د ځیرکو موبایلونو ډېر استعمال مو یاداښت قوه زيانمنوي

سويس کې يوې نوي طبي څېړنې ښودلې، چې د ځیرکو موبایلونو ډېر استعمال او کارول د تنکيو ځوانانو او ماشومانو په یاداښت قوه زيات منفي اغېز کوي او د دوی د ذهني وړتیاوو د له منځه وړلو سبب کيږي.
د سویس یو طبي انسټیټوت د خپلې نوي څېړنې په اساس وايي، چې د ځيرک موبایل وړانګو او فریکوینسيو ته تر یو کال او یاهم زیات وخت په تېرولو سره د انسان ذهن سخت اغېزمن کیږي، چې په پايله کې يې د یاداښت کمزورتیا رامنځ ته کیږي.
د ځيرکو موبایلونو او ټکنالوژيکي توکو زيات استعمال او کارول د حافظې چوکاټ «Figural Memory» زيانمنوي، چې د دماغ په راسته طرف کې ځای لري.
يادي څیړنې ښودلې، هغه کسان چې ځیرک موبایل راسته غوږ ته نږدې نیسي، هغوی له دغو راوتونکو فريکوينسيو څخه زیات اغېزمن کیږي.
د څېړونکو د څېړنې په اساس، چې پيغام لېږل، ګیم کول او انټرنیټ کې لټون کول که څه هم په عادي ډول پر ذهن اغېز کوي، خود یاداښت قوې ته زیان نه اړوي.
دغه څیړنه له ۱۲ کلنۍ څخه تر ۱۷ کلنۍ پوري پر ۷۰۰ کسانو ترسره شوه، چې پکې د راډیويي وړانګو او د انسان دماغو او یاداښت ترمنځ د ارتباط پلټنه وشوه.
د څېړنې پایلې وښودل، چې راډیويي وړانګې ددوی پر دماغونو او یاداښتي قوو ښکاره اغېز کوي، خو دا نه شوه معلومه، چې د وړانګو اغېز پر دماغ ولې او د څه له امله کیږي، د څېړونکو په خبره، چې ددې پلټنه اوږدې مودې ته اړتيا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم یوې څیړنې ښودلې وه، چې د ځیرکو موبایلونو ډېر استعمال په ځوانانو کې د تنګېدو، ژور خپګان او ځانوژنې عادات منځ ته راوړي.

عزت الله ذکي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب