شهید مولوي احسان الله احسان

مولوي صېب احسان الله احسان شهيد د ارواښاد ملا محمد عُمر مجاهد نژدې، باوري او مخلص ملګری وو. نوموړی یو له هغو کسانو څخه وو چې د شر او فساد پر خلاف د طالبانو د هیواد شموله تحريک ونه وکرله، او بیا یو له هغو کسانو وو چې د دغه تحريک ريښې او خاښونه یې د خپل خدای ورکړي استعداد، علم، تقوا، اخلاص، للهیت او له ولسي دود او دستور نه د ژورې خِبرې پر مټ د هیواد ګوټ ګوټ ته وغزولې.

نوموړی ما آن له هاغه وخته پيژانده چې د چراټ په جامعه محمدیه کې مو درسونه لوستل. زه کشر د مدرسې د اتم صنف طالب وم او مولوي صېب شهيد مشر طالب وو، خو د طالبۍ د مهال دغه شناخت د مشر او کشر تر منځ تر شته حجاب لاندې همداسې نیمګړی پاتې شو. خو کله چې یې زه په خوست کې د تحریکي کاروان ملګری شوم، نو یې سم وپيژندلم او دا یې هم راته وويل چې زموږ له بابک جان رحمه الله څخه یې د مثنوي شريفې او یوسف زلیخا د کتابونو ګڼ درسونه اخيستي دي.

مولوي صېب د دې سربېره چې د تحریک له لومړنیو بنسټ ايښودونکو څخه وو، د رهبري شورا غړی او د ارواښاد مشر ملا صېب نژدې سلاکار هم وو. د کندهار له نيول کیدا وروسته طالبانو سم له لاسه د ګاونډیو ولایتونو د نیول کیدا لپاره تشکيلونه برابرول. مولوي صېب احسان الله احسان وو چې د مجاهدینو د کمښت د پوره کولو لپاره لاس په کار شو او د کوټې او پيښور له مدرسو څخه یې زرګونه تازه دمه طالبان د خپل بې ساري تشويقي وړتیا په مټ تیار او کندهار ته روان کړل. زما په یاد دي یواځې له پيښور څخه په یوه کاروان کې دوه نیم زره طالبان د کندهار لوري ته وخوځيدل.

مولوي صېب ته سربېره پر دې چې الله سبحانه و تعالی څپانده استعداد، بې ساری علم، تقوا، ژور سياسي بصيرت او فهم او فراست ورکړی وو، د ستراتيژيکي خبرو اترو، د سرسخته مخالفینو د اقناع او قائله کولو بې ساری ځواک یې هم درلود. خو ښکاره خبره ده چې د ده په خبرو کې اغېز د بيدارۍ او بازارتيزۍ له امله نه وو، بلکې دا هر څه یې د هغه بې ساري اخلاص زيږنده وه چې له دین، قضيې او ملت سره یې درلود.

کله چې طالبان د جنوبي ولایتونو څنډو ته ورسيدل نو د شر او فساد د ځینو شريرو قومندانانو له مقاومت سره مخامخ شول. د شر او فساد د عاملینو هڅه دا وه چې دغه مزاحمت د جنوبي ولایاتو تر قومي او قبايلي کتلو پورې ورسوي. ښکاره ده که مفسدين په خپل شوم پلان کې بریالي شوي وای او د طالبانو او جنوبي د ولسونو تر منځ جګړه نښتي وای، دواړه خواوې به له درانه تاوان سره مخ شوي وای او دې څه به د طالبانو هغه هدف ته چې د ملي یووالي د اعادې په موخه یې را اخيستی وو، سخته ضربه ورکړي وای.

خو دغه مهال هم جناب مولوي صېب وو چې را وړاندې شو، ارواښاد ملامحمد عُمر مجاهد ته یې په جنوبي کې د شته حساسيتونو په اړه ژور او هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او هغه یې د دښمن له شومه پلان خبر کړ. هماغه وو چې ملاصاحب ورته امر وکړ چې د جنوبي د ولسونو او امارت تر منځ د تړون کار هم دی په خپله غاړه واخلي.

شهيد مولوي صېب هم بې له ځنډه مخ پر جنوبي رهي سو، هلته یې د قومونو او قبائلو له مشرانو، استازو او علماء کرامو سره وکتل. له هغوي سره په تفاهم کې یې سترې ولسي غونډې جوړې کړې. هغوي ته یې د طالبانو د اسلامي تحريک اهداف او مقاصد واضحه کړل. د افغانستان د استقلال او نجات په جګړو کې یې د جنوبي د ولسونو بارز نقش یاد کړل او هغوي ته یې ور په یاد کړه چې افغانستان نن هم د تجزيې او ورکیدا له ګواښ سره مخامخ دی، همدا د جنوبي ولسونه دي چې له طالبانو سره یو ځای به د دغې تجزيې مخه نيسي.

هماغه وو چې د جنوبي ټول ولسونه په یوه چيغه له اسلامي امارت سره یو ځای شول او د طالبانو د قافلو پر وړاندې یې د خپلو ښارونو، کورونو او زړونو دروازې پرانستلې. مولوي صېب شهید د مشر ملاصېب په امر د جنوبي ولایاتو د منتظم په بڼه په خوست کې مېشت شو.

د شر او فساد د عاملینو پر وړاندې د یوه مبارز په بڼه، زه په خوست کې له شهید مولوي صېب سره د خپل یوه بل ملګري ملا عبدالله عطائي سره یو ځای شوم. دلته د مولوي صېب احسان الله احسان د شخصيت له ځینې داسې اړخونو خبر شوم چې نور ولس لا ورباندې نه وو خبر. نور خلک د مولوي صېب له ظاهري ښکلا، د خبرو اترو، موعظو او ویناګانو د ښې ملکې، د هغه د بې ساري قیادي او انتظامي وړتیاګانو نه خبر وو، خو ښايي دوي د هغه د شخصيت له باطني اړخه ناخبره وو.

ما وليدل چې مولوي صېب شهید د ظاهري شخصيت سربېره یو باطني شخصيت هم درلود. د ظاهري ښکلا سرچينه یې هم په حقيقت کې هماغه باطني شخصيت وو. یو هغه مولوي احسان الله احسان وو چې د ورځې به یې سر او کار له ولسونو او استازو سره وو، ملاقاتونه او غونډې به یې وې، میلمستیاګانې او دعوتونه به وو. ټوکې ټکالې او خنداګانې به وې. او یو هغه مولوي احسان الله احسان وو چې د شپې به یې ځان له خپل رب سره راز او نیاز ته ګوښه کړ. د ماسخوتن له لمانځه وروسته به زیاتره مهال د مولوي صېب له خونې د پرله پسې ژړا غږونه را وتل، خورا په عجز، ژړا او الحاح به یې دعاګانې کولې. له لويي، کبر، غرور، خیانت او اختلاس نه به یې د ځان او ملګرو د ساتنې غوښتنه کوله.

هغوي چې ورسره نژدې ول، پوهيدل چې د مولوي صېب سترګې به ولې سرې وې او په څيره کې به یې د بې ساري هشاشت او بشاشت تر څنګ د یو ډول خوف او خشيّت نښې ولې له ورایه ښکاريدلې.

د خوف او خشيّت، تقشف، للهیت، عجز، انکسار، ابتهال او انابت الی الله دغه کيفیت به کله ناکله په ملاقاتونو او غونډو کې هم ورته پېښ شو. یوه ورځ چې د خوست له تبليغي مرکز نه د تبليغي حضراتو مشران ملاقات ته راغلي او په هغو کې له لاهور نه راغلي ځينې اردو ژبي حضرات هم وو، مولوي صېب شهید د دين د ساتنې په پار د افغاني طالبانو او علماء کرامو د قربانیو د تاریخي شالید په اړه خبرې کولې، کله چې خبره د کندهار تر عبدالرب اخندزاده شهید او د کابل تر حضراتو را ورسيدله، پر مولوي صېب شهید د بې خودي یو داسې کيفيت طاري شو چې له ژړا ټيکۍ شو، په لومړي سر کې يې هڅه کوله چې ځان ټینګ کړي، خو ونشوه او داسې په سلګو سلګو یې ژړل لکه ماشوم…!

په لسګونو واره داسې پيښه شوي چې غونډو ته د وینا پر مهال شهيد د ابتهال له یوه بې ساري کیفیت سره مخامخ شوی، ستونی یې ډب شوی او وینا ترې په نیمايي کې پاتې شويده…!

د اسلام او مسلمانانو دغه ستر خادم دوه داسې ځانګړنې لرلې چې ما په کمو خلکو کې ليدلي وې. لومړی دا چې مولوي صېب احسان د اوسنۍ زمانې سړی نه وو، دا ستر انسان باید د اسلافو په ټولۍ کې ژوند کړی وای. د هغه علمیت، عمليّت، تقوا او للهیت، تقشف، خوف، خشیت، انابت، عبادت، تعلق مع الله او ابتهال ته په کتلو سره به له سړي سره حتماً دا پوښتنه پيدا کيدله چې د اوس زمانې یو ځوان مجاهد عالم، دومره اغيزمن شخصيت لري، د تبع تابعینو، تابعینو او صحابه کرامو به څه حال وو…؟!

بله دا چې د مولوي صېب شهيد فکر او شخصيت د زمان او مکان په یوه محدوده کې نشوای بنديدلای، د هغه شخصيت په یوه قبیله، قوم، ولس، وطن او زمانه پورې تړلی نه وو. هغوي چې مولوي صېب یې له نژدې پيژاند له دې حقییقته انکار نشي کولای چې شهيد مولوي صېب د یوه نړیوال فکر علمبردار وو، یو داسې شخصیت یې وو چې حدود یې له شرقه غرب ته رسېدلي وو.

مغرضو او مداخله ګرو استخباراتي جهتونو د جناب مولوي صېب د شخصيت دغه روښانه اړخونه کشف کړي وو، هغوي پوهيدل چې د مولوي صېب شخصيت د طالبانو د تحريک، امارت او آن افغانستان د روښانه راتلونکي متضمن دی. د مولوي صېب پشتکاري، جدیت، قاطعیت او د نوي نسل په سالمه روزنه کې د مولوي صېب غُلوې ته چې به هغوي کتل نو پوهیدل به چې افغانستان نن دی که سبا دی په جوړیدو دی، هماغه وو چې آن له لومړۍ ورځې یې د مولوي صېب پر خلاف د سازشونو جالونه غوړولي وو.
د کابل له نیولو وروسته مولوي صېب شهید ته د هغه د امانتدارۍ له امله د افغانستان بانک ریاست وسپارل شو.

کله چې په شمال کې د طالبانو پر خلاف د مالک او رسول غداري حس شوه، نو د جنوبي ولایاتو تجربې ته په کتلو سره د طالبانو مشرتابه لازمه وګڼله چې مولوي صېب احسان الله احسان سم له لاسه د صورتحال د قابو کولو لپاره هلته والوزي. شهيد مولوي صېب سره له دې چې د خپل ژوند په تړاو ګواښونه یې په سترګو ليدلي وو او ليدل یې، د امير د امر پر وړاندې یې لبیک ووایه او مخ پر شمال روان شو.

خو د مزار پر هوايي ډګر له ښکته کیدا سره سم له لاسه د حزب وحدت وحشیانو ته په لاس ورغی، له ځان سره یې د سمنګانو دره صوف ته یوړ او هلته یې خورا په مظلومانه ډول په شهادت ورساوه…انا لله و انا الیه راجعون…!

د شهيد مولوي احسان یوه ستره ځانګړنه دا هم وه چې د بیت المال له مال سره یې بې ساری احتیاط کاوه. هر ډول اشتباه به یې بښله، خو په بیت المال کې بې احتیاطي ورته په هیڅ صورت د منلو وړ نه وه. همدغه لامل وو چې د مولوي صېب تر انتظام لاندې په سیمو کې مجاهدینو ته د وسائلو او وسلو د وېش کار خورا پيچلی، دقيق او فلټر شوی وو. زما په یاد دي چې د چهارآسیاب کرښې ته مجاهدین تلل، د هغوي د سجل او ادارې، د وسائلو، وسلو او مرمیو د ويش لپاره یې کټ مټ عسکري نظم پلی کړی وو او آن د نظم او تسجيل دغه کار یې پخوانیو مسلکي پوځي کدرونو ته سپارلی وو.

د بيت المال له مال سره د شهید د احتیاط څرنګوالی تاسې له سريښ سند نه ښه مالومولای شئ. د بیت المال اتیا زره ډالر یې له ځان سره په کور کې ساتلي وو او په دې موضوع یې مشر ملاصېب خبر کړی وو.

خو کله چې مزار ته ځي، کاغذ را اخلي او په بېړه خپلو وروڼو ته لاندې وصيت ليکي چې له ما سره د بیت المال څو پيسې شته چې مشر ملاصېب ورباندې خبر دی، زما له مرګه وروسته باید دغه پیسې په خپله ملا صاحب ته تسلیم شي. که څوک یې په کور کې مصرفوي، زما اجازه نشته بلکې د الله جل جلاله پر وړاندې ورباندې زه عارض یم. ما په خپل ژوند کې بیت المال په کور کې نه دی مصرف کړی.

په بل سند کې تاسې ګورئ چې مشر ملاصېب ورنه په خپل لاس دغه پیسې تسليم کړي او خپل لاسلیک یې ورباندې کړی دی…!

آیا بلې مور داسې ښاغلی زيږولی چې څوک یې د دومره بې ساري واک او ځواک سربېره د تقوا او امانتدارۍ داسې نغد اسناد وړاندې کړای شي…؟!

لیکوال: عنایت الله کاکړ

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب