د یوویشتمي پېړۍ بحرانونه

نړۍ په تېرو ۷۰ کلونو کي ترټولو ناوړه پرمختیايي کړکېچ سره مخ ده. هغه بشري بحران چي له ځان سره ۵ موازي ناورینونه لري. پانډیمیک، د اقلیم بدلون، د خوړو کمښت، جګړه او انفلاسیون هغه پنځه فکټورونه دي چي کولی شي بشري ناورینونه رامنځته کړي. او همدا یو مستقیم لامل دی چي نړۍ په داسي یو ناوړه حالت کي ده. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا نږدې ۱۵ میلیونه خلګ د وبا په جریان کي مړه سوي دي. د مارچ په میاشت کي د امریکا د اتموسفېر ادارې وویل چي ۲۰۲۲ کال به په ۱۰ ترټولو ګرمو کلونو کي درجه بندي کړي. یوې څېړنی ښودلې چي د اقلیم بدلون هر کال د ۵ میلیونه مړینو مسولیت په غاړه لري. د مې میاشتي په پیل کي د خوراکي بحرانونو په وړاندي د نړیوالي شبکې په یوه کلني راپور کي په ډاګه شوې چي په ۲۰۲۱ کال کي ۲۰۰ میلیونه خلک له شدید خوراکي کمښت سره مخ وو. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر راپور ورکړ چي د رواني جګړې په ترځ کي د دوو میاشتو په جریان کي میلیونونه اوکراینیان کډوال شوي چي د دوهمي نړیوالي جګړې له پای ته رسېدو وروسته د کډوالو ترټولو بد بحران دی. دلته بې ساري، جدي کړکیچونه هم شتون لري، کوم چې موږ ددوهمي نړیوالي جګړې له پای ته رسیدو وروسته نه یو ورسره مخ سوي. اروپا د دوهم نړیوال جنګ له پای ته رسیدو راهیسې د خپل ترټولو خطرناک امنیتي بحران سره مخ ده. ددغو خرابو پدیدو په ځواب کي امریکا د نړۍ د ملي ځواک په توګه او ناټو هم دې مسایلو ته پام نه دی کړی. ناټو نوره هم د ختیځ په لور حرکت کوي. سویډن او فنلند د نوي غړو به توګه جلبوي. جاپان او جنوبي کوریا ته یې هم په راتلونکې سرمشریزه کي بلنه ورکړه. کوم چي د ناټو د اسیايي کولو نوي تمایلات څرګندوي. که امریکا اوس هم د نړۍ مشري کوي نو باید له امریکا او سپیني ماڼي وپوښتو:

ایا د افغانستان، عراق، لیبیا، سوریې او اوس د اوکراین په جګړو کې، د امریکا مشرتابه باید تر ټولو لوی مسوولیت په غاړه وانه خلي؟

اوس وخت د ناستي او د بحرانونو د لمنځه وړلو لپاره بحث ته اړتیا ده لکه څنګه چي په ۱۹۴۵ کال کي د دوهمي نړیوالي جګړې او په ۲۰۰۸ کال کي د مالي بحران د لمنځه وړلو لپاره شوي وو. امریکا باید د یوه ستر ځواک رول ولوبوي. په نړۍ کې د تر ټولو ځواکمن هیواد په توګه، متحده ایالات باید د انسانانو په وړاندې عامه اخلاق ولري. تش په نامه ډیموکراټیکي غونډي جوړول ممکن دا امریکا ته لږ څه ناشونې کړي چي د نړیوالو باور ترلاسه کړي. په لنډه توګه، د بې ثباتۍ، جنون او جګړې پر ځای آرامتیا، عقلانیت او خبرې اترې د اوسني وضعیت د خرابیدو د مخنیوي لومړۍ لار ده. او که یې مخه ونه نیول شي د ناورینونو او بحرانونو له رامنځته کېدو وروسته یې مخه نیول بلکل ناممکن ګڼم.

باسط امین

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب