له واده وروسته ښځې نوم سره د خاوند نوم یو ځای کول!
آیا دمیرمنو څخه دهغو د شناخت اخستل درسته ده؟ نوم دانسان په شخصیت ډیره ژوره اغیزه کوې . ښځې په دې خبره تل پریشانه وې چې ټولنه دتل لپاره ددوی څخه دقربانې غوښتنه کوۍ.او تل ې ددوی د حقوقو څخه ډیرزیاد دفرایضو دادکولو تذکره کیږی. په وړو وړو معاملاتوکله رورونو ته او کله خپلو خاوند ته اولویت ورکول کیږی.آن تردی چی کله خو داسې هم کیږی چی ددوی حقوق ددوی دښځیتوب له کبله ترخپولاندی کیږی . ښځی بیا هم ددی ټولو خبرو باوجود دا دټولنۍ د رسم رواج او دود په کړنلو سره خاموشه پاتی کیږی. ترټولو زیاته دتکلیف خبره خو داده چی کله ددوی څخه د نوم شناخت واخستل شی. دامرحله دښځی په ژوند کښی هغه وخت رامنځته شی کله چی دنوی ژوند آغاز وکي. دواده څخه وروسته نه یوازي دا چي دخاوند بلکي د خسرګنی هم دآرزو وي چي ښځه دخپل نوم څخه دپلارنوم هیسته ګړي اوپرځاي ي دخاوند نوم کیخودل شي. اسلام دداسی کار څخه ښځه منعه کوي چی له واده وروسته دی خپل ځان خاوند پوري منسوب ګړی
بی له شکه چی نوم دانسان په شخصیت ډیره ژوره اغیزه کوي. دانسان پیژندنه دهغی دنوم څخه ګیږی؛ دخپل نوم سره دانسان مینه یو قدرتي عامل دی ځکه چی کله هم دیوانسان پوره نوم واخستیل شی نو هغي انسان ته دخپل دنوم وزن، اهمیت، عزت اواحترام احساس ګیږی. خوولی د ښځی سره داسی غیرامتیازي سلوک ګیږی چی دهغي نسبت دخپو لاندی ګیږی. دښځو د نوم دنسبت دختملولپاره نه یواځی داچی دټولني یو فرد بلکه ټوله ټولنی خپی رابدولی دی. دمثال په توګه دیوی ښځی نوم دواده څخه مخته سعدیه وفا وی او دواده څخه وروسته ورته خپل خاوند وواې چی باید دخپل نوم په سعدیه احمد بدل ګړي . ځکه چی دخاوند نوم يي احمد وی.
دښځی دنوم سره د خاوند دنوم منسوبیدل په اسلام کښی کوم شرعي حثیت نه لري ځکه چی درسول الله صلی الله علیه وسلم دټولوبیبانو ( ازواج مطهرات) دنومونو سره دهغوی دپلارونو نومونه وول دمثال په ټوګه حضرت حفصه بنت عمررض، حضرت عایشه بنت ابوبکر، حضرت ام حبیبه بنت سفیان او درسول الله اولنی ببی حضرت حد یجه بنت حویله او داسی نوري بیباني او دحلفاو راشدنیو مثالونه هم داسلام په تاریخ کی شته. له دی خبرودا څرګندی ګی چی ځمونږ په مقدس دین کښی ددی خبرو هڅه شرعي حیثت نشته چی دخاوند دنوم سره د ښځی د نوم نسبت یو ځاي ګړی شي.
دخاوند دنوم سره دښځي دنوم دنسبت یو ځاي کولو میلان دغرب څخه اخستل شوی او اوس په اسلامی نړۍ کښی ددی میلان په زیاتیدودي. په غربۍ نړۍ کښی دواده شوی ښځي دنوم سره دخاوند دنوم دنسبت یو ځاي کولورواج دی داپه حقیقت کښی دښځي دحقوقوسره سراسر ناانصافی ده ځکه چی په داسی کارکولو سره دښځی تشخص له منځه زی. دمثال په توګه که چیری ددی ښځی طلاق وشی نو بیا به داښځه خپل تشخص بدلوي. په داسی کارکولو سره خوبه په ټولنه کښی د ښځی تشخص له منځه ولاړشی ، ددی ټولو کارونو ترشا چی دغرب کومه فلسفه ده هغه مادیت پوري تړلی ده زه چی په دی کارکولو سره هغه (دښځي خاوند) خپل ملکیت کنړی، او ددی ترڅنګ دغرب ددی فکر ترجماني هم کوي چی ښځه فقط دجسمانی ضرورتو پوره کولو یومشین دي.
خو له بل طرفه اسلام دښځو حقوقو ته ډیره پاملرنه ګړی که هغه دمور په شکل کښی وي اویا د خور، لور اویا ښځی. اسلام هیڅه کله هم نه غواړی چی دښځی تشخص دی له منځه ولاړشی.
عطاء الرحمن دراني