يعقوب ابن اسحاق الکندي | مسلمان ساینس پوهان

يعقوب ابن اسحاق الکندي:

( کال ۸۷۳ ــ ۸۰۰ )

   ابو یوسف ابن اسحاق الکندي په کال ۸۰۰ میلادي په کوفه کې زېږېدلی وه. د هغه پلار د هارون الرشید په خلافت کې د مقام خاوند وه. الکندي د مآمون، المعتصم او د المتوکل همدوره وه. نموړی په بغداد کې په پراخه پیمانه وځليد. الکندي د المتوکل لخوا په رسمي ډول د خطاط په توګه وټاکل شو. المتوکل الکندي سره د هغه د فیلسوفي نظریاتو پر بنا وران شو او د هغه ټول کتابونه يې ضبط کړل. بیا يې له څه مودې وروسته بېرته وروسپارل. الکندي په کال ۸۷۳ میلادي کې وفات شو.

 

   د المعتمد په سلطنت کې نموړی الکندي يو حکیم، رياضي پوه، فزیکپوه، ستورپوه، ډاکټر او جغرافیه پوه او حتی په ټنګ ټکور کې يې هم لاس رسی درلود. د نموړي اساسي ونډه په پورتنيو برخو کې د حیرانتیا وړ ده.

   الکندي د خپلو کړنو له مخې د يو عرب فیلسوف په توګه نوم لاره. همداشان نموړي د عدد په سیستم کې د رياضي څلور کتابونه ولیکل چې دې کار سره يې د عصري رياضي د يو لوي بخش اساس کېښودل شو.

your ads

   پدې کې شک نشته چې په عربي کې د عدد سیستم يوه لویه برخه د الخوارزمي لخوا ورغول شوه. خو الکندي هم په پوره توګه خپله پراخه ونډه پکې لرله. همدارنګه نموړي الکندي په کروي هندسه کې دې لپاره کار وکړ چې الخوارزمي سره د ستوري په پېژندنه کې مرسته وکړي. په کیمیا کې نموړی ددې نظريې مخالف وه چې ګوندې فلزات په قيمتي فلزاتو بدلېدای شي. د موجوده کيمیاوي نظریاتو په پرتله هغه پدې ټینګار کاوه چې کیمیاوي تعاملات نشي کوای چې عناصرو ته د شکل بدلون ورکړي. په فزیک کې نموړي د هندسي فايبر په برخه کې غوښنه برخه واخیسته او پدې اړه يې يو کتاب هم ولیکه. چې       ته پاتې شو.Roger Bacon  وروسته بیا دا کتاب د يو لارښود په توګه ساینس پوهانو لکه

   د درملو په برخه کې، هغه د مخکښې برخې په اخيستو سره وکولای شول چې درمل په سیسټماټیک ډول تشخیص او د ټولو درملو د خوراک ځانګړې اندازه په ښه شان روښانه کړي. دې کار ټول هغه مخالف نظرونه چې د درملو د دوز په برخه کې موجود وه او ګڼ شمېر ستونزې يې هم را پیدا کړې وې له منځه یوړل. د نموړي په وخت کې ډېر کم پوهان په ټنګ ټکور پوهېدل. نموړي ګڼ شمېر داسې لیکنې را منځته کړې کومې چې پدې برخه کې د يووالي او همغږۍ لامل شوې، هرې لیکنې يې ځانګړی اغېز درلود. د همغږۍ دوام د نموړي لیکنو پورې اړه درلوده.

همدارنګه نموړي دا حقیقت هم روښانه کړ، کله چې اواز توليديږي، په هوا کې  يوه قوه  رامنځته کوي چې د غوږ په پرده ضربه واردوي.

  د ځمکې پيژندنې په برخه کې د هغه آثارو د يو سمبول حیثیت لاره. هغه يو قوي لیکوال وه. ټول هغه کتابونه چې نموړي لیکلي وه ۲۴۱ ته يې تعداد رسېده. چې له هغې ډلې ځینې مهم يې په لاندې ډول وېشل شوي دي.

   ستورپوهنه کې ۱۶ کتابونه، حساب ۱۱، هندسي ۳۲، درمل ۲۲، فزیک ۱۲، فیلسوفي ۲۲، منطق ۹، اروا پوهنه ۵ او په ټنګ ټکور کې ۷ کتابونه.

سره لدې، ګڼ شمېر مونوګرافونه هم نموړي پواسطه لیکل شوي وه. لکه : جزر او مد، د ستورپوهنې اسباب، ډبرې، قیمتي کاڼي، او داسې نور. همداشان نموړی لمړنی کس وه چې يوناني ژبه يې عربي ته وژباړله. اما دې حقیقت په پراخه کچه خپل سيوری د نموړي په بېشمېره اصلي لیکنو پرېباسه.

بدبختانه همدا وجه وه چې د نموړي ډېر کتابونه تر اوږده وخته پورې پاتې نه شول. مګر موجوده خبرې په لوړه کچه د ستندرد په شکل د هغه علمي سویه او تلاش ښيي. همدارنګه نموړی په لاتین کې د الکندوس پنامه شهرت لاره، او ګن شمېر کتابونه يې د کریمونا جیرارد پواسطه په لاتیني ژبه وژباړل شول. د نموړي هغه کتابونه کوم چې په منځنيو پېړيو کې لاتین ته ژباړل شوي وه په لاندې ډول دي:

  رساله دار تنجیم، اختیارات الایام ارسطو، المسیقا، مد او جزر او ادويه مرکبه.

    په هغه زمانه کې د الکندي اغیز د ساینس او فیلسوفۍ په ارتقا او بیا رغونه کې ډېر مهم وه. په منځنیو      الکندي له دولسو غوره مفکرینو څخه وباله. په حقیقت کې د نموړي کار او  Cardano پېړيو کې

فعالیتونو د راتلونکو څو پېړیو لپاره په ګڼ شمېر مضامینو کې د پرمختګونو  لار هواره کړه، د بیلګې په توګه په فزیک، ریاضي، درملو او ټنګ ټکور کې.

عبدالرحیم ظاهر 

عبدالرحیم ظاهر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب