سودا ګرو!! څنګه به جنت ته ځئ!؟

کوم تجارت او دکانداري سمه او د الله جل جلاله د رضا لامل کېږي

الله جل جلاله په خپل سپېڅلي کلام کې فرمایلي دي: رِجَال  لَّا تُلۡهِيهِمۡ تِجَٰرَة  وَلَا بَيۡعٌ عَن ذِكۡرِ ٱللَّهِ وَإِقَامِ ٱلصَّلَوٰةِ  وَإِيتَآءِ ٱلزَّكَوٰةِ يَخَافُونَ يَوۡمٗا تَتَقَلَّبُ فِيهِ ٱلۡقُلُوبُ وَٱلۡأَبۡصَٰرُ.([1])

ژباړه: داسې نران چې سوداگري او خرڅلاو یې د الله له یاده، د لمانځه له ترسره کولو او زکات ورکولو څخه نه غافلوي، هغوی له یوې داسې ورځې ډارېږي چې زړونه او سترگې پکښې اوړي را اوړي.

په دې آیت شریف کې د نېکو مؤمنانو دا صفت بیان شوی دی چې هغوی د تجارت او کار له امله د الله جل جلاله له ذکر څخه نه غافله کېږي، مطلب دا چې د الله جل جلاله د یاد او لمانځه په بدل کې هغوی د د نیوي کومې غټې فایدې فکر هم نه کوي، ابن عمر رضي الله عنه  ویلي دي چې دغه آیت د بازار د خلکو په باره کې (څوک چې د تجارت او دکاندارۍ له بوختیا سره سره هم بې خبره نه دي) نازل شوی دی، حضرت سالم (رحمه الله)  وايي چې یوه ورځ عبدالله ابن عمر رضي الله عنه  د لمانځه په وخت کې له بازار څخه تېرېدلو ویې لیدل چې خلک دکانونه بندوي او د جومات لوري ته ځي نو ويې ویل چې د دې خلکو په باره کې د قرآن کریم ارشاد دی: (رِجَالٞ لَّا تُلۡهِيهِمۡ تِجَٰرَةٞ) الایه. دا هغه خلک دي کوم چې تجارت او نور کارونه د الله جل جلاله له ذکر څخه نه بې پروا کوي، د نبي کریم صلی الله عليه وسلم  په زمانه کې دوه صحابه کرام رضي الله عنه  وو چې یوه يې تجارت کاوه او دوهم د آهنگري کارونه کول تورې به یې خرڅولې، د تاجر حال داوو چې کله به يې سودا تلله او د آذان آواز به يې واوریدو نو ترازو به يې پرېښود او د لمانځه لپاره به تیار شو، او د دوهم حال داوو چې سوټک به يې پورته کړی وو او د آذان آواز به يې واورید نو په همغه ځای به يې سوټک شاته پرېښود او د لمانځه لور ته به روانېدو، د آذان د آواز په وخت کې به یې چې کوم سوټک پورته کړی وو له هغه څخه به یې کار نه اخیست نو د دوی دواړه په اړه دغه آیت نازل شو. ([2])

[irp][irp][irp]

لنډه دا چې تاجر او دکاندار دې په خپل کار کې بوخت وي خو کله چې آذان وشي او د لمانځه وخت را ورسېږي نو سستي او غفلت د نه کوي چې اوس به ځم لږ دا کار وکړم، داسې مه کوئ که نه وخت به تېر شي او کوم عبادت چې درباندې فرض دی هغه به درڅخه پاته شي. د امت یوه لویه ډله خلک خو له سره لمونځ نه کوي او یوه ډله خو لمونځ کوي مگر د وخت او جماعت خیال نه ساتي بلکې کله چې له دنیوي کارونه څخه فارغ شي بیا نو لمونځ کوي، گواکي چې اصل او لومړۍ دنیا ده او دین له هغه څخه وروسته دی، دین دوهم نمبر دی، ډېر افسوس دی او څومره بده خبره ده، اصل خو لمونځ، عبادت او د جنت اعمال دي، د هغوی حق دادی چې په لومړۍ درجه کې کېښودل شي او لومړی د هغوی خیال وساتل شي، له هغوی څخه دفراغت وروسته بیا دنیوي کارونه ترسره شي، ځکه اهم او مقصودي شی لومړی وي،   د ایمان او بنده گۍ خلاف خبره داده چې له دنیوي مشغولیتونو څخه د فارغېدو وروسته کله چې وخت پیدا شي بیا د الله جل جلاله او د خالق او مالک فرائض ادا کړی شي، لکه چې ډېری دکانداران داسې تر سترگو کېږي چې کله دکان وتړي بیا د لماخوستن لمونځ اداء کوي، ښکارېږي چې لومړی او مقصود دنیا او مال دی، نو ځکه دا خبره د ایمان او د ایمان له تقاضا څخه خلاف ده، کومه چې الله جل جلاله ته خوښه نه ده.

تاجرانو او دکاندارانو د آذان له آورېدو سره سم دکان بند کړئ او د لمانځه لپاره تیاری وکړئ ترڅو له سنتو سره سم مو لمونځ اداء کړی وي.

your ads

رښتينی او دينداره تاجر په جنت کې دی

عن ابن عباس رضي الله عنه  ان النبي صلی الله عليه وسلم   قال: التاجر الصدوق لا یحجب من ابواب الجنة. ([3])

ژباړه: ابن عباس رضي الله عنه  روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وویل: ریښتینی تاجر جنت ته له تلو څخه هیڅ شی نه شي منعه کولای.

فایده: په ریښتینولۍ سره تجارت کول د تقوا ښېگڼه ده، یوازې له الله جل جلاله څخه وېرېدونکي او د شریعت پابند خلک داسې تجارت کولای شي، هغه کسان چې موخه یې یوازې د دنیا او مال را ټولول وي چېرې چې مال او گټه ویني هلته دوکه کوي او دروغ وایي، حقیقت او رښتیا پټوي، نو ځکه له رښتیا سره تجارت کول د تقوا لرلو نښه ده او متقي سړی له ځنډ او خنډ پرته جنت ته داخلېږي.

[irp][irp][irp]

کوم تاجر به د قيامت په ورځ له شهيدانو سره وي

عن ابن عمر رضي الله عنه  ان النبي صلی الله عليه وسلم  قال: التاجر الامین الصدوق المسلم مع الشهداء یوم القیمة. ([4])

ژباړه: ابن عمر رضي الله عنه  روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وویل: امانت کاره، رښتیا ویونکی او مسلمان تاجر به د قیامت په ورځ له شهیدانو سره یو ځای وي.

فایده: د الله جل جلاله  په لار کې چې څوک جهاد کوي او شهید شي د هغه ډېره اوچته مرتبه ده، په احادیثو کې د هغه لوی فضیلت او بهتري راغلې ده، د هغه ټول گناهونه معاف کېږي، د حشر په میدان کې به شهیدان په راحت او لوړه مرتبه باندې وي، له هغوی سره څه وېره او غم نه وي، مطمئن او په مزو کې وي، امانت کاره او ریښتونی تاجر به هم له هغو شهیدانو سره وي.

فکر مو وي چې له امانت دارۍ او ریښتینولۍ سره تجارت کول څه آسانه کار نه دی، ځکه چې د دې تړاو له مال سره دی او دوې خبرې ور سره را منځته کېږي: (۱) مالي گټه، (۲) نفساني گټه او خواهشات، د انسان لپاره له دغه دوه خبرو څخه ځان ساتل ستونزمن دي ځکه چې کله مالي گټه وي او مال لاس ته راتلل په سترگو لیدل کېږي نو په داسې حال کې د الله جل جلاله له وېرې او د شریعت په پام کې نیولو په خاطر د مال پرېښودل لوی ستونزمن کار دی، نه گورې چې د مال په لاس ته راوړلو کې انسانان په څه رنگ رنگ گناهونو اخته کېږي. همدا رنگه چېرته چې د خوند اخیستلو خبره وي هلته هم بچ کېدل خورا ستونزمن دي، په دنیا کې د ښځو او ټلویزیون فتنه ولې عامه ده، خلک ولې نه شي بچ کېدلای ځکه چې د نفس له غوښتنو او خواهشاتو سره برابر  دي.

له همدغه دوه غټو فتنو سره ټوله نړۍ لاس او گریوان ده، غلا، رشوت اخیستل او دوکې ور کول ولې رواج دي ځکه چې په دې کې مالي گټه ده. په امانت دارۍ او ریښتینولۍ سره تجارت کول خورا ستونزمن دي نو ځکه د دومره لوی اجر او ثواب لامل کېږي.

نو اې تاجرانو او دکاندارانو! پکار ده که  مال لږ او گټه کمه په  در نظر درشي، بیا هم په امانت دارۍ او ريښتینولۍ سره تجارت  وکړئ ترڅو سبا د قیامت په ورځ د حشر په میدان کې له شهیدانو سره د یوځای والي راحت تر لاسه کړئ.


سورة النور ۳۷  آیت [1]

قرطبي تفسیر ۶ ټوک ۲۸۰ مخ[2]

کنز العمال ۱ ټوک ۸ مخ[3]

ابن ماجه ۱ ټوک ۱۵۶ مخ، کنز العمال ۴ ټوک ۷مخ  [4] [irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب