د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات کېدلو قیصه

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند اخرۍ شېبي وي… د ژوند اخری کار یي حجت الوداع وه چي ورپسي د قران کریم آیتونه نازل شول چي: الیوم اکملت لکم دینکم واتممت علیکم نعمتي ورضیت لکم الاسلام دینا ..
د دي ایت په اوریدلو سره حضرت ابو بکر صدیق رضي الله عنه وژړل نو د یو چا لخوا وپوښتل شو چي څه شی دي ژړوي ای ابا بکره؟؟ دا ایت هم د نورو ایتونو غوندي ایت دی چي په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازلیږي!! نو ابو بکر الصدیق رضي الله عنه وفرمایل: دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات خبر دی .
رسول الله صلی الله علیه وسلم د حجت الوداع څخه بیرته ستون شو …

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات څخه نهه ورځي وړاندي د قران کریم ورستني ایتونه نازل شول او قران مکمل شو چي: واتقوا یوما ترجعون فیه الی الله، ثم توفی کل نفس ما کسبت وهم لا یظلمون …
د نبي علیه الصلاة والسلام په مبارک بدن کي دردونه راڅرګند شول.. ويي فرمایل: غواړم چي د احد د غزا د شهیدانو د قبرونو زیارت وکړم نو لاړ او د شهیدانو قبرونو ته ودرید او ويي فرمایل: السلام علیکم یا شهدا احد، انتم السابقون وانا ان شاء الله بکم لاحقون واني ان شا الله بکم لاحق …

رسول الله مبارک د شهیدانو د زیارت څخه د راستنیدو پر وخت په لاره وژړل، صحابه ورځیني پوښتنه وکړه چي: څه شی دي ژړوی ای د الله رسوله؟؟ ده صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د وروڼو پسې خفه شوی یم، صحابه کرامو وفرمایل: ایا مونږ دي ورونه نه یو ای د الله رسوله؟ ويي فرمایل: نه، تاسي مي صحابه یاست مګر وروڼه مي هغه څوک دي چي زما د وفات څخه وروسته راځي او په ما ایمان راوړي په داسي حال کي چي زه یي نه یم لیدلی …
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرته کور ته راورسید …
د رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات کیدلو ته دري ورځي پاتي وي چي په مبارک بدن يي دردونه لا نور هم سخت شول او د ام المومنین سیده میمونې رضي الله عنها په کور کي وه نو ويي فرمایل: زما بیبیانې ماته راولئ، نو امهات المومنین ټولي د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک حضور ته راغلي ….
ده صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ایا تاسي ماته اجازه راکوئ چې مرض د بي بي عایشي رضي الله عنها په کور کي تیر کړم؟؟ ټولو وفرمایل: اجازه ده درته ای د الله رسوله !!

نو نبي علیه الصلاة والسلام د پاڅیدلو هڅه وکړه خو د مرض د شدت له امله ونه توانید چي له ځایه پاڅیږي نو په دي وخت کې علي ابن ابي طالب او الفضل بن العباس رضي الله عنهما راغلل او رسول الله صلی الله علیه وسلم يي راولاړ کړ او د میمونې رضي الله عنها له حجري څخه يي د بي بي عایشي رضي الله عنها حجري ته بوته ..
صحابه کرامو د اول ځل لپاره داسې سخت حالت ولید او پوښتنې به يي کولي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته څه ورپیښ شوي …

صحابه کرام ټول خبر شول او نبوي مسجد ته راټول شول ان تر دې چي مسجد ډک شو او د خلکو بیروبار پکي جوړ شو …
د نبي علیه الصلاة والسلام څخه د مرض د سختوالي له امله په ښه شدت خولې روانې وي ان تردې چي بي بي عایشه رضي الله عنها فرمايي: ما په خپل ټول عمر کي داسې خولې نه وي لیدلي چي د چا څخه بهیږي!! او بیا فرمايي: ما به د نبي علیه الصلاة والسلام لاس مبارک را اوچتاوه او د هغه مبارک مخ به مي پري مسح کاوه ځکه چي زما د لاس څخه د هغه لاس بهتره او غوره وه.. او فرمايي: ما اوریدل چي نبي علیه الصلاة والسلام به لا ځان سره ویل: لا اله الا الله، ان للموت لسکرات مره.. (یعني بیشکه د مرګ سلګۍ ترخي وي ).
بي بي عایشه رضي الله عنها وايي: په مسجد کي خبري ډیري شوي او خلک په رسول الله صلی الله علیه وسلم ډاریدل نو ده مبارک وپوښتل: دا څه دي؟ جواب مو ورکړ چي ای د الله رسوله ستا صحابه دي او په تا ډاریږي، نو ويي فرمایل : ما مسجد ته ور وباسئ ..

هڅه يي وکړه چي اوچت شي خو ونه توانید او بي هوشه شو بیا يي ورته په مبارک بدن باندي اوبه واچولي ترڅو راپه هوش شي ..
صحابه کرامو راولاړ کړ او مسجد ته یې بوت او په منبر ودرید او ټولو مسلمانانو ته یې د خپل ژوند اخرنۍ خطبه او اخرنۍ کلمي واورولي چي په پیل کي يي له صحابه کرامو څخه پوښتنه وکړه چي: تاسي لکه چي په ما باندي د مرض څخه ډایریږئ؟ صحابه کرامو وفرمایل: هو ای د الله رسوله!، نو نبي علیه الصلاة والسلام ورته وفرمایل :
ای خلکو! زما سره ستاسي د ملاقات اصلي ځای دنیا نه ده بلکي زما سره ستاسي د ملاقات اصلي ځای د قیامت په ورځ د کوثر حوض سره دی، په الله قسم دی داسي یم لکه همدا اوس چې د همدي ځایه ورته ګورم، ای خلکو! قسم په الله چي زه په تاسي باندي د فقر څخه نه ډاریږم بلکي د دنیا څخه درباندې ډاریږم چي تاسي به هم لکه د پخوانیو قومونو په شان د دنیا د ترلاسه کولو لپاره په سیالۍ ورشئ،  نوهمدا دنیا به مو داسې هلاک کړي لکه چې هغوی یې هلاک کړي وو …
بيا يې وویل: ای خلکو! الله ته وګورئ چې په لمونځونو باندې پابند اوسئ، الله ته وګورئ چې په لمونځونو باندې پابند اوسئ، (او دا خبره په پرلپسې توګه تکراروله ).

او بیا يي وفرمایل: ای خلکو! د الله څخه د ښځو په حق کي وډار شئ!! د الله څخه د ښځو په حق کي وډار شئ!! زه تاسي ته له ښځو سره په ښه کولو وصیت کوم …
او بیا يي وفرمایل: ای خلکو! یو بنده ته الله جل جلاله دا اختیار ورکړی وه چې دنیا غوره کوي او که هغه څه غوره کوي چې د الله جل جلاله سره دي؟، خو دې بنده هغه څه غوره کړل کوم چي د الله عزوجل سره دي ..
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې جملې څخه په مقصد هیڅوک ونه پوهیدل حال داچي د رسول الله مبارک مقصد ورڅخه خپل ځان وه.. حضرت ابو بکر صدیق رضي الله عنه یواځنی کس وه چي د دي کلماتو په مطلب وپوهید او ناڅاپه يي په لوړ اواز وژړل او په خپل ځای کې ودرید او د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرې یې ورپرې کړې ویې ویل :
زمونږ پلرونه دي درنه قربان شي !!
زمونږ مورګاني دي درنه قربان شي !!
زمونږ بچیان دي درنه قربان شي !!
زمونږ ښځې دي درنه قربان شي !!
زمونږ مال دي درنه قربان شي !!
حضرت ابو بکر الصدیق رضي الله عنه همدا کلمات بیابیا تکرارول ان تردې چې خلکو ورته په تعجب کتل چي ولې یې د نبي علیه الصلاة والسلام خبرې ورقطع کړې، خو نبي علیه الصلاة والسلام د ابو بکر په پلوۍ وفرمایل :
ای خلکو! ابو بکر پریږدئ، په تاسو کې چې هر څوک د کوم فضیلت خاوند وه مونږ یې نیکه بدله ورکړې ده، پرته د ابو بکر څخه چې بدله ورکول یې زما د وس څخه پورته وه، نو ما الله ته پریښی چې بدله یې ورکړي، مسجد ته تلونکې ټولې دروازې به بندې شي خو د ابوبکر دروازه به بنده نه شي .

مخکې تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له منبره راکوز شي د خپل وفات څخه مخکې یې د ژوند د اخیرنۍ دعا په توګه مسلمانانو ته داسې دعا وکړه او ويي فرمایل: الله دې تاسو وژغوري، الله دې تاسو وساتي، الله دې ستاسو مرسته وکړي، الله دې تاسو ثابت قدم لري، الله دې ستاسو کومک وکړي .
او د منبر څخه د راکوزیدلو وړاندي يي اسلامي امت ته خپله اخرنۍ خبره داسې وکړه چي: ای خلکو! زما سلام د قیامت تر ورځي پوري هرهغه چاته ورسوۍ څوک چې زما تابعداري کوي ..

رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو لخوا بیرته خپل کور ته ورسول شو ..
رسول الله مبارک په خپله کوټه کي وه د بي بي عایشي رضي الله عنها ورور عبد الرحمن رضي الله عنه کوټي ته راننوت او په لاس کي یي مسواک وه.. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوامداره توګه مسواک ته کتل خو د مرض د شدت له امله ونه توانید چي مسوال وغواړي ..

بي بي عایشه رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم مسواک ته د کتلو څخه وپوهیده او د خپل ورور څخه يي مسواک واخست او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکه خوله کي يي کیښود خو نبي علیه الصلاة والسلام ونه توانید چي مسواک ووهي، بي بي عایشي رضي الله عنها مسواک را اوچت کړ او په خپله خوله يي نرم کړ او بیرته يي د رسول الله مبارک په خوله کي کیښود ترڅو ورته اسانه او تازه شي ..
بي بي عایشه رضي الله عنها فرمايي: د نبي علیه الصلاة والسلام ستوني ته اخر شی زما لاړي ورغلي چي د مسواک سره داخلي شوي او دا د الله عزوجل په ما باندي یو فضل دی چي زما او د نبي علیه الصلاة والسلام لاړي یي د وفات کیدو څخه شېبي وړاندي یو ځای کړي …

بي بي عایشه رضي الله عنها فرمايي: په دي وخت کي د نبي علیه الصلاة والسلام مبارکه لور فاطمه رضي الله عنها کوټي ته را داخله شوه او د داخلیدو سره سم يي وژل ځکه چي نبي علیه الصلاة والسلام ونه توانید چي ورته را اوچت شي ځکه چي نبي علیه الصلاة والسلام به هر وخت د راتګ پر وخت د دواړو سترګو د مابین څخه ښکولوله …
نبي علیه الصلاة والسلام ورته وفرمایل: ای فاطمې ماته رانزدي شه!! نبي علیه الصلاة والسلام ورته په غوږ کي خبره وکړه چي په اوریدو سره يي د فاطمې ژړا لا زیاته شوه.. نو نبي علیه الصلاة والسلام چي د فاطمي رضي الله عنها ژړا ولیده ورته يي وویل چي: ادنو مني یا فاطمه!! ماته رانزدي شه ای فاطمې .. او بیا يي ورته په غوږ کي خبره وکړه چي په اوریدو سره يي فاطمې رضي الله عنها وخندل ..

عایشه رضي الله عنها فرمايي: د نبي علیه الصلاة والسلام د وفات څخه وروسته مي فاطمه وپوښتله چي تاته نبي علیه الصلاة والسلام څه وویل؟؟ ويي وویل: په اول وار يي راته وفرمایل: ای فاطمې! نن زما د وفات کیدلو شپه ده، نو ما وژړل بیا يي راته په دوهم ځل وویل چي: ای فاطمې! ته زما د اهل اول کس يي چي ما پسي به راځي (یعني وفات کیږي به) نو بیا مي وخندل .

بي بي عایشه رضي الله عنها فرمايي: بیا نبي علیه الصلاة والسلام وفرمایل: ماسره په کور کي شته کسان بهر وباسئ! او بیا يي وفرمایل: ای عایشې ماته رانږدي شه.. نو نبي علیه الصلاة والسلام د خپلي بي بي په سینه سر کیښود او لاسونه يي اسمان ته پورته کړل او ويي فرمایل: بلکې تر ټولو لوی ملګری، بلکې تر ټولو لوی ملګری (یعنې الله جل جلاله ).
عائشه رضي الله عنها وايي: زه پوهه شوم چې د دنیا او آخرت ترمنځ د غوره کولو اختیار ورکړل شوی .
حضرت جبریل علیه الصلاة والسلام نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته راننوت او ويي فرمایل: ای د الله رسوله! د روح اخیستلو ملایکه ستاسي په دروازه کي ده او ستا څخه د راننوتلو اجازه غواړي، او ستا څخه مخکي يي تر اوسه له هیچا اجازه نه ده غوښتي. نبي علیه الصلاة والسلام وفرمایل: اجازه ورکړه ای جبریله !

ملک الموت نبي علیه الصلاة والسلام ته راننوت او ويي وفرمایل: السلام علیک ای د الله رسوله، زه الله رالیږلی یم ترڅو تاته اختیار درکړم چي که ته په دنیا کي پاتي کیږي او که الله ته ورځي …
نو نبي علیه الصلاة والسلام وفرمایل: بلکې تر ټولو لوی ملګري ته ورځم، بلکې تر ټولو لوی ملګری ته ورځم ..
په دي سره ملک الموت د رسول الله صلی الله علیه وسلم سر ته ودرید او ويي فرمایل: ای پاک نفسه!! د محمد بن عبد الله نفسه، راووزه د الله رضا ته او خوشالۍ ته په داسې حال کې چې ستا رب درڅخه راضي دی او غوصه نه دی !!.
بي بي عایشه رضي الله عنها فرمايي: له دي سره د نبي علیه الصلاة والسلام لاس راپریوت او سر يي زما په سینه دروند شو او زه وپوهیدم چي وفات شو. زه نوره نه پوهیدم چي څه وکړم، نور نو د خونې څخه ووتم او د کور هغه دروازه چې مسجد ته وتلې وه خلاصه کړه او ومي ویل چي: رسول الله وفات شو، رسول الله وفات شو چي په دي سره د مسجد څخه د ژړاګانو یو اواز اوچت شو او ټولو صحابوو ژړل ..

علي بن ابی طالب د ډیره خفګان په کور کیناست، عثمان رضي الله عنه دې حالت ته ورسید چې د ماشوم په څیر به یې د دواړو لاسونو نیولی وه، عمر ابن الخطاب توره اوچته کړه او ويي ویل چي که هرچا وویل چي نبي علیه الصلاة والسلام وفات شوی سر به يي ورپري کړم بلکې هغه تللی دی د خپل رب ملاقات ته لکه موسی علیه الصلاة والسلام چي تللی وه او بیرته راګرځي، هغه څوک به ووژل شي چې ووايي پیغمبر علیه الصلاة والسلام وفات شوی .

مګر په ټولو کي ثابت او صبرناک کس ابو بکر صدیق رضي الله عنه وه، د نبي علیه الصلاة والسلام کوټي ته ورداخل شو او غیږ يي ورڅخه تاو کړه او ويي فرمایل: ای زما دوسته!! ای تر ټولو غوره بنده!! ای په ما ګرانه!! ای پیغمبره !!
… او نبي علیه الصلاة والسلام يي ښکل کړ او ورته يي وویل: په ژوند او مړینه دواړو نیکمرغه یې ای د الله رسوله !!
بیا ابو بکر صدیق مسجد ته راووت او خلکو ته يي وفرمایل: که چا د محمد (صلی الله علیه وسلم) عبادت کاوه نو محمد (صلی الله علیه وسلم) وفات شو او که چا د الله (عزوجل) عبادت کاوه نو بیشکه الله شته او نه وفات کیږي …

د عمر رضي الله عنه د لاسه توره پریوته او ويي ويل: زه وپوهیدم چي نبي علیه الصلاة والسلام وفات شوی، او فرمایي: له دي سره بهر ووتم او منډي مي وهلي ترڅو ځانته ځای پیدا کړم او ځانته پکي وژاړم .
رسول الله صلی الله علیه وسلم دفن شو خو حضرت فاطمې رضي الله عنها به ویل :
څنګه مو زړونو منله چې د رسول الله صل الله علیه وسلم په مخ باندې خاورې واړوئ؟
بیا ودریده او د پیغمبر علیه الصلاة والسلام په مړینه یې ویر کاوه ویل یې :
ای پلاره! خپل رب ځان ته وروبللې نو بلنه یې ومنله، ای پلاره! جنت الفردوس یې ځای دی، ای پلاره! په مړینه یې جبریل علیه الصلاة والسلام ته ویر کوم ..

اوس نو ستا لپاره د فکر او سوچ ځای دی، آیا ته به د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخرنیو وصیتونو څخه وروسته خپل ورځنی ژوند په خپل حال پریږدې او که به بدلون پکې راولې؟؟

 ژباړن : شهيد حذیفه عزیز

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب