د افغانستان سیندونه او د اوبو زیرمې حوزې

افغانستان یو غرنی هیواد دی چی خورا ډیری د اوبو زیرمی او سیندونه لری. د افغانستان تر ټولو مهم سیندونه د کابل سیند، د هلمند سیند، د لوگر سیند، د کونړ سیند، هریرود سیند، د کوکچی سیند، د مرغاب سیند او د آمو سیند دی.
د افغانستان د اوبو زیرمی سیند او ولاړی اوبه یا جهیل دی. د افغانستان جهیلونه اکثرا په مرکزی او یا غرنیو سیمو او په غربی دښتو کی موقیعیت لری. دافغانستان داوبو سرچني او اوبه اخستونکي حوزي دهندوکش لړي او دهغه لوړي څوکي تشکيلوي په تيره بيا هغه هميشنۍ واوري چي دواخان ،پامير ،ختيځ او لويديځ هندوکش او د بابا په غره باندي کلونه کلونه يو پر بل پرتي وي .

په پسرلي او دوبي کي ويلي کيږي او په بيلا بيلو حوزو بهيدونکي اوبه منځته راوړي ، همدا اوبه او سيندونه په پسرلي او دوبي په موسم کي دومره زياني او طوفاني کيږي چي دکافي نباتاتو د نه موجوديت له وجي دځمکي د ويجاړۍ او ښويدني سبب گرځي چي کرنيزي ځمکي هم له ځانه سره خرابوي .
په عمومي ډول د افغانستان سيندونو داوبو بهيدنه تونده ده چي داصلي سيندونه مرستيالان دلوړو څوکو څخه سر چينه اخلي او په کږو وږو لارو مخ په ځوړو رابهيږي او له بله پلوه دسيندونو بست (تل) په عمومي توگه کوچني او تنگي بڼه لري چي له همدي امله د ځمکو د تخريب سبب گرځي .

د مثال په توگه : داموسيند پامير او خم ياب سيمي ترمينځ دلوړتيا دتوپير له مخي چي( ٢٧٠٠ ) مترڅخه زيات دى چي په کال کي د (٢٥٠) مليونو متره مکعبو په اندازه خاوره او رسوبي مواد له ځان سره وړي (1) .
دافغانستان دروانو اوبو له جملي څخه %١١ دپاکستان خاوري ته %١٠ د ازبکستان او ترکمنستان خاوري ته %٧٩ دهيواد پولو په دننه کي ولاړو اوبو دښتو او هامونونو (جهيلونو ) ته ورتوئيږي .

د افغانستان سیندونه داوبو لرونکو حوزو له مخي په څلورو حوزو ويشل کيږي .

لمړۍ حوزه

د هندوکش دغرونو شمالي سيمه چي په هغه کي دامو سيند او دهغه مرستيـــــــالان د کــــــــوکچي سينـــــد د واخــــــــان او بدخشــــان سيند او دکندوسيند پکي شامـــــل دي ،چي دافغانستــــــــان دمځـکي %١٤.٢ ساحه ئي نيولي ده.

دوهمه حوزه

دهندوکش دغرونو جنوبي سيمي چي په هغه کي دکابل سيند او د هغه مرستيالان دکنړ ،علينگار ،پنجشير او لوگر سيندونه شامل دي چي د مځکي %٨٢ ساحه ئي نيولي ده .

دريمه حوزه

د بابا دغره مرکزي او شمالي سيمي او دسفيد کو ه د غره شمالي او جنوبي سيمي چي په هغي کي د تاشقرغان (خلم) بلخ آب (عشق اباد) داندخوي آب سفيد (ميرآباد) د مرغاب او هريرود سيندونه شامل دي چي د مځکي %٢١.١ ساحه ئي نيولي ده .

څلورمه حوزه

دبابا او سفيد کوه دغرونو جنوبي سيمي چي په هغي کي دهلمند ،ارغنداب ،خاشرود ،ادرسکن ،گودزيره ،دچيگائي کوچني سيند او دپشين لوره سيندونه شامل دي چي د افغانستان دځمکي %٤١ ساحه ئي نيولي ده .

شاهد فرهادي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب