لوى څښتن (ج) وګړي داسي موندلي چي يو د بل کارته اړدي او هيڅ يو په يوازي سر نه سي کولا ى د خپل ژوندانه ټولي اړتياوي پوره کړي. چي دغه يوله بله اړتياوي د دوى په ډول ډول کارونو اوکسبونو اويوله بله پېر او پلور او سوداګرۍ رفع کيږي.له دې امله لوى څښتن د ډېرو شيانو پېر او پلور او تجارت روا او مشروع کړى دى، څو د وګړو ژوند په ښه توګه پرمخ ولاړسي، د هغو د ژوندانه چاري ښې سمبالي سي او د دې او هغې دنيا نېکمرغي، خوشالي، خير او سعادت يې په برخه سي. د تاريخي حقايقو په مطالعه سره جوتيږي چي د اسلام مبارک دين په بنسټيزه توګه د مدنيت، پرمختيا، ودانۍ اوانساني نېکمرغۍ اوترقۍ دين دى. لوى څښتن زموږ دين په داسي ارشو( مکه مکرمه) کي رامنځته کړ چي هلته زياتره خلک په تېره قريش په تجارتي چارو بوخت وه. لکه چي ان زم وږ ستر پيغمبر حضرت محمد (ص)لا تر بعثت دمخه له مکې څخه شام ته په تجارت تللى وو او لومړۍ مېرمن يې بي بي خديجة الکبرى (رض) د ټولي مکې غټه اومعززه سوداګره وه. زموږ سپېڅلي کتاب قرآن کريم د تجارت د بېلو بېلو اړخونو اواحکامو په هکله څرګندوني کړي اود اسلام د ځلانده لمر په راختو سره سوداګري په ټوله اسلامي ارشوکي په ډېره ښه توګه مخ پر ترقي روانه سوه. لكه چي د حضرت محمد (ص) ډېرو نژدو او سترو اصحابو خپله نفقه د همدغي سوداګرۍ له لاري برابروله.
د اسلام مقدس دين تربل هرمذهب زيات حلال کسب او تجارت ستايلى او خپل پيروان يې ورته هڅولي او تشويق کړي دي. رسول (ص) وايي: ډېر ښه خواړه هغه دي چي دسړي د خپلو لاسونو او کسب او کار څخه وي. بل ځاى فرمايي: د کسب او کار له لاري د حلال رزق په لاس راوړل فرض اوواجب دي. درسول(ص) څخه چاپوښتنه وکړه چي کوم کسب ډېرښه دى ؟ هغه ورته وفرمايل: د سړي دلاس کار اوسم اوله حراموخالي پېر اوپلور. دغه راز رسول (ص) فرمايي:امانت کاره ،رشتينى او مسلمان سوداګر به د قيامت په ورځ د شهيدانو سره راپاڅيږي. په دې هکله آيتونه هم ډېردي اونور ډېر احاديث هم سته،.
خوموږ په دې هکله پر همدغونه باندي بسنه کوو. که نه هسي خو د اسلامي فقهي ډېره ستره برخه هم د سوداګرۍ په چارو او مسايلو اړه لري اما بايد له ياده ونه باسو چي که په کسب وکار اوتجارت کي حرام، درغلي، چل ول ، جعلکاري، قاچاق، په شتوکي د خداى اونورو حقوق نه ورکول، تېرايستل او خيانت اوداسي نوروي، د اسي تجارت به د هغو كسانو تجارت وي چي لوى څښتن يې په هکله فرمايلي دي: ( دا هغه کسان دي چي د هدايت په بد ل کي يې ګمراهي رانيولې ده خو داتجارت د هغو لپاره ګټور نه دى او دوى هيڅکله پر سمه لار نه دي روان ). له بده مرغه نن م هال په موږ کي حرامخوري ،په تجارت کي چل ول ، بډي خوړل، يو د بل حقوق تلفول ، دعامه شتمنيو غلا او داسي نور ډېر بدکارونه عام اوعادي سوي چي ګردسره هيڅ بد نه راته ښکاري. په صحيح البخاري کي درسول (ص) حديث دى : “داسي وخت به پر خلکو راسي چي د حلالو او حرامو توپير به نه کوي”. زموږ د دغو ناپاميو او نادودو پايله ده چي دادى وطن مو داسي په کنډوالو اوسپېرو ډاګونو واوښتى، د ډبرو پر ځاى د امريکايانو د الوتکو بمونه راباندي اوري ، بارانونه راباندي ودرېدل او د چيښلواوبه د مځکي له نسه په ماشينانو را باسو. که له دې عبرت وانه خلو، پوه نه سو او ټوله په ځانوکي اصلاح رانه ولو،تردې لا د ستر ازميښت اوعذاب بيره ده.
تجارت دانه دى چي بس په حلالو او حرامو ، مکر او فريب ، درواغو او ناروالارو د بېوزلو وګړوشته او د کار او زيار حاصل خپل کړو او يا د هيواد پانګه اوشته پرديو ملکونو ته واستوو اوپه عوض يې جعلي درمل او ناکاره اونا اړين شيان راوړو. بلکي د اسلام په تعبير تجارت دادى چي يو ډول ټولنيز خدمت او د اسلامي امت سره مرسته په تر سره سي، د مسلمانانو د هوسايى اوسو کالى اسباب رامنځته کړي اوستونزي اوربړي يې ليري کړي.
تجارت له لويه سره يوه داسي سپېڅلې دنده اوفريضه ده چي که د سوداګر موخه اونيت پکښي سم وي اوم قصد يې ځني د اسلام ګټه او د خپل کهول حلاله روزي وي په دې صورت کي هغه يوازي مادي راکړه ورکړه نه ، بلکي دلوى څ ښتن سره معامله ده، چي الهي ثواب په ګټي.
مسلمان تاجر دنده لري چي په خپل کارکي ملي اوعمومي ګټي پر ځاني ګټو مخکي وبولي،اوموخه او مقصد يې داوي چي تل پرځاني ګټوعمومي ګټوته ترجيح ورکړي .
د مسلم ان تاجر دنده او ځانګړتيا داده چي په خپلو اړوندو چاروکي اخلاقي عنصر، لکه صداقت،په راکړه ورکړه کي ښه وضعيت ،سووانت اوداسي نور په ټينګه په پام کي ونيسي.
مسلمان تاجرته چي څښتن تعالى شته ورکړي بايد شکر پروباسي اوپوه سي چي د ده د شتو اصلي خاوندلوى څښتن دى خو دا څو ورځي د امانت غوندي د ده په لاس کي دي او خداى دى د هغو دساتلو،ادارې اوانفاق اوښندلو لپاره موظف کړى دى، څو له هغو څخه د خپل ځان او اولاد په سوکالي،د بې وزلواواړو په مرسته اولاسنيوي او د دې او هغې دنياپه سمبالونه اووداني کي ګټه واخلي.
اوکه مسلمان تاجر داسي وکړي او خپله دنده د خداى په ياد اوبېره کي داسلامي شريعت سره سمه پرمخ بوزي، نو د دې وړ به وي چي د پيغمبرانو ،صديقينو ، او شهيدانو سره به کوم چي لوى څښتن انعام پرفرمايلى،راپاڅ يږي.
د تجارت ځيني نورآداب دادي: ښه نيت،امانت، له شبه ناکو معاملو څخه ډډه کول، رشتينولي ، دټولنيزو خدمتونو لپاره دتجارت غوره کول، د آخرت بازار نه هېرول،په سوداکي قسمونه نه اخيستل، دروغجن تبليغات نه کول،په تول او ترازوکي چم نه کول، له پوروړوسره ښه وضع کول، دمعاملې دفسخ کېدو منل ، دپور په ښه وجه ورکول، له اړوسره ښه رويه کول، چل ول نه کول، دما ل ګرانۍ ته نه ساتل، زکات اوصدقات ورکول او د دلالانو په ويناوو باورنه کول. والسلام.