيوال سازمان داستازي دلومړيتوب حق.

د ډله ايز کور ديپلوماتيک (CD) او کونسلي (CC) حضور(شتون) حق، دکوربه هېواد يانړيوال سازمان دکارکوونکو اونورو هېوادونو دهغو رسمي استازو پرتله ، چې باور ليک يې وړاندې کړې وي .

د مراتبو هغه لړۍ چې دکورديپلوماتيک (CD ) ، کونسلي اويا ديوې نمايندګۍ په داخل کې شتون لري.

په ديپلوماتيکو محفلونو کې د وخت اخيستل …

۷) د دولتي او نړيوالو سازمانونو د سمبولونو څخه دکار اخيستنې قواعد او يا ترتيب (ملي بېرغ، سرميزي بېرغونه او دولتي نښان ).

۸) د نښانونو او نورو مډالونو استعمال او يو له بل سره د هغوې د مراتبو د لړۍ تناسب.

د ديپلوماتيک پروتوکول عاملين :

له کومه ځايه چې ديپلوماتيک پرتوکول د دوو دولتونو ترمنځ اړيکو ظاهري بڼه ټاکي، نو دپروتوکول عاملين يواځې هغه کسان کېدلای شي ، کوم چې د هېوادونو ترمنځ اړيکو کې مسئوليت او حق لري.

دوی عبارت دي له :

· د يو هېواد رهبران : د دولت او حکومت رئيس ، عمومي منشي او لومړي سکرتر او په سوسياليستي هېوادونو کې د مارکسيست – لېننېست ګوندونو اصلي غړي او سياسي بيرو ، همدارنګه په ډېرې سوسياليستي هېوادونو کې دپارلمان رئيس او نطاق، د دولتي شوراګانو او وزيرانو شورا مرستيالان او په غيرسوسياليستي هېوادونو کې د بهرنيو چارو وزير .

· ديوهېواد رسمي اشخاص : د وزيرانو شورا ټول غړي ، دوزيرانو مرستيالان او ټول هغه رئيسان چې له دوی سره مساوی مقامونه لري ، همدارنګه د بهرنيو چارو وزارت دشعبو مديران.

· په بهر کې ديپلوماتيک کونسلي استازي ، ديو ديپلوماتيک يا کونسلي ماموريت مشراو غړي، په نړيوالو سازمانونو کې رسمي غړي او درسمي هېئت رئيس اوغړي، .

· د دولتي او حکومتي رئيسانوځانګړي استازي اوغړي .

دپورته يادو شويو اشخاصو مېرمنې دپروتوکول (تشريفاتو) له نظره درسمي اشخاصو په کتارکې راځي، د دولتونو ترمنځ اړيکو په برخه کې ټولې ديپلوماتيکي سرچيني هغوې ته دورسپارل شويو دندو په ترسره کولو کې له امتيازاتو ، ديپلوماتيک اوکونسلي خونديتوب څخه برخمن دي.

د ديپلوماتيک پروتوکول د نورمونو سرچينې او اصول:

دپروتوکول نورمونه له څورو اصولو سره اړيکه لري، د دولتونوترمنځ حقوق، عامه حقوق ، نړيوال تعامل اوځانګړې ملي عنعنه .د دولتونو ترمنځ اړيکو اصل د ديپلوماسۍ په پروتوکول کې د سياسي ټېسټېمېنټ (Political Testament) په نامه يادوي ، همدا راز په پروتوکول کې د دولتونو ترمنځ اړيکو نورې سرچېنې په (۱۸۱۵م ) کال کې دوېن هوکړې ، په (۱۸۱۸) م کال کې داخن پروتوکول ، په (۱۹۲۸) ز کال کې د ديپلوماتيکو اوکونسلي اړيکو اوخونديتوب په اړه دويانان کنوانسيون ، د (۱۹۶۱) ز کال داپريل په (۲۸) د ديپلوماتيکو اړيکو په هکله د وين کنوانسيون او دکونسلي اړيکو په هکله په وين کې د (۱۹۶۳) ز کال داپريل د (۲۴) ميثاق دي.

سربېره پردې دپروتوکولي مساېلو په هکله د ملګرو ملتونو په سازمان ، داروپايي ټولنې ، د متقابلو اقتصادي همکاريو په شورا او د هېوادونو په نورو سازمانونو کې هم مساېل بيان شوې دي .

دوين د (۱۹۶۱ز)  او (۱۹۶۳ز)  کلونو کنوانسينونه چې د ملګرو ملتونو له خوا هم تائیدشوي ، په تشريفاتي نورمونو کې د دولتونو ترمنځ حقوقو داصولوسرچينې دي. کوم چې د هېوادونو ترمنځ تعامل کې له نويو شرايطو سره مطابقت لري .

له همدې امله باېد ووايو ، چې سياسي بنسټ د سياسي او اقتصادي ديټانت پروسه او د سوسيالېستي، درېيمې نړۍ اوسرمايه داري هېوادنو ترمنځ همغږي ، چې عموماً د ملتونو دحقوقو په توګه پېژندل کېږي ، د مختلفو ټولنيزو نظامونو درلودونکو هېوادونوترمنځ دګډ سوله ايز ژوند او انساني پرسېپونو زمينه  برابروي ، چې نه يواځې د ملګرو ملتونو په منشور ، بلکې د هېوادونو په دوه اړخيزو هوکړو کې څرګند شوي .

ځانګړتياوې يې  په لاندې ډول دي .· دتهديدې ځواک دکارونې څخه منع او دعمومي بې وسلې کولو په موخه د مسئوليتونو ترسهر کول .

· د نړيوال شخړو سوله ايزحل .

· د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې نه لاس وهنه .

· خپلواکي ، (خپله اراده ) ، د هېوادونو مساوي حقوق او په نړيوالو اړيکو کې د ونډې په موخه دورته حقوقو درلودل .

· د ملتونو اوخلکو د سرنوشت ټاکنې حق، دهرډول ظلم اواستعمار مخنيوي .

· د نړيوالې سوله ايزې همکارۍ رامنځته کېدو په موخه مسئوليتونه .

· د دولتونو دټولو هغو حقوقو پرځاي کول او په دې اړه خپل مسئوليت سرته رسول ، کوم چې ژمنه يې شوې .

دپروتوکول د نورمونو دويم اصل د هېوادونو عامه حقوق (اساسي قانون ، قوانين ، مقررې، فرمانونه اولاېحې ) تنظيموي .

· د هېوادونو ترمنځ داړيکو رامنځته کول (د سمبولونو له مخې ټاکنه او دعمل ډول ، د باورليک دوړاندې کولو څرنګوالې ، د ديپلوماتيکو استازو نومول ، د مقام او رتبې ورکول ، نظامي درجه ، نښان اونور لقبونه )

· د مراتبو لړۍ (مقام يارتبه ).

· په نړيوالو اړيکو کې د دولتي ارګانونو د برخورد څرنګوالې .

· د سرمنۍ (CEREMONY) مساېل.

بنسټيزې لايحې اومقررات بايد دهغو دولتي ارګانونو له خوا چې دترسره کېدو امريې کړي اوهم د بهرنيو هېوادونو د دولتي ارګانونو له خوا له نورو هېوادونو سره په اړيکو کې په نظر کې ونيول شي .

په دی صورت کې دولتي نورمونه دپروتوکول له نورمونو سره ورته (يوډول ) دي، خوله نړيوالو نورمونو سره کومه اړيکه نه لري .معمولاً ديوهېواد دپروتوکول نورمونه (کوم چې دهمغه هېواد د کورنيو قوانينو قوانينو تابع دي ) دشکل اوماهيت له نظره له نورو هېوادونو سره توپيرلري.

هر هېواد داقتصادي – ټولنيز اوتاريخ واکمن نظام څخه راپورته شوې ارادې ، ټولنيزځانګړتياوو او دټولنې دټولنيزې او آيډيالوژيکي ودې سره سم خپل حقوقي نظم تنظيموي .

درېيمه سرچينه يولړ نړيوال تعاملونه دي، له کوم څخه چې دپروتوکول نورمونه راوځي او د دولتونو ترمنځ حقوقو کرکټرلري ، هغه تشريفاتي نورمونه چې د نړيوال تعامل په چوکاټ کې رامنځته شوي ، دهغو نړيوالو موازينو يوه برخه ده ، چې دوين د (۱۹۶۱- ۱۹۶۳ ز ) کلونو له ميثاق څخه يې سرچينه اخيستي . د بېلګې په توګه : د پورتوکول هغه نورمونه چې پرنړيوال تعامل ولاړ دي ، له هغې ديپلوماتيکی مکاتبې عبارت دي ، چې مروج نورمونه يې بايد دټولو هېوادونو له لوري مراعت شي دلقبونو قواعد ، هېوادونو درهبرانو له خوا دويزېټ ، مبارکيو او خواخوږۍ کارتونو تعامل ، همدارنګه ياد داشتونه ، د مقررۍ څرنګوالي او کوربه هېواد ته داستوونکي هېواد د ديپلوماتيک پرسونل د دندې ارتقا يا پاې ته رسېدنه .

دپروتوکول دقواعدو څلورم سرچينه ديوهېواد دعنعنې اوځانګړو ملي خصوصياتو څخه اخيستل کېږي ، دغه قواعد کوم حقوقي اعتبار نه لري او د نړيوال معمول (عام) تعامل پورې اړوندو عناصرو څخه خالي دي.

هغه پروتوکولي نورمونه چې له ملي عنعنې اويوهېواد د خاصو ځانګړنوڅخه رامنځته شوي وي ، يوه سمبوليکه ښودنه او د همغه هېواد د تاریخي ځانګړنو څرګندوی دی، همدا راز د دغه عنعنې نه مراعت کول او له پامه غورځول يا د هېواد ته د سپکاوي او زيان رسولو په معنا دی ، له همدې امله باید د دوه اړخيزو اړيکو د نه خرابېدو په موخه په پام کې ونيول شي .

له ملي عنعناتو څخه راوتلې قواعد دګل اېښودنې او دفن کولو له مراسمو ، د پوښاکو له نظم او د هغو محفلونو له جريان څخه عبارت دي ، چې د دولت رئيس په کې ګډون کوي.

صاحب الله رحیمي

ماخذونه
1. انجم، تمکين،دفاعي و فوجى حکمت عملى کا مطالعه،پبلشرز ايمپوزيم لاهور.
2. بابايي، غلام رضا ،فرهنګ سياسي آرش، مکتبه علم و فرهنګ  دويم چاپ ١٣٨٤ ه ل کال.
3. بصيرت، عبدالنبي، د ديپلوماسي تاريخ چيپتر نوټ، ننګرهار اسلامي پوهنتون د حقوقو پوهنځي ١٣٨٥ ه ل کال .
4. چوهدري،ابو محمدعون ، ،بين الاقوامى تعلقات،پبلشرز ايمپوزيم لاهور،دريم چاپ،2007م کال.
5. حق جريده، ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ، فرهنګي کميټه.
6. شاهد، ايس ايم، بين الاقوامى تعلقات ،ايور نيوپک پيلس لاهور.
7. ملک، محمد اصف ، ،سياست عالم ،پبلشرز ايمپوزيم لاهور.
8. خان فضل، عمران، چاپ کال ، ۱۳۹۷هـ ش ، ديپلوماتيک پروتوکول، پنځم چاپ، اصلاح افکار خپرندويه ټولنه ، کابل ، افغانستان .
9. صدر، دوکتورجواد، ژباړن ، هجرت الله ،اختيار، ديپلوماتيکي اوکونسلي حقوق، چاپ کال ، ۱۲۸۹هـ ش ،خپرندويه ټولنه ، ګودر، جلال اباد ، افغانستان .
10. داوري ، فرهاد، ديپلوماتيکی لارښود، چاپ کال ، ۱۳۹۳هـ ش ، خپرندويه ټولنه ، مومند ، جلال اباد ، افغانستان .

يادونه : دا چې دا زما لومړې ليکنه ده نو ډيرې نيمګړتياوې به لري ستاسو د نيکو، ګټورو مشورو او لاتشويق په تمه .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب