څنګه کولای شو کورنۍ ستونزې حل کړو؟

ځیني وخت میرمني  داسې یوه جمله کاروي، چې په کورنۍ کې دخاوند په ذهن بد تاثیر کوي، سهار چې کله دکورڅخه بهر ځئ؛ که مو میرمن درته ووایې چې پیسې مې خلاصې شوې، څومره د تاسو حالت خرابیږي.

که چیرته میرمنې وپوهیږي چې کومه خبره په کوم وخت کې په څه شکل درته ووایې. حتماً دغه شان خبري په نارینه باندي بد تاثیر کوي، چې دداسي خبرو مخه باید ونیول شي.

مګرد میرمنتوب موخه دانه وي، چې دکورنۍ د نارینه ؤ روح او شخصیت خراب کړي. په هر وخت کې باید میرمني دغه شان جملو کارولو ته پام وکړي، د بیا ځلې تکرار څخه یې مخنیوی وشي.

۱- پیسې راسره نشته

که چیرته د کورنۍ میاشتنۍ لګښت او ورځنې لګښتونه محاسبه نه کړئ،نوحتمآ په ریاضي کې مو ستونزه شته، تاسي د کورنۍ دلګښتونو دپیداکولو لپاره وخت سره سم دیوي میاشتي لګښتونه وسنجوئ.

your ads

هر کله چې تاسو داړتیا په وخت کې دپیسو دپیداکولو لپاره دخپل کور څخه بهر ځئ دا سمه نده، کیدای شي د کورنیو ستونزو یو اصلي لامل همداوي چې د ضرورت په وخت کې پیسې نوي.

په میاشت کې یو ځل ټول شوي لګښتونه محاسبه او بیا دکورني لګښتونه مشخص کړئ، تیروتنه ونه کړئ، که چیرته تاسو کارګر هم وی په حتمي توګه تاسو دلښګتونو محاسبه باید ومنئ.

دمیرمنې د لیونتوب یو لامل هم بې وخته اوبې له کومې اړتیا پرته پرله پسې دپیسو ورکړه ده، دا هم باید هیره نشي چې ستاسي ستونزه  دانه ده چې تاسو کوم دعایدو منبع سرمایه اویاهم کو مه بوختیا  نه لرئ، بلکه اصلي ستونزه د مالي مدیرت اویوي ځانګړي  اقتصادي تګلاري نشتون دی.

۲- خاوند  ملګری مې داکار نه ترسره کوي؟

دا هم باید په پام کې ونیسئ ،چې خپله  میرمنه دنورو نارینه ؤ سره پرتله نه کړئ، حتي دتاسو پلار او ورور هم د هغه شخصیت ته دتوهین کولو حق نلري.

ستا دملګري  شخصیت، اخلاق او خوی په مکمل ډول دتا د ژوند دشرایطو سره توپیر لري، په ضمن کې دغه شان توپیرونو ته پام مه کوئ، په ټیټ سر خپل کارونه مخ ته یوسئ ځکه چې ددغه شان کارونو پایله ښه نه وي.

۳- څه وخت غواړي خپل کار ته بدلون  ورکړي؟

هر نارینه له خپل کار څخه خوند اخلي او یا هم اکثره نارینه دخپل کار سره مینه لري،مثلآ د۲۰ کاله کار وروسته اوس دهغه کورنۍ دهغه دکار  دبدلون غوښتنه کوي، دغه کار یې دذوق او علاقي سره برابر دی؛ شاید ګټه ونکړي، ضرر هم ورته ونه رسیږي؛ کیدای شي اقتصادي وضیعت یې نور هم ښه شي.

خو میرمني معمولآ دغه ټکې ته پام نه کوي، که کورنۍ یې دهغه دکار دبدلون غوښتنه ولري نو دهغه په ذوق او علاقه باندې بد تاثیر کوي، تل په دي لټه کې وي چې په ټولنه کې دخپل ځان عزت او آبرو وساتي،که چیرته هره ورځ دکورنۍ دخاوند دکار په اړه پرله پسې خبري وکړئ ددې کار نتیجه بغیر له دې چې د خپلې خاوند حالت خراب کړئ بله کومه ګټه نلري.

۴- ته دهم د پلار او کورنۍ په شان یې

که چیرته مو میرمن ښه نه وي او یاهم د ژوند اړیکي سمې نه پالي، باید په خپله ددغه  ستونزې د حل لپاره دهغه سره خبري وکړئ، ددې ستونزي د حل لپاره نه باید د تا پلار ،مور،خوراو یاهم  ورور  مداخله وکړي؛ کوم وخت چې تاسو دهغه په وړاندي غلطې کلمې کاروی نو میرمنې ته مو په مستقمه توګه دا پیغام ورکوئ چې دهغه دعزت دمنځه وړلو اراده لرئ.  په دغه شان خبرو سره هغه مایوسه کوئ.

وروسته له دې  دداسې کلیماتو کارول په دې خاطر چې د خپل خاوند دضعف نقطې په خپله کورنۍ کې ګوري، هغه ته اشاره کوي، که چیرته انصاف ولري؛ که خپله کورنۍ دیوې بلې ښې کورنۍ سره پرتله کړئ ، متوجه به شی چې ستاسو کورنۍ اوخپلوان هم په ځینو بحثونوکې په مستونزوکې دي.

۵- خپله یې کولای شم مرستي ته اړتیا نلرم

کیدای شي باور ونکړئ مګر دغه جمله دزیاتره نارینه ؤ لپاره خرابې پایلي لري، که د تاسو میرمنه دنورو انسانانو په شان ښه  خوشهاله  ژوند ولري او په خپل ځان باندي فخر کوي،  اکثره وخت تاسو ددغه جملي په ویلوچې دتا میرمن که دکوم کار اراده وکړي هغه بیا نشي تر سره کولای، مشاورین په دې عقیده دې که چیرته دتاسو دخاوند کرداراو کار تر سره کول دتا سره توپیر ولري.هغه په ژوندی بڼه دهغه سره مطرح کړئ. وروسته له دې چې تاسو دخپلې میرمنو څخه دحمایه کولو رول دهغه څخه اخیستی  شاید پیښمانه شی.

۶- مور مې ویل چې دغه کار باید تر سره کړي

کله چې تاسو کومه غلته جمله کاروی، بې له شکه چې دخپل خاوند په وړاندي ننداره جوړوئ، داچې تاسو دنورو په وړاندي دهغه د شخصي ژوند ستونزي نورو ته ښکاره  کړئ، بده خبره ده ، که چیرته د نورو خلکو څخه څه واوري چې په هغه پسي وايې، حتمآ دخولي خوند مو خراب او  مایوسه کیږی، ددې ټولو سربیره که چیرته دګاونډیانو له لوري تا ته خبر درکړل شو چې خپله میرمن د اداره کړه دا کردار یې سم نه دی؛ ددې په ځای چې دهغه سره بد سلوک وکړي دکورنۍ دغړو له لاري د خپل ځان له لوري هغه ته ووایه چې وروسته له دې پام وکړي.

۷- نارینه اوسه

دنارینه لپاره ترهر څه زیات دهغه بې غیرتې د زغملونه ده، په اوس وخت او زمانه کې  دشا وخوا خلکو پوهه او غیرت، ښه اخلاق  حتي د تا د میرمني په شمول هيڅ داسي کومه منطقي تګلاره شتون نلري، شاید تاسو نه پوهیږی خو دتا سو میرمنو هم  په کافې اندازه له خپلې ملګرئ څخه ستونزي او خفګان لیدلی نو که تاسو هم هغه ته کنایه یا بده خبره بې له کومې ستونزي هغه ته ووایې داسم کا ر نه دی.

۸- همیشه دغه کارکوي

دتا دډوډی خوړل وګوره،داهم دتا کارکول دي، دغه شان خبروباندې مو میرمن  مایوسه کوئ، حتمآ یې کوم کار تا ته آزار رسولی دا په یادکې ولرئ؛ دقیقآ په هغه ستونزو تاسو فکر وکړئ ، چې تاسو ځوروي .

که چیرته دتا خاوند خپلې چټلي جرابي په دهلیز کې وغورځوي زړه ورته خورئ، باید هغه ته ونه وایې چې ته هر وخت داسي یې.

دقیق ووسی له بدو خبرو ډډه وکړی دا ښه او خوشهاله ژوند ته درسیدو یوه ښه لاره ده ،په خپل کردار کې بدلون راوستل په خا ص توګه دبیلګې په ډول ناوخت کور ته راتلل، ستونزوته توجه نه کول؛ دبچیانو زده کړو ته پام نه کول او داونی په آخر کې درخصتی لپاره د پلان جوړولو لپاره کوښښ وکړي دهر څه ته متوجه اوسئ ترڅو مو ټولې خبري دمیرمنې حالت ګډوډ نه کړي.

۹- د تا د لاسه ستړی شوی یم

نور د تا او ستا د بچیانو دلاسه تر دوه سپګمو شوي یم، کاشکې مې د تا په کورنۍ کې له تا سره واده نه وی شوی، نوره ددې ورځنیو تکراري کارونو څخه په تنګ شوي یم؛ دغه ژوند چې مایې هیله درلوده هغه شان  نه دی، دغه کلمي ستاسې اړیکې کقمزوري کوي ددواړو تر منځ ستونزي نوري هم زیاتوي.

البته که چیرته غواړی چې دتاسو په  ګډ ژوند کې اړیکې ډیرخراب حالت ته ورسوی مشکل نه لري، اما ددې خبرو اصلاح اوبیا جوړښت ګټه نه لري، دژوند دشرایطو لپاره ضروري ده اول دیوبل منلو شرط  باید ومنئ ؛دخپلو میرمنو لپاره سمي کلمي وکاروئ نه داسي کلمې چې هغه دمرګ تر پولي پوري ورسوئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب