د برېښنایي سوداګرۍ ګټې او نیمګړتیاوې

د برېښنايي سوداګرۍ ګټې

برېښنايي سوداګري ډېرې ګټې لري، چې د هغې له جملې څخه يې موږ یو څو په لاندې ډول تر مطالعې لاندې نیسو:

۱-د برېښنايي سوداګرۍ ګټې د سازمانونو لپاره:
• نړیوال لاسرسی: برېښنايي سوداګري په حداقل پانګونې سره خپل مارکېټ ته په نړیواله کچه پراختیا ورکوي چې په ډېر کم لګښت سره یوه کمپنۍ کولی شي په اسانۍ سره په نړیواله کچه ډېر پېرودونکي او تجارتي ملګري پيداکړي.
• د قېمت کموالی: برېښنايي سوداګري د قېمتونو په ټيټوالي کې د سازمانونو سره مرسته کوي، ځکه چې د کارکوونکو او ځانګړې شوې فزیکي سطحې نه شتون د کاروبار مصارف کموي.
• د وخت نا محدودیت: په برېښنایي سوداګرۍ کې کاروباریان د وخت له محدودیت سره نه مخ کېږي، بلکې له لومړۍ ورځې نيولې د کال تر اخره پورې ټولې ورځې د سوداګرۍ لپاره خلاصې وي.
• د پلورنکو تخصص: برېښنايي سوداګري په لوړه کچه د تخصص اجازه ورکوي، په داسې حال کې چې هغه په فزیکي نړۍ کې د عملي کېدو وړ نه وي.
• له مشتریانو سره پياوړې اړیکې: برېښنايي سوداګري کمپنیو ته دا توان ورکوي چې له خپلو مشتریانو سره ډېر صمیمانه تعامل وکړي. که څه هم د منځګړیتوب په واسطه وي، خو بیا هم د مشتریانو تر منځ د روابطو تنظیمولو ته ډېر پرمختګ ورکوي او د مشتریانو وفاداري نوره هم زیاتوي.
• لايسنس ته اړتيا نه درلودل: انلاین کمپنۍ اړې نه دي، چې کوم لایسنس دې ولري او یا دې هم د کوم لایسنس لپاره فیس ورکړي.
• د مشتریانو رضایت معلومول: د برېښنايي سوداګرۍ په وسیله کمپنۍ او شرکتونه کولی شي چې د مشتریانو رضایت او نظریات په اسانۍ سره معلوم او ترلاسه کړي.
• د خپلو اجناسو د خرڅلاو د کچې معلومول: په برېښنايي سوداګرۍ کې د دوديزې هغې په پرتله کمپنۍ په اسانۍ سره کولی شي چې د خپلو اجناسو د خرڅلاو کچه معلومه کړي، ځکه چې په دغه سوداګرۍ کې ټولې چارې د کمپیوټر او انټرنېټ په ذرېعه سره صورت نیسي.

۲-د برېښنايي سوداګرۍ ګټې د مشتریانو لپاره:
• مشتریان کولی شي، په هر ځای کې د خپلې خوښې شيان ترلاسه کړي.
• د اونۍ په ټولو ورځو کې مشتریان کولی شي، چې د خپلې اړتیا وړ اجناسو ارډر وکړي.
• په برېښنايي سوداګرۍ کې مشتریانو ته په چټکه توګه د دوی د غوښتل شويو اجناسو لېږد.
• په ارزانه او غوره کیفیت سره د خپلو اجناسو ترلاسه کول.
• ډېر تخفیف.
• اسانه استعمال.
• په تادياتو کې اسانتیاوې.
• د تادياتو ثبوت.

۳-د برېښنايي سوداګرۍ ګټې د ټولنې لپاره:
• واټن او فاصله راکموي: دا چې ډېری کسان په کورونو کې دوکانداري کوي او د کاروبار لپاره ډېر کم کسان سفرونه کوي، په نتیجه کې یې په لویو لارو کې ټرافیکي وسایط کمېږي.
• د ژوند کولو لوړ معیارونه: ډېر تولیدات او خدمات کېدای شي په ټيټو بیو لږو مالدارو ته هم د اخیستلو فرصت ورکړي او کولی شي چې د ژوند معیارونه قوي کړي.
• بې سرحدي: برېښنايي سوداګري خپل پېرودونکي دې ته چمتو کوي چې د ټول کال په جریان کې د ۲۴ ساعتونو لپاره تقریباً د هر ځای څخه سوداګري او تجارتي راکړې ورکړې ترسره کړي.
• ارزانه تولیدات او خدمات: برېښنايي سوداګري په مکرر ډول خپل مشتریان په ټيټو قېمتونو سره مجبوروي چې د دوی د تولیداتو او خدماتو څخه ګټه واخلي.
• د برېښنايي سوداګرۍ په مرسته د دولت عامه خدماتو په اړه د معلوماتو ورکول او په ټيټ قېمت او پرمختللې طريقې سره لکه: د صحت، تعلیم او نورو خدماتو چمتو کول.
• د اقتصادي پرمختګ وسیله ده.
• په چټک ډول د خدمت ورکول.
• په کاروبار کې پراختيا.
• د پيسو د حفاظت څخه خلاصون.

د برېښنايي سوداګرۍ نیمګړتیاوې

برېښنايي سوداګري د ګټې تر څنګ ځینې نیمګړتیاوې هم لري، خو باید وویل شي چې د نیمګړتیاوو په پرتله يې ګټه زیاته ده. هغه نیمګړتیاوې چې برېښنايي سوداګري یې لري په لاندې دوو کټګوریو وېشل شوې دي:
1. تخنیکي نیمګړتیاوې
2. غیر تخنیکي نیمګړتیاوې

your ads

1. تخنیکي نیمګړتیاوې:
• په دې سیستم کې د امنیت (Security) کمښت او کمزوري معیارونه تطبیق کېږي.
• په سافټ وېيرونو کې دوامداره پرمختګ او بدلون رامنځته کېږي.
• د انټرنېټ کمزورتیا او د نېټورک سرعت کمښت.
• د کمپنیو لپاره د نېټورک تر څنګ د مشخصو انټرنېټي خدماتو (Web Server) او سافټ وېيرونو اړتیا.

2. غیر تخنیکي نیمګړتیاوې:
• په خپل کور کې د برېښنايي سوداګرۍ پروګرام جوړول او رامنځته کول زیات مصارف ايجادوي.
• د کمې تجربې او غلطۍ په اساس په برېښنايي سوداګرۍ کې د پروګرام پيل ستونزمن کېږي.
• د باوري او نه باور لرونکو ترمنځ د توپير مشکلات.
• د توکو او اجناسو فزیکي نشتون.
• د انټرنېټ قېمت.
• د مشتري د تصميم نيولو، د محصول د ټاکلو او د هغه د سپارلو ترمنځ زماني واټن.
• د توليد د نمونې د ازمايښت نه شتون او د يو نا اشنا عرضه کوونکي څخه د پېرودنې د خطر شتون.
• که په اصولو يې پوه نه و، شاید له تاوان سره پکې مخ شو.
• د استخدام د طریقې له مخې د یو شمېر ماهرو کسانو له بازار څخه وتل.
• د اجناسو نه ارزیابي.
• د شک او متردد کېدلو وېره او داسې نور.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب