اقتصاد څه ته وايي؟

موږ ټولو ته اړینه ده چې پوه شو، اقتصاد څه شی دی او دا زموږ په ورځني ژوند کې څه ډول اغېزه لري. اقتصاد کې تر ټولو لوی نومونه وپیژنو او د ځینو کلیدي بدلونونو په اړه معلومات ولرو په کوم کې چې اقتصادي او سوداګري فعالیتونه ترسره کیږي.

د اقتصاد تعریف؛

د اقتصاد فلسفه، لکه د تصمیم نیولو زموږ د ورځني ژوند چارې اداره کوي. حتا که موږ په دې اړه پوه نشو. کله چې موږ د خپل کریډیټ کارت سود اندازه کړو یا یې وګورو چې یو نوی موټر واخلو، کور واخلو، یو کور کرایه کړو، د ماښام ډوډۍ خوړلو ته لاړ شو، یا رخصتۍ ته لاړ شو ، په دې ټولو پرېکړو کې موږ اقتصادي نظریات لپاره محاسبه کوو. موږ په یوه محدوده نړۍ کې ژوند کوو چې محدودې سرچینې لري، او اقتصاد زموږ سره مرسته کوي چې زموږ د نه ختمېدونکي اړتیاوو پوره کولو لپاره دا محدودې سرچینې وکاروي. اقتصاد خورا بډایه ډګر دی چې بډایه تاریخ لري، او ډېر نفوذ لرونکي خلک، له فیلسوف څخه تر سیاستوالو پورې د تیوریو څپړنه او تجربه کوي.

په ساده او روان ډول د اقتصاد تعریف؛

اقتصاد هغه مطالعه ده چې څنګه ټولنه خپلې محدودې سرچینې وکاروي. اقتصاد یو ټولنیز ساینس دی چې د توکو او خدماتو تولید، توزیع او مصرف پورې تړاو لري. اقتصاد د تولید په څلورو فکتورونو باندې متمرکز دی: ځمکه، کار، سرمایه او سوداګري. دا څلور عناصر دي چې په نړۍ کې اقتصادي فعالیت رامنځته کوي، او هر یو یې جلا مطالعه کولی شئ.

نه ختمیدونکې اړتیاوې او محدودې وسیلې؛

اقتصاد د لومړنیو او پېژندل شویو متفکرینو له ډلې څخه هریود چې د یونان شاعر هم و. په خپلو لیکنو کې یې ویلي چې کار، لومړنی توکي او وخت یو ځای ورسره یاد کړی دی. موږ اړتیا لرو چې په مناسب ډول سره راټول شو ترڅو موږ خپلې نیمګړتیاوې لرې کړو. د اقتصاد اصلي ستونزه دا ده چې انسان په نړۍ کې بې پایه اړتیاوې لري مګر محدودې وسیلې لري. له همدې امله مفاهیم لکه اغېزمنتوب او تولید د اقتصاد د پوهانو ډېره پاملرنه ترلاسه کړې ده. د محصولاتو کارول او اغېزمنو سرچینو زیاتوالی د لوړ ژوند معیار لامل شي.

کار او تجارت؛

مخکې له دې چې موږ پوه شو چې اقتصاد څه شی دی، موږ باید ووایو چې هغه خښتې چې د اقتصاد لوی بنسټ رامنځته کوي کار او تجارت دی. ځکه چې د کار د ګمارلو او د سرچینو د تخصیص کولو لپاره ډېرې لارې شتون لري، نو دا مشخص کول ستونزمن دي چې مطلوبې پایلې ترلاسه کړو او د دې کار کولو لپاره غوره لاره کومه ده. د بېلکې په توګه، اقتصاد موږ ته وایی غوره ده چې خلک او شرکتونه په یوه ځانګړې دنده کې تخصص ولري او د خپلو نورو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په نورو سوداګري لاس پورې کړي . موږ ته دا هم وایي چې په سوداګرۍ کې پیسې ډېرې موثرې دي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې اقتصاد په رښتیا څه شی دی، باید وویل شي چې اقتصاد د انسان په عمل باندې متمرکز دی، کوم چې نیمګړی پوهه لري او نشی کولی چې سم چلند وکړي. سربېره پر دې، د انسانانو کړنې او د دوی په شخصي ارزښتونو خورا ډېره اغېزه کوي. د پایلې په توګه، د اقتصاد قانون باید خورا عمومي تمرکز ولري. دا شیان د انساني تمایلاتو مطالعې لخوا کشف شوي. د بېلکې په توګه، موږ ته وایی چې ګټه کولی شي بازار ته نوې سیالۍ راوړي او د ماليې مصرف کم کړي.

اقتصاد د مطالعې په دوو اصلي څانګو ویشل شوی:

لوی اقتصاد څه شی دی؟

میکرو اکونومکس د اقتصاد یوه څانګه ده چې ډله ییز اقتصاد مطالعه کوي. په لوی اقتصاد کې، ځینې اقتصادي تغییرات لکه انفلاسیون، د نرخ کچه، د ودې کچه، ملي عاید، جی ډي پی او د بیکارۍ کچه په بدلونونو ارزونه کیږي. دا څانګه په اقتصادي تمایلاتو تمرکز کوي او دا چې څنګه اقتصاد په مجموع کې کار کوي. د میکرو اقتصادي برخو میکرو اکونومیکس د مایکرو اکونومیک سره توپیر لري ځکه چې مایکرو اکونومیک په کوچنيو فکتورونو تمرکز کوي د اشخاصو او شرکتونو په پریکړو اغېزه کوي. د مایکرو او میکرو اقتصاد کې مطالعه شوي فکتورونه یو پر بل باندې تاثیر کوي. د بېلګې په توګه، د عمومي فکتور په توګه په اقتصاد کې د بیکارۍ کچه د شرکت کار رسونې باندې تاثیر کوي. میکرو اکونومیک، په خپل خورا بنسټیز مطلب کې، د اقتصاد څانګه ده چې د جوړښت، فعالیت، سلوک او عمومي پریکړو سره معامله کوي، او د انفرادي سوداګرۍ پرځای ټولنیز اقتصاد باندې تمرکز کوي.

د لوی اقتصاد مطالعه؛

هغه چې د لوی اقتصاد په برخه کې کار کوي . هغوی په عمومی ډول د بیکارۍ کچه او د نرخ نامو د وېشلو په برخه کې مطالعه کوي او په پای کې د دې ارزونه کوي چې څنګه د اقتصاد هر سکتور یو پر بل باندې تاثیر کوي، ترڅو پوه شي چې اقتصاد څنګه کار کوي. د لوی اقتصاد پوهانو ماډلونه رامنځته کړي چې کولی شي د مختلف فکتورونو ترمنځ اړیکې توضیح کړي لکه مصرف، انفلاسیون او سپمونه، پانګه اچونه، نړیوال او مالي تجارت، کورني عاید او تولید په مقابل کې، مایکرو اکونومیکز تحلیل کوي چې انفرادي لوبغاړي (څوک چې مصرف کونکي او شرکتونه دي)

فعالیت کوي. او مطالعه وکړئ چې څنګه د دې لوبغاړو چلند په ورکړل شوي بازار کې په مقدار او نرخ اغېزه کوي. هغه ماډلونه چې په لوی اقتصاد کې رامنځته شوي او هغه څه چې د دې ماډلو وړاندوینې کوي د دولتونو لخوا د اقتصادي پالیسیو د ټاکلو او ارزونې لپاره کارول کېږي. میکرو اکونومکس یو نسبتا پراخه ساحه ده، مګر دوې اصلي ساحې شتون لري چې د دې څانګه استازېتوب کوي.

یوه سیمه د داخلي عایداتو بدلونونو اود لنډمهاله پایلو د پوهې پروسه ده، چې د سوداګرۍ دوران په توګه پیژندل کېږي. او په بله سیمه کې یو فصل شامل دی چې په هغه کې لوی اقتصاد غواړي د هغه عواملو ارزونه وکړي، چې د اوږدمهاله اقتصادي ودې لامل کېږي یا کورني عاید ډېر کړي.

د میکرو اکونومیک تاریخ میکرو اکونومکس په خپل ننني مانا کې د جان ماینارډ کینز او د هغه د 1936 کتاب، د کار ګمارنې، ګټې او پیسو عمومي تیوري خپرولو سره پیل کیږي. کینز د لوی رکود پایلې روښانه کوي، کله چې توکي نه وو پلورل شوي اوکارګران به بې روزګاره وو. د هغه کتاب ماسټر پیس و چې د کلاسیک اقتصاد پوهانو حیران کړ. کینز تیوري څرګنده کړه چې ولې مارکیټونه شفاف نه دي. دې تیوري په شلمه پیړۍ کې انقلاب وکړ. د اقتصاد په ډېرو ښوونځیو کې میکرو اکونومکس د کینیز اقتصاد په نامه پیژندل کیږي او ځینې وختونه د کینز تیوري یا کیینیسیزم په نوم پیژندل کېدی

ژباړه: ت.گ.م 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب